د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ویسا: ځینې خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي


د حکومت له بنده د خوشې شویو طالبانو یو انځور
د حکومت له بنده د خوشې شویو طالبانو یو انځور

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او اوربند په مسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، د وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې د دغه ډلې د ژمنې پر خلاف، د دوی ګڼ شمېر بندیان له خوشې کېدو سره سم د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي او دا لامل شوې چې جګړه نوره هم توده شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د جګړې ښکېلې لوري باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او له رامنځته شوې فرصت نه ښه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا دا ادعاوې په وار وار رد کړي او ویلي، چې د جګړې لپاره کافي ځواک لري او اوس چې د سولې د بین الافغاني خبرو په لور روان دي اړتیا نه ویني چې خپل وسله وال زیات کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د وسله والو طالبانو له لوري د اوربند په مسئلې ټینګار کړی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم افغان حکومت له امريکا سره د طالبانو د پرېکړې له مخې د هغوی ۹۰ سلنه بندیان خوشې کړي، خو بيا هم طالب ډلې جګړه په همدې کچه نه ده درولې او نه يې هم کمه کړې ده.

سرمقاله کې د خلکو دا غوښتنه رااخیستل شوې چې، سوله بايد د واک د وېش لپاره هدف نه وي، بلکې د مسئوليت د وېش په معنی ده.

سرمقاله لیکونکي، په اوسنيو حالاتو کې اوربند تر ټولو ستره اړتيا ځکه بللې چې لوی اختر را روان دی او تر لوی اختر پورې په پاتې ورځو کې تاوتريخوالی او د بې ګناه وګړيو وينه تويول، ستر او نه بخښوونکی جنايت دی.

ورځپاڼې دغه شان له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې مذاکراتو د چمتوالي لپاره اوربند وکړي او ملت له دې سترې بد بختۍ وژغوري!

طالبان په کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی و چې حکومت یې هرکلی وکړ او د اوربند د کولو تر څنګ یې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو بهیر هم چټک کړ او تر اختر ورسته یو ځل بیا د افغانستان له اکثرو ولایتونو د تاوتریخوالي د زیاتېدو او جګړې د پراختیا راپورونه ورکړل شول.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په خپل سر مقاله کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو لیکلي دي.

وړاندې په سرمقاله کې، په دې اړه د طالبانو د قطر د دفتر د وروستي ټویټ ته اشاره شوې چې لیکلي، که افغان حکومت طالب بندیان خوشې کړي دوی به هم د حکومت بندیان خوشې او له اختر وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.

خو په وینا یې چې حکومت د پاتې بندیانو خوشې کېدو ته چمتو نه دی او دغه بندیان جرمي دوسیې لرونکي ګڼي.

په سرمقاله کې، د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوېد فیصل له قوله ویل شوي چې، یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې په افغانستان کې ډېرېدونکی تاوتریخوالی او د بندیانو د خلاصون پر سر اختلافونه د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیلېدو یا ځنډېدو لامل شوي.

XS
SM
MD
LG