د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

له افغان حکومت او طالبانو د امریکا بهرنیو چارو وزیر غوښتنه


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان حکومت مشران او طالبان وهڅول چې بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي او د بین‌الافغاني خبرو لور ته لاړ شي.

مایک پومپیو پرون په واشنګتن کې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي جوړجاړي هرکلی وکړ او هیله‌یې ښکاره کړه چې له دې سره به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه ښه مساعده شي.

هغه زیاته کړه: "موږ له دواړو مشرانو غواړو چې رامنځته شوی مثبت پرمختګ متحرک کړي. په بین‌الافغاني خبرو کې د حکومت د شمولیت هڅې ګړندۍ کړي. موږ ټولو خواوو ته د طالبانو په ګډون اړتیا لرو چې په خبرو کې د داخلېدو لپاره له خپل لوري هڅې وکړي. موږ د شخړو کمېدو ته اړتیا لرو، موږ جدي هڅې کوو چې دا سخت هدف چې د افغانستان دننه سوله او پخلاینه ده ترلاسه کړو."

د طالبانو مشر ملا هېت‌الله د اختر په مناسبت په پيغام کې چې پرون خپور شو، وویل چې طالبان د سولې د شوې موافقې عملي کېدو ته ژمن دي او باید متحده ایالات هم خپله ژمنه پوره کړي چې په وینا یې دغه حیاتي فرصت ضایع نه‌شي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله خپل اختریز پیغام کې څه ویلي؟

د افغان سولې د هڅو په ترڅ کې پرون د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه بحث وشو، خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

خلیل‌زاد له دوحې کابل ته تللی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه استازي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې دوی له ښاغلي خلیل‌زاد سره د شوي تړون د تطبیقېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ارګ سرچينې وایي چې افغان حکومت له ښاغلي خلیل‌زاد سره د خبرو پر مهال له طالبانو سره تر مخامخ مذاکراتو مخکې پر اوربند یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند وکړي. ورته غوښتنه د افغانستان حکومت د روژې میاشتې په پيل کې له طالبانو څخه کړې وه او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د دې غوښتنې په ځواب کې هغه وخت ویلي و چې دا معقوله غوښتنه نه‌ده د اوربند مسئله به د بین‌الافغاني خبرو پر مهال څېړل کېږي او بحث به پرې کېږي.

XS
SM
MD
LG