د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

پاکستان ته درې ورځنی سفر؛ 'عبدالله د افغان سولې د کامیابۍ لپاره مرسته غواړي'


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پیلوي.

د ملي مصالحې عالي شورا وايي له پاکستانه د افغان سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره د مرستې غوښتنه او د هغو وسله‌والو ډلو د ختمولو ټینګار چې د افغانستان لپاره ګواښ جوړوي پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر مهم بحثونه ګڼل کېږي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع د لا تقویت په هدف پاکستان ته ځي. پاکستاني چارواکو ویلي چې صدراعظم عمران خان او ګڼ نور مهم مشران به له ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.

ښاغلي خوځون یکشنبه «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۶» ناوخته له ازادي راډيو سره د ښاغلي عبدالله د سفر معلومات شریک کړل.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "په پاکستان کې نور باید وسله‌والو ډلو لپاره خوندي مرکزونه وجود ونه‌لري، دا اړیکې باید پرې شي. نور له هغه ځایه د افغانستان لپاره تهدیدونه ایجاد نه‌شي. له دې اړخه به ډاکتر صاحب عبدالله په افغانستان کې د سولې پروسې ګټې او د سولې څخه وروسته چې کوم فُرصتونه په افغانستان کې شته او افغانستان د سیمې د هېوادونو خصوصاً د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال کوم پُل چې جوړېدای شي او کومه رابطه چې ټینګېدای شي دا فُرصتونه به تشرېح کړي."

ښاغلي خوځون وویل مهمه ده چې د سیمې هېوادونه په تېره بیا پاکستان د هغو خبرو د کامیابۍ او سر ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي چې اوس وخت په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ روانې دي.

د سولې مذاکراتو د دوام لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي نوی شرط مطرح کړ

طالبانو سره د سولې خبرو دوهمه اوونۍ؛ 'خبرو کې ځیني لانجمن مسایل مطرح شوي'

د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس په توګه دا لومړی وار دی چې عبدالله عبدالله پاکستان ته سفر کوي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي کېدای شي د هغو فُرصتونو په تشرېح سره چې تر سولې وروسته په افغانستان کې رامنځته کېږي پاکستان ته د ښاغلي عبدالله دا سفر په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي.

پاکستاني چارواکو ویلی چې دغه هېواد ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله د سفر پوره تابیا یې نیولې او ښه راغلاست ورته وايي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق په خپل ټویټر لیکلي چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر او پارلماني مشرانو سره وګوري.

پاکستاني چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان سولې لپاره‌یې ډېرې منډې ترړې کړي او دا د دوی د اسانچارۍ نتیجه وه چې امریکا او طالبانو تړون وکړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه مقاله کې چې واشنګټن پُسټ خپره کړې ټينګار کړی چې هېواد یې تر بل هر چا زیات په افغانستان کې د روان کړکېچ په خاطر قرباني ورکړې.

عمران خان ویلي له همدې امله یوه خپلواک، متحد او داسې افغانستان ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو له غوښتنو ملاتړ کوي څو دننه او له ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

هغه زیاته کړې ښايي د سولې خبرې ستونزمنې وي او ځیني وخت خبرو کې خنډونه مخ شي، خو د خبرو په مېز کې دا لانجې د جګړې په ډګر کې د وینو د تویولو څخه ښې دي.

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل شوې.

مرکچي ټیمونو لا په اصلي خبرو بحث نه‌دی کړی، خو د تماس ډلو یې د کړنلارو په برخه کې سره ناستې کړي چې هغه هم په ځینو برخو کې له خنډونو سره مخ شوي.

په قطر کې د سولې د خبرو پیل
په قطر کې د سولې د خبرو پیل

طالبانو ټينګار کړی چې د ستونزو د هواري لپاره حنفي فقه او له امریکا سره د دوی تړون اساس وګرځول شي. د راپورونو په اساس له افغانستانه ورغلی پلاوی له دې مسئلو سره مخالفه دی او تر ډېره همدا دوه مسئلې د روانو خبرو لانجمن مسایل یاد شوي چې څو ورځو بحثونو لاهم نه‌دي هوار کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام د افغان دولت او طالبانو تماس ډلو د اختلافي مسایلو په حل باندې څو ساعته خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG