د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

'د دوحې مذاکراتو خبري پوښښ لپاره دې ښځینه خبریالانو ته د ګډون حق ورکړل شي'


قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي

د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ پر حکومت ټینګار کوي چې، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د بیان ازادي د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسي.

د دغه بنسټ غړیو د یکشنبې په ورځ کابل په یوې خبري ناسته کې وویل، حکومت باید ښځینه خبریالانو ته د خبرونو او راپورونو د جوړولو په هدف د دوحې په روانو مذاکراتو کې د ګډون حق ورکړي.

د افغانستان "د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ" چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دي وايي حکومت او طلبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړي چې دغه بهیر له نږدې وڅاري او په اړه یې خبرونه او راپورونه خپاره کړي.

د یاد بنسټ غړیو وویل، د دوحې په مذاکراتو کې د ښځینه خبریالانو نه شتون په دې اندېښمنې کړي، چې هسې نه دوی پر حقونو معامله وشي.

د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ یو پرېکړه لیک هم ترتیب کړی چې د یاد بنسټ غړې رنګینې ولوست.

د پرېکړه لیک یوه برخه داسې وه: "بنسټ له افغان حکومته غواړي چې په بین الافغاني خبروکې د رسنیواو بیان خپلواکي، په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو حقونه د سرې کرښې په څير په پام کې ونیسي او په دې اړه خلکو او رسنیو ته معلومات ورکړي."

دوي، دا خبرې داسې مهال کوي چې ۲۴ مخکې طالبانو په همدې ورځو کې د کابل حکومت و پرځاوه اوخپله واکمني یې پیل کړه.

هغوی وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې یې پررسنیزو فعالیتونو سربېره پر زده کړو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګېدلی و، خو د دوی په خبره اوس افغان نجونې او ښځی په رسنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو پرمختیايي چارو کې د لوړوظرفیتونوخاوندانې دي او دغه لاسته راوړنې باید د سولې په روان بهیر کې قرباني نه شي.

دوی پرطالبانو هم غږ وکړ چې د افغانستان د ښځواو په تېره د ښځینه خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

خو د افغان حکومت د لومړي مرستیال د خپرونو رییس رضوان مراد ازادي رادیو ته وویل، د ښځو پر رسنیزو فعالیتونو سربېره به د افغانستان د ښځو پرلاسته راوړنو هېڅکله هم معامله ونه شي.

رضوان مراد مسئول مطبوعاتی دفتر معاون اول رئیس جمهور افغانستان
رضوان مراد مسئول مطبوعاتی دفتر معاون اول رئیس جمهور افغانستان

مراد زیاته کړه: "سوله د دې لپاره کېږي چې د خلکو حقونه تامین شي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی به د ښځو او مېرمنو هر ډول حقونه په خپل کاري لومړیتوب کې ځای کوي، او پرهغې به په هېڅ ډول داسې معامله نه کېږي چې خدای مه کړه دغه لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي."

اوس د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د دواړو لورو لخوا کومه ښځینه خبریاله نه شته ده.

افغان ولسمشرد سولې له بین الافغاني خبرو مخکې په خپلې وینا کې ډاډ ورکړی چې د ښځو پرحقونو به معامله ونه شي.

طالبانو هم ویلي چې دافغانستان د ښځو حقونه د اسلام په چوکاټ کې په پام کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG