د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

فارن پالیسي: په کرونا ویروس د اخته طالب مشرانو درملنه روانه ده


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • فارن پالیسي

د امریکا چاپ خپرونې فارن پالیسي په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو په رهبرۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو د سولې په روانو هڅو کې دوی سره وېشلي دي.

لیکوال دا خبره د طالبانو، حکومت او غربي استخباراتي چارواکو په حواله کړې ده.

د لیکنې په حواله د طالبانو ګڼ عالي رتبه چارواکي اوس د درملنې په حال کې دي او د ملا عمر زوی ملا یعقوب ته د لنډمهالې رهبرۍ لپاره زمینه برابره شوې ده.

د فارن پالیسي خپرونې په حواله، د افغانستان لپاره په حساس وخت کې د طالبانو عالي رتبه مشران ناروغ شوي او په مهمو پرېکړو کې حضور نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره د فبرورۍ پر ۲۹مه د لاسلیک کړې موافقې له مخې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په کمولو بوخت دی.

د فارن پالیسي خپرونې د لیکوال تحلیل دا دی، که د طالبانو په رهبرۍ کې ګډوډي راشي، چې احتمالي تاوتریخجن رقابت ته زمینه برابره کړي، نو دا د سولې پروسې بل پړاو اغېزمنوي.

په مقاله کې، په لندن کې د ملي خدماتو شاهي انستیتیوت د یوه مخکښ متخصص اتونیو ګیستوزي خبرې هم رااخیستل چې وايي، د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخندزاده له څو اوونیو د طالبانو په غونډو کې نه تر سترګو کېږي او د هغه ځای د هغه مرستیال سراج الدین حقاني نیولی، چې د حقاني افراطي شبکې د بنسټګر زوی دی.

د ښاغلي ګیستوزي په خبره اوس حقاني هم احتمالاً په کرونا ویروس اخته دی او د طالبانو رهبري ګډه وډه شوې ده.

په کابل کې د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې له فارن پالیسي سره خبرې کړي دا تایید کړې چې د طالبانو مشران په کرونا ویروس اخته شوي، خو سرچینې ویلي دا لا ملعومه نه ده، چې ملا هبت اله اخندزاده هم په هغوی کې شامل دی او که نه.

په کوټه کې د طالبانو او د غرب استخباراتي سرچینو ویلي، د ملا عمر زوی ملا یعقوب د سراج الدین حقاني پرځای د طالبانو د عملياتو رهبري پر غاړه اخیستې ده.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي له ازادۍ راډیو سره په تماس کې د طالبانو په رهبرانو کې د کرونا وایروس د خپرېدو موضوع رد کړه او وايي د دوی ټول مشران په خپلو چارو بوخت دي.

  • اتلانتیک شورا

اتلانتیک شورا په خپله ویبپاڼه کې د فرانسې او کاناډا لپاره د افغانستان د پخواني سفیر عمر صمد لیکنه خپره چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي پر اهمیت راڅرخي.

لیکوال وايي، د کرونا ویروس لانجې، اقتصادي رکود، د راتلونکي په اړه غیریقیني حالت او د روژې پر مهال تر ناامنیو وروسته بالاخره افغانستان د اختر پر درېیو ورځو کې په اوربند سره سیاسي پرمختګ تجربه کړ.

د لیکوال په باور داسې ښکاري چې تر اختر وروسته هم دا څو ورځې نافذ شوی اور لا هم رعایت کېږي او تر څنګ یې د دواړو خواوو له خوا د بندیانو تبادله روانه ده.

د اتلانتیک شورا په مقاله کې لیکوال هیله ښوولې چې د بندیانو تبادله ښايي د بین الافغاني مذاکرو پیل ته زمینه برابره کړي او د افغان ډیپلوماتیکو سرچینو په باور ښايي دا مذکرې په جون میاشت کې راتلونکې دوشنبه یې اوله ده، وشي.

بین الافغاني مذاکرې چې د مارچ میاشتې لسمې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د لانجې له کبله وځنډول شوې.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سولې مرکچي ډله چمتو ده هره شېبه له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د اختر درې ورځنی اوربند، د تاوتریخوالی کمښت او د بندیانو خلاصون هغه څه دي چې د مخامخ خبرو لپاره‌یې ښه زمینه برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG