د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

هېواد: د سولې لپاره مذاکرات بايد د ملي او روا ګټو پر بنسټ راټول شي


ورځپانۍ
ورځپانۍ

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سفر او د سولې په خبرو کې د ځنډ موضوع را اخیستې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دوحه کې روانو اختلافونو، لاملونو او ممکنه حل‌لارو باندې بحث کړی.

وړاندې د یو شمېر طالب استازو خبرو ته اشاره شوې لیکل شوي چې اوس اختلاف روښانه او په دوو مسایلو کې دی.

لومړنی اختلاف دا په ګوته شوی چې طالبان غواړي د بین‌الافغاني خبرو اساس له امریکا سره د طالبانو توافق وي، خو حکومت‌یې نه‌مني او وايي چې دوی هم له امریکا سره ګډه اعلامیه صادره کړې ده.

دوهم څه چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه دا ده چې طالبان غواړي په مذهبي چارو کې د اختلاف د حل لپاره حنفي فقه معیار وي، خو حکومتي اړخ د اساسي قانون دوهم فصل یادوي چې ورسره به جعفري فقه او د بشري حقونو مسایل هم ورګډېږي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان ته د عبدالله سفر او کابل ته د عمران خان رابلل کېدو ګڼې پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې دي.

وړاندې د عبدالله دغه سفر ته په اشارې لیکل شوي چې عبدالله غواړي چې په سیمه‌ییزه کچه د سولې لپاره د اجماع په رامنځته کولو سره د سولې پروسې ابتکار عمل په لاس کې واخلي.

خو ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې ولسمشر غني نه‌غواړي چې عبدالله په دغه کار کې بریالی شي او د ورځپاڼې په وینا ولسمشر غني په دې برخه کې خپلې ګټې ګوري.

دنیا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدراعظم دعوت ته اشاره کوي چې ولسمشر غني په دې کار سره غواړي چې هغه پټ تړونونه چې پاکستان سره‌یې کړي، رسوا نه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا ټينګار کړی چې د سولې لپاره مذاکرات بايد د ملي او روا ګټو پر بنسټ راټول شي.

وړاندې راغلي، داسې ښکاري چې د سولې لپاره په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي ډلو له‌خوا مذاکرات د اختلافونو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي، همدې حالت وېره خپره کړې، که همدا حالت دوام ومومي، نو ښايي دا لړۍ ناکامه شي!

د سرمقاله لیکونکي په خبره له نيمې مياشتې ډېره موده کېږي چې د همدغو اختلافي ټکو له امله طالبان له افغان حکومت سره ان د مذاکراتو لومړيو خبرو ته هم نه‌دي ناست، د هغوی د اړيکو جوړولو ډله هم نه‌ده بريالۍ شوې چې د دې مذاکراتو لپاره لاره برابره کړي.

ورځپاڼې لیکلي ښايي پر پاکستان هم نور فشار راوړل شي او په وینا یې د دې لپاره نن د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله اسلام‌اباد ته سفر کوي او له پاکستاني چارواکو سره به خبرې وکړي چې په افغانستان کې نور له تپل شوې جګړې او د طالبانو او ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG