د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

مسیر: د سنګین وحشیانه برید او له ولس سره له دښمنۍ ډک زړونه!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد د سفرونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، د خلیل‌زاد د سفرونو نوې لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې د سولې مذاکراتو په درشل کې جګړو زور اخیستی.

وړاندې راغلي، د وسله‌والو طالبانو حملې زیاتې شوي او په لویو ښارونو کې مقناطسي او د سړک غاړي ماین چاودنې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.

سرمقاله کې راغلي، په تېرو څو اوونیو کې د سولې خبرې ګرمې، خو وروستیو چاودنو د خلکو هیلې د دې پروسې او سولې په اړه مړاوې کړي او د پروسې باور یې کم‌رنګه کړی.

هشت صبح همدارنګه لیکي، لکه څنګه چې لیدل کېږي دا مهال د سولې خبرې له ځنډ سره مخ شوي او د مذاکراتو دقیقه نېټه مشخصه نه‌ده.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې هم خپل سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خلیل‌زاد به د دغه سفر په لړ کې قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلی خلیل‌زاد به د سفر پر مهال له طالب چارواکو او د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره د تاوتریخوالي په کمېدو او د زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي، دا چې یاد هېوادونه پر طالبانو نفوذ لري، نو خلیل‌زاد به د دغو هېوادونو له چارواکو وغواړي چې د جګړې او تاوتریخوالي کمېدو لپاره طالبان اړ کړي چې اوربند وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې ټکو پیل کړې، "د سنګین وحشیانه برید او له ولس سره له دښمنۍ ډک زړونه!"

وړاندې راغلي، برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله شوې او ژر باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي او د بین‌الافغاني خبرو موخه واضح ده، د افغانانو وینې باید خوندي شي، طالب، امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي ټول افغانان دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا سمه ده چې ځیني بریدونه به مبهم وي، خو هر څوک چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، خلک پوهېږي چې هغوی دا ډول بریدونه هم کولای شي او په باور یې د بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ په واضح ډول د سولې پر وړاندې خنډ جوړول دي.

مسیر ورځپاڼه ټینګار کوي، که حکومت رښتیا سوله غواړي، نور باید پلمې بندې کړي او پاتې بندیان خوشې کړي او له بله اړخه جګړه، وژنې او بریدونه په واضح ډول د سولې پر وړاندې خنډ جوړول دي.

د ورځپاڼې په باور، طالبان چې سبا سوله کوي، خو سر له ننه دې پر خپل افغان ورور رحم وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې په اړه دې ذهنیتونه او باورونه نه‌خرابوي.

XS
SM
MD
LG