د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ملا هبت‌الله په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو پالېسي روښانه کړې


ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

په داسې حال کې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو هڅو په ترڅ کې سیمې ته رسېدلی څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره منځګړیتوب وکړي، د طالبانو لوی مشر په خپل اختریز پیغام کې له امریکا سره پخلاینې ته ورته څرګندونې کړې دي.

ملا هبت‌الله د اختریز پیغام په درشل کې د سولې له موافقې سره سم د امریکا پر مکلفیتونو له ټینګار نیولې تر تعلیم او بیارغونې پورې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر پالېسیو رڼا اچولې.

تمه ده چې خلیلزاد په اسلام‌اباد او کابل او همداراز په قطر کې له چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي. ښاغلي خلیل‌زاد له دې مخکې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د سولې په اړوند له چارواکو سره خبرې کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي دي چې خلیلزاد له شنبې ورځې تر پرون پورې په اوسلو کې و او هلته‌یې د بهرنیو چارو له وزیرې او نورو چارواکو سره د خپلو هڅو په اړه خبرې وکړې. ناروې د جرمني او قطر ترڅنګ هغه هېواد دی چې د بین‌الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره‌یې چمتووالی ښودلی.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

په همدې حال کې د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخند د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۷» په خپل اختریز پیغام کې تر ډېره له امریکا سره د سولې موافقې پر تطبیق ټینګار کړی، خو ورسره‌یې په بېلابېلو برخو کې د دې ډلې پالېسي روښانه کړې ده.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو دا اوونۍ په یوه راپور کې طالبان په افغانستان کې د ملکي وګړو په ډېری مرګ‌ژوبله پړه بللي، ملا هبت‌الله هڅه کړې چې خلکو ته د طالبانو له لوري ډاډ ورکړي او ویلي یې دي طالبان له چا سره ذاتي دښمني نه‌لري، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ او د یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره‌یې وسله اخیستې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې که دا اهداف پوره شي، نو طالبان له ټولو سره سوله‌ییز ژوند غواړي. د طالبانو لوی مشر ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره هم دوی تر وسې هڅه کړې، خو هغه تور لګولی چې افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په ځنډولو سره په دې بهیر کې خنډ جوړ کړی.

ملا هبت‌الله تر دې مهاله له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو او د یو شمېر پوځي اډو د تشولو هرکلی کړی، خو په عین حال کې یې د امریکا له ملکي او پوځي چارواکو غوښتي دي چې د ده په وینا په ناموجه څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې د ختمولو پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي. هغه همداراز په دې وروستیو کې د امریکا د هوايي ځواک د بمباریو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات ستونزې زېږوي.

ملا هبت‌الله
ملا هبت‌الله

ملا هبت‌الله اخند د پخوانیو اختریزو پیغامونو برعکس په دې پیغام کې د یوه دولت په توګه د طالبانو د نړیوالو اړیکو کړنلاره اعلان کړې او ویلي یې دي چې دا ډله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ورورۍ په چوکاټ کې ژوند او همداراز له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب او اعتماد پر بنسټ اړیکې غواړي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال د هېواد په کچه د واکمنۍ په برخه کې د طالبانو پر وړتیا شک څرګندوي.

محمد مېرزا کټوازي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د متحده ایالاتو پر وړاندې د طالبانو د مشر نرم پیغام حیرانوونکی دی.

ښاغلی کټوازی وايي د نن ورځې افغانستان هغه هېواد نه‌دی چې ۲۰ کاله مخکې طالبانو واک په‌کې چلاوه.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد مېرزا کټوازی
د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد مېرزا کټوازی

ښاغلی کټوازی زیاتوي: "د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د هېواد د بیارغونې، تعلیم او د لوایحو د ښه تطبیق په اړه هم څرګندونې کړي او په یوه برخه کې یې هغو کسانو ته چې د افغان وسله‌والو ځواکونو په لیکو کې دي له خپلې خوا د عفوې ژمنه کړې."

خو د ولسي جرګې مرستیال مشر ښاغلي کټوازي په عین حال کې پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د ټولو افغانانو په ګډون پر داسې یوه نظام توافق وکړي چې د تېرو ۲۰ کلونو پرمختګونه په‌کې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG