د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۹

د طالبانو د اختریز پیغام په اړه غبرګونونه!


ارشیف، په غزني کې د وسله والو طالبانو د ځينو غړو انځور
ارشیف، په غزني کې د وسله والو طالبانو د ځينو غړو انځور

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د مشر ملا هبت الله په اختریز پیغام کې ځینې برخې د خوشبینۍ وړ بللې دي.

د طالبانو د مشر اختریز پیغام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د افغان حکومت د اجرا‎ئیه ریاست له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

زلمي خلیلزاد تازه په ټوېټ کې ویلي، د دغه پیغام ځینې برخې د خوشبینۍ وړ خو په کې د ځینو الفاظو کارول یې غیر ضروري بللي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ده لیکلي:

"د طالبانو د مشر د اختر په پیغام کې د افغانستان د سولې د پروسې یو څه ملاتړ، له نورو افغانانو سره دیالوګ ته لېوالتیا او په نهایت کې داسې جوړجاړی چې د واک وېش ته پکې اړتیا وي، ښې خبرې دي."

د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده تېره ورځ د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ د بین الافغاني تفاهم په برخه کې هم پرمختګ شوی دی.

خو په پيغام کې وړاندې راغلي چې دغه ډله به خپلو اهدافو ته تر رسېدو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشر له لوري پر جنګ ټینګار ته په اشارې ویلي چې د دا ډول الفاظو کارول غیر ضروي دي، د سولې خبرې پېچلې کوي او د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د ملاهبت الله په پیغام کې په جګړې ټینګار ثابتوي چې دغه ډله سوله نه غواړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل:

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

"له بده مرغه بیا هم طالبانو د افغانستان د خلکو غوښتنه (اوربند) رد کړه او په جګړه یې ټینګار وکړ، له دې معلومېږي چې طالبان سوله نه غواړي، د سولې هر فرصت طالبانو تر پښو لاندې کړی چې دا د افغانانو لپاره ښه خبر نه دی."

بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په واشنګټن کې تر دوو اوونیو تم کېدو وروسته څو هېوادونو ته خپل تازه سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې زلمی خلیلزاد به پاکستان، بلجیم، جرمني، قطر او عربي متحده اماراتو ته هم ولاړ شي، څو هلته د افغانستان د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د جلبولو او د سولې پروسې د ګړندي کېدو لپاره هڅې وکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ به اووم پړاو خبرې له اختره وروسته پيل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG