د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۰۶

افغان حکومت، امریکا او طالبان د بین‌الافغاني خبرو د پیل هڅي کوي


ارشیف

په افغانستان کې د سولي او ثبات راوستلو لپاره جدي هڅي روانې دي.

د افغانستان حکومت، د امریکا متحده ایالات او د طالبانو ډله د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅي کوي.

په داسي حال کې چې په افغانستان کې سولي او ثبات ته د رسېدو لپاره هڅي دوام لري، د دې هېواد خلک د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل ته سترګي په لار دي. په همدې لړ کې افغان میرمني له طالبانو سره د سولي د احتمالي توافق په صورت کې اندېښمني هم دي او وېره لري چې د تېرو شااوخوا شلو کلونو لاسته راوړنې یې د سولي د تړون قرباني نه‌شي.

افغان میرمني له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تعلیم او له کوره بهر د کار کولو له حق څخه محرومي وې او حتی د یوه نارینه محرم پرته له کوره د وتلو اجازه یې نه درلوده.

طالبان
طالبان

طالبانو د مجرمینو د سزا ورکولو لپاره سخت قوانین وضع کړي وو. د لاسونو پرې کول، دره وهل او حتی د ښځو سنګسار هغه بیلګي دې چې په دې دوره کې عملي شوې. د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ښځو لپاره نوی فصل پیل شو.

افغانستان د انتحاباتو د ترسره کېدو، د پارلمان د جوړېدو، د رسنیو د ودې او د بیان آزادۍ د پیاوړتیا شاهد وو چې په یادو ټولو برخو کې د ښځو رول د پام وړ وو.

په دې وروستیو کې چې د سولي خبرو د پیل لپاره هیلې پیدا شوې، د افغان مېرمنو شبکو او ښځینه فعالانو د خپلو حقونو د خونديتوب په هدف کمپاینونه پیل کړي دي.

د ښځو یوه فعاله او په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې هیلې ارشاد د سولي مذاکراتو ته ډېره خوشبینانه تمه نه لري.

نوموړي د پنجشنبه په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښایې ښځي بیا هم د سیاسي معاملو قرباني شي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

هغې وویل: "زما په نظر د ښځو اشتراک هم ډېر قوي نه‌وو. هغه دیرش فیصده چې حکومت ويلي وو ښځو ته به په مذاکراتو کې ونډه ورکوي، څلور میرمني دي. زه د یوې مور یا خور په حیث وایم که وغواړو د خپلو ورونو د وژنې مخه ونیسو موږ ښځي باید قرباني ورکړو او زما په نظر کې په دې کې زموږ یوه زیاته اندازه حقونه له لاسه ځي."

د ښځو یوه بله فعاله نیلوفر ابراهیمي بیا د سولي خبرو په اړه محتاطانه خوشبینې وښوده.

ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل چې تمه لري په دې مذاکراتو کې د دوی غږ واوریدل شي.

نوموړۍ وويل: "موږ ښځي ډېرې تمې نه لرو. یوازي همدا چې د تېرو کلونو لاسته راوړني مو خوندي شي او د موافقې تر لاسلیک وروسته مو حقونه تر پښو لاندي نه‌شي او مساوي حقونه ولري. ډېری ښځي باید په دې پلاوي کې شاملې وي، څو زموږ ښه استازیتوب وکړای شي."

افغان ډیپلوماته اصیلا وردک چې په قطر کې یې د سولي په دوو غونډو کې ګډون درلود، هم د سولي په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي. میرمن وردک د پنجشنبه په ورځ د جولای ۳۰ ازادي راډیو ته وویل چې د سولي په خبرو کې باید د ښځو رول مفهوم ولري.

دې وویل: "زه هیله لرم چې افغانې میرمنې د سولي په خبرو کې ګډون ولري .اوس دا ضرورت دی او وخت یې راغلی چې حکومت او طالبان دواړه د مذاکراتو په بهیر کې د میرمنو په ګډون او ماناداره ګډون باندي ډېر ټينګار وکړي."

دغو اندېښنو ته په پام اوس پوښتنه دا ده چې د شلو کلونو په تېرېدو سره ایا د ښځو پر وړاندي د طالبانو دریځ بدل شوی دی؟

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د همدې موضوع په اړه په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري چې په هغه کې د ښځو د تعلیم او کار حق خوندي دی او تفصیل به یې د دیني عالمانو د سپارښتنې پر اساس د سولي په مذاکراتو کې وړاندي شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له‌خوا د لوی اختر په مناسبت خپاره شوي تفصیلي بیان کې، د سولي په خبرو کې د ښځو د حقونو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG