د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

ویسا: د خلیل‌زاد په سفر کې د 'یو اس اې ای ډي' استازي څه کول؟


د کابل یو شمېر ورځپاڼې
د کابل یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د خلیل‌زاد سفر او سولې په مسایلو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله سرمقاله پیل کړې ده، "د خلیل‌زاد په سفر کې د 'یو اس اې ای ډي' استازي څه کول؟"

وړاندې راغلي، امریکا هغو ولایتونو ته چې د طالبانو نفوذ په‌کې ډېر دی د انکشافي کارونو لپاره زیاتې پیسې بېلې کړي او د ځینو منابعو له قوله دغه پیسې تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو پورې رسېږي.

سرمقاله د سرچینو له قوله لیکي، له بلې خوا انګلستان هم د ډیورند په خوا کې پرتو څلورو ولایتونو ته نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د پروژو پر ډیزاین‌یې هم کار پیل کړی دی چې په دغو پروژو کې حتی د ښځو د فعالیتونو او ظرفیت لوړولو پروژې هم شاملې دي.

سرمقالې پوښتنه کړې چې امریکا او بریتانیا ولې له اوسه چې نه سوله راغلې، نه بین‌الافغاني مذاکرات ترسره شوي او نه مؤقت یا غیر مؤقت حکومت جوړ شوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د بیا رغونې او بېلا بېلو پروژو پر سر خبرې او حتی عملي کارونه پیل کړي دي.

سرمقاله کې راغلي، ایا امریکایان غواړي چې د افغانستان یوه برخه د طالبانو او بله د نورو منجمله حکومت په لاس کې وي؟

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، اقتصادي وده او انکشافي پروژې د مرکزي ټول منلي حکومت کار دی او زموږ ټولو عزت د يو ملت په توګه په هغه صورت کې خوندي کېدای شي چې موږ تر هر څه دمخه داسې یو حکومت جوړ کړو نه دا چې د پيسو او پروژو حرص مو له لارې بېلارې کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپانه لیکي، "د حکومت د سیمه‌ییزې اجماع هڅې د څه لپاره دي او سیمه د سولې په پروسه کې د کوم دریځ ملاتړ کوي؟"

وړاندې راغلي، حکومتي مشران هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو ملاتړ راخپل کړي او د سولې په برخه کې خپل دریځ پیاوړی کړي او له همدې امله‌یې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د غونډو نوې لړۍ پیل کړې ده.

سرمقاله لیکي، حکومت خلکو ته ښيي چې ګواکې سیمه د هغو خبرو ملاتړ کوي چې مشري او مالکیت‌یې د افغان حکومت په لاس کې وي، خو د سیمې د هېوادونو موخه دا ده چې په دې خبرو کې باید مشري او مالکیت د افغانانو وي او بهرنیان باید د افغانانو لپاره خپله پرېکړې ونه‌کړي، بلکې خپله افغانان پرېږدي چې د سولې په اړه پرېکړې وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ او اجماع ډېره مهمه ده، له همدې امله په کار ده چې له دې اجماع د سولې لپاره پوره کار واخیستل شي او ښکېل اړخونه د دې پر ځای چې د خپل دریځ د پياوړي کولو او خپلو اهدافو لپاره د سیمې د هېوادونو دریځونه جوړ کړي، ښه ده چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي او داسې سولې ته لاره هواره کړي چې هر افغان په‌کې د عزت او امن خاوند شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د سولې ځنډېدلي حالت او تاوتریخوالي زیاتېدو ته اشاره کړې.

وړاندې کابل کې د سولې مشورتي ناستې وروسته ننګرهار حمله چې څلور تنه ووژل شول او ١١ تنه په‌کې ټپیان شول مسؤلیت‌یې هېڅ کومې ډلې نه‌دی منلی.

د ورځپاڼې په وینا، دغه حملې ښیي چې د تاوتریخوالي بڼه بدله شوې او په باور یې که وسله‌وال طالبان اوربند ونه‌کړي د ډېرو حملو مسؤلیت به هغوی پورې وتړل شي چې په باور یې دا به وضیعت لا کړکېچن کړي.

XS
SM
MD
LG