د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

هېواد: پاکستان راکټي بریدونه کوي څو د کونړ په سیند د جوړېدونکو بندونو مخه ونیسي


ورځپاڼې
ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې بهیر، د بین‌الافغاني خبرو د ځنډ پر څرنګوالي او په کونړ ولایت د پاکستان د توغندیزو بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي ارګ او سپېدار ماڼۍ د کابینې په جوړښت ستونزې لري، خو مهمو مسایلو ته‌یې شا کړې.

د لیکوال په باور حکومت د نږدې ٦٠٠ طالب بندیانو په نه‌خوشې کولو ټینګار کوي چې دا طالبانو ته یوه پلمه په لاس ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي، په اوسنیو شرایطو کې حکومت باید خپلمنځي اختلافونه یوې خوا ته کړي او د سولې رامنځته شوي فرصت ته کار وکړي چې د سرمقاله لیکونکي په خبره داسې نه‌کېږي.

د لیکوال په اند که طالبان په افغان حکومت غږ وکړي چې همدا اوس خبرو ته چمتو یو، حکومت به ځکه خبرې پیل نه‌کړای شي چې اجنډا نه‌لري.

لیکوال سپارښتنه کوي چې افغان حکومت دې د سولې بین‌الافغاني خبرو ته د چمتووالي لپاره سر له اوسه په ولایتونو کې نظر پوښتنې پیل او له بېلابېلو اقشارو سره سلاه مشورې وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا په پیل کېدونکو بین‌الافغاني خبرو کې ګټور تمامېدای شي او د سولې خبرې به بریالیتوب ته ورسوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، حکومت دې د طالبانو پاتې بندیان هم خوشې کړي چې بین‌الافغاني خبرې ژر پیل شي.

د لیکوال په اند که چېرې حکومت په دې برخه کې مجبوریتونه لري او وس‌یې نه‌رسېږي او د چا له‌خوا ورباندې فشار وي، نو باید هر څه له ولس سره شریک کړي چې ولس پوه شي.

که نه نو د لیکوال په خبره، نو د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې د پلمو لټولو پر ضد به ولس راپورته او خپل غږ به اوچت کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي په هېواد کې جګړې ورځ تر بله زور اخلي چې زیان‌یې ولس ته رسېږي، د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې خنډ که له هر لوري وي، نور د منلو نه‌دی.

مسیر دغه خبرې داسې مهال لیکي چې افغان حکومت د نږدې ۶۰۰ هغو طالب بندیانو د نه‌خوشې کېدو خبره کړې چې جرمي دوسیې لري او د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په وار وار دا ټینګار کړی چې د بندیانو د خوشې کېدو په بهیر کې باید د جنګي مجرمینو په برخه کې محتاطانه چلند وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو په اړه تبصره کړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پاکستان دا کار د دې لپاره کوي چې په سیمه کې ډار خپور کړي او د کونړ په سیند د جوړېدونکو بندونو مخه ونیسي.

د سرمقالې په پای کې راغلي افغانان به له ځانه دفاع وکړي او په دې برخه کې د هرې دسیسې مخه به ونیسي.

هېواد دا موضوع داسې مهال راخلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار تېره ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته چېرې چې په دې وروستیو کې پرې د پاکستان له‌خوا توغندي توغول شوي تللی و او هلته‌یې په خپلو خبرو کې ویلي چې دښمن غواړي د توغندیو په توغولو سره د جنګیالیو تر ولکې لاندې سیمو ته وسعت ورکړي.

خو ښاغلي محب دښمن واضح نه‌کړ او نه‌یې مشخص د کوم هېواد نوم یاد کړ.

XS
SM
MD
LG