د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

مسیر ورځپاڼه: څو ګامه تر بین‌الافغاني خبرو


یو شمېر کورنۍ ورځپاڼې
یو شمېر کورنۍ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د رامنځته شویو فرصتونو په برابرېدو او په دې تړاو د سبا ورځې غونډې ته اشاره شوې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې، "څو ګامه تر بین‌الافغاني خبرو."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، داسې ښکاري چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې شته خنډونه له‌منځه تلونکي دي او ژر به د افغانانو ترمنځ د سولې لومړنۍ غونډه په دوحه کې وشي او د سرمقاله لیکونکي په خبره چې د خلیل‌زاد په وروستي سفر کې هڅه شوې چې دې غونډې ته لاره هواره شي.

د سرمقالې په دوام راغلي، د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ شول چې له امله‌یې دا خبرې درې نیمې میاشتې وځنډېدلې چې له دې سره جګړې دوام وکړ او د زرګونه افغانانو ژوند یې واخیست، خو په وینا یې اوس چې دا خنډونه له‌منځه تلونکي دي او بین‌الافغاني خبرې پیلېږي تمه ده چې په دې خبرو کې مهم پرمختګونه وشي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې ټول تمرکز باید د بین‌الافغاني خبرو پر بریالیتوب وي او سخت کار، ډېرې حوصلې، انعطاف او قربانۍ ته اړتیا ده چې دا فاصلې ختمې شي.

د مسیر ورځپاڼې په وینا، د دې لپاره چې دا خبرې ښه پرمختګ وکړي او بالاخره بریالۍ شي، باید د ولسي فشار یو ځواک جوړ شي چې پر دواړو اړخونو دوامداره او معقول فشار جاري وساتي، څو انعطاف او قربانۍ ته تیار وي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان حکومت سبا دوشبنې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سولې راوستو په هیله د وېډیو کنفرانس له لارې د درېیو مهمو غونډو لړۍ پیلوي او په دې غونډو کې حکومت له ۱۸ ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سولې پر سر خبرې کوي او له دې سره به د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله هم ورسره ګړندۍ شي.

ورځپاڼې لیکلي، دې ته په کتو سره به افغان حکومت هڅه وکړي چې په هېواد کې د دې پردۍ جګړې د مخنیوي لپاره اجماع رامنځته کړي، ځکه د سولې لپاره پر ملي او نړیواله اجماع سربېره سیمه‌ییزه اجماع هم مهمه ده.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټینګار شوی، اوس په نړیواله کچه لاسوهنې بربنډې شوې او په وینا یې مهمه دا ده چې تر تپل شوې جګړې او مداخلو، د افغانستان له لارې د سیمې سوداګري او اقتصادي همکاري ډېره ګټه لري او دا تل پاتې ګټې دي، نو د افغان حکومت غوښتنه هم دا ده چې مغرض هېوادونه او د هغوی استخباراتی ډلې نور له دې جګړې او ناوړو مداخلو تېر او پر ځای یې د ګډې همکارۍ او اقتصادی راکړې ورکړې پر بنسټ تل‌پاتې او سترې مشترکې ګټې وپالي!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، "حکومت باید د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات وکړي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم له داسې حکومت څخه چې کابینه‌يې بشپړه نه‌ده د اقتصادي کړکېچ د هوارولو غوښتنه بې‌ځایه ده، ځکه په وینا یې که حکومت لږ هم د مسؤلیت احساس کاوه، نو څلور میاشتې به‌یې کابینه نه‌ځنډوله.

خو ورځپاڼې لیکلي چې د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره حکومت هېڅ کومه منظمه طرحه نه‌لري او اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.

سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله هېواد کې اقتصادي بې‌وزلي مخ په پراخېدو ده حکومت لاهم په سیاسي لانجو کې ښکېل دی او د خلکو ستونزو ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG