د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

هېواد: په پردۍ جګړه کې د افغانانو ستره بيه!


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په برخه کې د نړیوالې اجماع رامنځته کولو لپاره په کابل کې وروستیو ناستو او د قرنطین په ورځو کې د وچې ډوډۍ ملي پروګرام کې د میلیونونو افغانیو د حیف او میل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼه لیکي، افغان حکومت تېره اوونۍ له ځینو بهرنیو دولتونو او بین المللي سازمانونو سره پر سوله مجازي غونډې وکړې او حکومتي رسنیو، ویندویانو او شنونکو یې دا یوه ستره بریا او د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو لپاره یوه کامیابه هڅه وبلله.

خو د ویسا په خبره، په واقعیت کې څرنګه چې د دې غونډو شکل مجازي او غیر واقعي و ماهیت یې هم غیر واقعي و.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغو غونډو ته په داسې حال کې تبلیغات روان دي چې د جنګ اور تر بل هر وخت تود دی، افغان حکومت عملاً د طالب بندیانو له خوشې کولو جنجالي معامله جوړه کړې او په دې ډول یې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، له بلې خوا ولسمشر غني چې له کورنۍ جګړې خلک ویروي دا چې په هره بمبارۍ، هره چاپه او عملیاتو کې یې طالب او عام خلک وژل کېږي دا څوک دي؟ دا چې د ده د جنګ وزیران یې د مړیو هره ورځ غټ غټ ارقام په افتخار وړاندې کوي دا څوک دي؟ دا چې د هغوی خلاف ځوانان د جنګ محاذونو ته لیږي دا څوک دي؟

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې، آیا موږ همدا اوس عملاً د پردیو په نوکرۍ کې په یوه ککړه بې مفهومه او بې پایه کورنۍ جګړه کې ښکېل نه یو؟

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې ټکو پیل کړې، په پردۍ جګړه کې د افغانانو ستره بيه!

وړاندې راغلي، د طالب او ترهګر پر مټ د افغانانو تر څنګ د امريکا او ناټو ځواکونو د وژلو لوبه او د روسيې پلان په امريکا کې حساسيتونه را پارولي دي.

سرمقاله کې راغلي، له دې سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان دړې وړې شو، چې غوښتل يې، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د بل کال ترپايه ټول ځواکونه ترې وباسي، چې امريکا به په افغانستان کې خپل حضور دوامداره وساتي او له روسيې او ايران به د غچ اخيستو هڅه وکړي، کانګرس به د امريکا د کلنۍ دفاعي بوديجه تعديل او په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو د حضور موده تمديد کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د بهرنيو ځواکونو د پوځي حضور دوام د روسيې، ايران او نورو دښمنو لوريو او کړيو فعاليتونو او مخالفينو ته دا فرصت برابر کړي چې امريکا او ناټو سرتېريو د وژنو لپاره نور هم د طالبانو او ترهګريزو ډلو ځواک غښتلی کړي!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د خپل یو څېړنیز راپور پر بنسټ د قرنطین په ورځو کې د وچې ډوډۍ د وېشلو پرمهال له میلیوني فساد څخه پرده پورته کړې.

وړاندې راغلي، د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ میلیونونه پیسې د خلکو د دسترخوان پرځای د فاسدو او ځورواکو شخصي جیبونو ته تللي دي.

سرمقاله لیکي، که څه هم حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره بېلابېلې ادارې رامنځته کړې خو په وینا یې کومه لاسته راوړنه نه لري او پیسې حیف و میل شوي دي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټینګار شوی، چې حکومت باید له فساد سره مبارزۍ ته لومړیتوب ورکړي او په لویه کچه د فاسدو کسانو لاسونه لنډ کړي.

XS
SM
MD
LG