د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د ناټو راپور: طالبانو مالي او نظامي خپلواکي ترلاسه کړې او یا ورته نږدې شوي


د انځور ښي لور ته ملا برادر او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د انځور ښي لور ته ملا برادر او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د ناټو د یوه محرم او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له لوري د یوه برابر شوي راپور پر بنسټ، د طالبانو پراخېدونکی مالي قوت کولای شي دغه ډله چې له جګړې وروسته افغانستان کې د ونډې لپاره مذاکرات کوي، د نړیوالې ټولنې له فشاره خوندي وساتي.

دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې "طالبانو مالي او پوځي خپلواکي ترلاسه کړې او یا هم ترلاسه کولو ته یې نژدې شوي دي"، دا هغه سناریو ده چې دغه سخت دریځه (افراطي) سني ډله به ورسره وکړای هغه اصلي ژمنې ماتې کړي چې د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا په منځګړیتوب کړې دي.

د ناټو په محرم راپور کې له لوړپوړو طالبانو، افغان چارواکو او بهرنیو کارپوهانو سره د مرکو په استناد راغلي: "مالي خپلواکي به طالبانو ته دا وړتیا ورکړای شي چې د حکومتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو ملاتړ ته له اړېدو پرته، خپله بلواګري په خپله له مالي پلوه سمبال کړي."

راپور کې راغلي: "دا به له شک پرته، د [القاعده] په شمول له تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې بیمه کړي."

د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو خپل مالي قوت د مخدره موادو د غیر قانوني سوداګرۍ، د کانونو د غیر قانوني کېندنې او د صادراتو د عوایدو له درکه زیات کړی او په تخمیني توګه یې په تېر مالي کال کې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۰مه پای ته ورسېد، ۱،۶ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو زیاتېدونکي عواید د دغې ډلې د نوي او ځان غوښتونکي پوځي مشر ملا یعقوب له لوري څارل کېږي، یعقوب د طالبانو مالي مسئولیت هم په غاړه اخیستی دی.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو د پخواني معنوي مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب دغه شان هڅه کوي چې د دغې سخت دریځې (افراطي) ډلې مشري ترلاسه کړي.

د ناټو محرم راپور زیاتوي: "د ملا یعقوب هدف ځان بسیاینې ته د افغان طالبانو رسول دي، یعنې د خپل پوځي کنټرول لاندې سیمو کې له بالقوه عوایدو ګټه اخیستل چې وکړای شي بهرني مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ ته له اړتیا پرته عمل وکړي."

په دغه راپور کې چې خبریالې او څېړونکې لین او داونل چمتو کړی، خبرداری ورکړ شوی چې د طالبانو د مالي قوت پراختیا کولای شي: "دغه ډله له هغو احتمالي فشارونو خوندي کړي چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو د نه پرې کولو په صورت کې پرې راځي."

د دغه خبرداري په دوام راغلي "تر هغو چې په دې برخه کې نړیوال اقدام کېږي، طالبان به له ثابتې بودجې او د سیمې هېوادونو له ملاتړ سره، د یوه ډېر مالي وسمن سازمان په توګه په خپل ځای پاتې وي."

راپور دغه شان زیاتوي: "له افغانستانه د امریکا په وتلو او کابل کې واک ته د طالبانو له احتمالي رسېدو سره به د یوه بې ثباته کوونکي ځواک په توګه د دغې ډلې رول نه یوازې په سویلي اسیا، بلکې په ټوله نړۍ کې پياوړی شي."

د کارپوهانو په باور، که څه هم ملا یعقوب د سولې د هوکړې ملاتړ کوي، خو روښانه نه ده چې د طالبانو په مشرتابه کې به بدلون د سولې پروسه باندې څه اغېز ولري.

د ناټو دغه محرم راپور په خلیجي هېواد قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سپټمبر د ۱۲مې نېټې د رسمي خبرو له پیل مخکې، چمتو شوی و.

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یوه څنډه کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړي
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یوه څنډه کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړي

دغه مذاکرات چې له اوږده ځنډ وروسته پيل شوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د تاریخي هوکړې یوه برخه ده.

د دغې هوکړې پر بنسټ، نړیوال ځواکونه د طالبانو له لوري له تروریزم سره د مبارزې د تضمین، د دایمي اوربند د ژمنې او له افغان حکومت سره واک کې د ګډون بدل کې، د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.

  • د نغدي سرچینو پراختیا

ملا یعقوب، تر هغو چې طالبانو د هغه د پلار- ملا عمر مړینه اعلانوله، عملاً یو نا پېژندل شوی کس و.

د اطلاعاتو پر بنسټ، ملا عمر دوه کاله مخکې له دې اعلانه په پاکستان کې مړ شوی و.

له هغې وروسته، ملا یعقوب ورو ورو د طالبانو لیکو کې مطرح شو.

دی په هماغه کال وروسته له دې چې د خپل پلار د ځای ناستیتوب هڅو کې ناکام شو، په پیل کې د دغې ډلې مرستیال مشر او په وروستیو کې د پوځي مسئول په توګه په ډېره ځواکمنه دنده وګومارل شو.

ملا یعقوب وتوانېد تر پام وړ کچې د سترو مالي شبکو کنټرول ترلاسه کړي، هغه په ۲۰۱۶ کال کې د دغې ډلې د مشرتابه له تصویب وروسته، د عوایدو د ډېرولو لپاره یوه مالي کمېټه جوړه کړه.

د ناټو په راپور کې راغلي چې د ملا یعقوب په مشرتابه طالبان: "د افغانستان ډکو کاني سیمو ته لېږدېدلي او د دغې ډلې په خپل اعتراف، مالي برخه یې د دوی له تمې پورته کچې ته رسولې ده."

د عوایدو عمده لارې یې "د مالیاتي لارو چارو ښه کول، له عمده پلورونکو برخې سره د اړیکو له لارې د صادراتي بازارونو جوړول او له ډبرو سکرو او مالګې نیولې د یاقوتو او زمردو په څېر قیمتي ډبرو د بېلابېلو صادراتي اقلامو سوداګري" ده.

یو شمېر طالب جنګیالي
یو شمېر طالب جنګیالي

د پاکستان په جنوب لویدیځ ښار کوټه کې له مېشتو دریو لوړ پوړو طالبانو سره چې ویل کېږي د دغې ډلې له مالي څانګې سره تړاو لري، د دغه راپور د لیکوالې د مرکو پر بنسټ، له هغه راهیسې چې ملا یعقوب د طالبانو ډلې د مالي چارو مسئولیت اخیستی، دغه ډله توانېدلې خپل عواید له نژدې یو میلیارد ډالرو، ۱٬۶ میلیاردو ډالرو ته زیات کړي.

د ملا یعقوب په څار د ټولو شویو عوایدو لېست چې د طالبانو د غړو له خوا ورکړ شوی ښيي چې دغې اورپکې ډلې تېر مالي کال کې ۴۶۴ میلیونه ډالره د کان کیندنې، ۴۱۶ میلیونه ډالره د مخدره موادو، ۲۴ میلیونه ډالره له بهرنیو هېوادونو او وګړو، ۲۴۰ میلیونه ډالر نور له صادراتو، ۱۶۰ میلیونه ډالره له مالیاتو او ۸۰ میلیونه ډالر د املاکو له درکه ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د ۱٬۶ میلیارد ډالري عوایدو خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له ارقامو سره چې په مې میاشت کې اعلام شوي، ورته ده.

کمېټې ویلي چې دغه عواید له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ۱٬۵ میلیارده ډالرو ته زیات شوي دي.

د افغانستان له کانونو لاسته راغلي قیمتي ډبرې
د افغانستان له کانونو لاسته راغلي قیمتي ډبرې

د طالبانو د عوایدو د زیاتوالي اصلي سرچینه کان کیندنه ده.

له دې درکه د طالبانو عواید په ۲۰۱۶ کال کې له ۳۵ میلیونه ډالرو په ۲۰۲۰ کال کې ۴۶۴ میلیونه ډالرو ته زیات شوي دي.

د طالبانو له یوه غړي سره د مرکې پر بنسټ، چین او متحده عربي امارات له دغې ډلې د خامو موادو له سترو پېرونکو وو.

د تریاکو غیر قانوني قاچاق د طالبانو د عوایدو یوه بله اصلي سرچینه ده.

د نړۍ ۹۰ سلنه هیروئین د افغانستان سوېل کې د طالبانو له خوندي سیمې، هلمند وادۍ ترلاسه کېږي.

طالبان له کوکنار کرونکو مالیات اخلي، هغوی دغه شان د سیمې هېوادونو ته د مخدره موداو په قاچاق کې چې له هغه ځایه بالاخره اروپا او شمالي امریکا ته رسېږي، ښکېل دي.

ارشیف؛ هلمند کې د کوکنارو کروندې
ارشیف؛ هلمند کې د کوکنارو کروندې

په دغه راپور کې ملا یعقوب ته د نژدې کسانو د خبرو پر بنسټ راغلي: "د سازمان د مالي چارو د کنټرول او پراختیا لپاره د ملا یعقوب هڅې په دې معنی دي چې طرحې یې کولای شي د دغې ډلې عواید په کال کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي."

  • بهرنی ملاتړ

د طالبانو د میلیارد ډالري سوداګریزې امپراتورۍ ترڅنګ، دغې ډلې ته بهرني ملاتړ هم بنسټیز ارزښت لرلی دی.

د ناټو محرم راپور وايي، ملا یعقوب هڅه کوي چې د مالي ځان بساینې له لارې دغه اتکا پای ته ورسوي.

راپور وايي: "طالبانو خپل مالي امکانات یوه خپلواک سیاسي او پوځي بنسټ ته د اوښتو په هیله زیات کړي دي."

د طالبانو اصلي ملاتړی، پاکستان له اوږدې مودې اورپکو ته په پناه ورکولو او هغوی سره په مرستې تورن دی.

له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ۱۹۹۰مې لسیزې ته ورګرځي، هغه مهال چې اورپکو ته ‎یې وسلې، روزنه او اطلاعات برابرول.

پاکستان له هغو دریو هېوادونو و چې د طالبانو رژیم ‎یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده.

وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو، ګڼ شمېر طالبانو پاکستان ته پناه یووړه.

ناظران وايي، پاکستان په افغانستان کې خپلو اوږدمهالو ستراتېژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره طالبانو ته د بیمې په سترګه ګوري، چې دا اهداف په کابل کې د یوه پاکستان پلوي حکومت رامنځته کول او د هند د اغېز کابو کول دي چې له کابل سره نژدې اړیکې.

بل ګاونډي هېواد ایران هم تایید کړې چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو ټینګار کوي چې دغه اړیکې یې په افغانستان کې د ایراني اتباعو له خوندیتابه د ډاډمنېدو او د سولې خبرو ته د دغې ډلې د هڅولو په هدف دي.

خو امریکا بیا ایران طالبانو ته د بېلابېلو مرستو په برابرولو تورنوي، هغه تورونه چې ایران تل رد کړي دي.

په هغه راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې خپور شو، د امریکا د دفاعي اطلاعاتو اژانس (ډي،ای،اې) ویلي چې ایران طالبانو ته مالي، سیاسي، روزنیز او تجهیزاتي ملاتړ برابر کړی دی.

روسیې هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې یې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د جنګیالیو د ګډ ګواښ له امله‎ په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي دي، خو امریکا روسیه له طالبانو سره په تسلیحاتي مرسته تورنوي چې مسکو دا تورونه بې‎بنسټه بللي دي.

مسکو کې د ځینو افغان سیاستوالو او طالبانو ناسته؛ May 30, 2019
مسکو کې د ځینو افغان سیاستوالو او طالبانو ناسته؛ May 30, 2019

په تېرو دوو کلونو کې، مسکو د طالب مشرانو او د افغانستان حکومت د سیاسي مخالفینو په وربللو سره، د افغان سولې په اړه د دوو نړیوالو کنفرانسونو کوربه و.

په جولای میاشت کې، امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د روس پوځ یوې اطلاعاتي څانګې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یا نورو ناټو غړو هېوادونو د ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام وړاندیز کړی دی.

مسکو او طالبانو دغه راپورونه چې د ناتایید شویو اطلاعاتي ارزونو پر بنسټ وو، رد کړي دي.

په ورته وخت کې، طالبان له پاکستان، ایران او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په شمول له خلیجي هېوادونو پام وړ مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۸ کال یو راپور وايي: "خلیج سیمه لاهم د طالبانو لپاره اړین موقعیت شمېرل کېږي څو د مخدره موادو عواید د افرادو د شبکو، شرکتونو، جوماتونو او مدرسو، دغه‎راز ګڼو خیریه بنسټونو له لارې پرېمینځي (تورې پیسې قانوني یا سپینې کړي)."

د بي بي سي د ۲۰۱۸ کال د یوه راپور پر بنسټ، بهرنۍ مالي مرسته د طالبانو د عوایدو عمده برخه جوړوي او ان ښايي په کال کې ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې "د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان، سي،ای،اې د یوه محرم راپور" په استناد، طالبانو ۱۰۶ میلیونه ډالره له بهرنیو سرچینو "په ځانګړې توګه له خلیج دولتونو" ترلاسه کړي دي.

  • نسلي یا سِني بدلون

د طالبانو د مالي قوت پراختیا د ملا یعقوب له لوري هغه دریځ ته د رسېدو د هڅو یوه برخه ده چې بالاخره به د طالبانو مشرتابه ته په رسېدو کې مرسته ورسره وکړي.

دغه راپور وايي: "ملا یعقوب په ماهرانه او فرصت غوښتونکې توګه په ‘کویډ-۱۹’ د طالب مشرانو د اخته کېدو موضوع پر دغې ډلې د خپل کنټرول د لا پراخولو له پاره کارولې ده."

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو مشر ملا هبت‎الله او د دغې ډلې مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج‎الدین حقاني په کورونا ویروس اخته شوي وو.

حقاني شبکه د طالبانو ځواکمنه څانګه ده چې امریکا هغه یو تروریستي سازمان بولي.

د طالبانو مشر ملا هبت‎الله
د طالبانو مشر ملا هبت‎الله

طالب چارواکي د فارین پالیسي خپرونې هغه راپور چې د طالبانو د نوم پټو سرچینو له قوله جوړ شوی او په‎کې راغلي چې ملا هبت‎الله اخندزاده په ‘کویډ-۱۹’ اخته شوی او احتمالاً له هېواده بهر د درملنې پر مهال مړ شوی دی، ردوي.

د ناټو په محرم راپور کې راغلي: "ملا یعقوب اوس‎مهال پوځي او مالي ځواک دواړه ولکه کړي او که د دغې ډلې د ځینو شوراګانو او مشورتي ټولنو د تمې خلاف دغه وضعیت وساتلی شي، کولای شي د همدې میلادي کال تر پایه رسماً د طالبانو په لوړه مشرۍ ومنل شي."

د ملا عمر د مشر زوی په توګه د ملا یعقوب مخورتوب هم د جګړې ډګرونو کې د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ د هغه پوړۍ، دریځ، او ځای لوړ کړی دی.

راپور وايي، خو د مشر کېدو لپاره د ملا یعقوب هڅې کولای شي په دغې ډله کې د واک جګړه توده کړي او په ډېر احتمال سره به دغه وضعیت د تاوتریخوالي لامل شي او "د افغانستان له حکومت سره د سولې پروسه به له پامه وغورځوي."

کارپوهان ملا یعقوب نسبتاً معتدل ځواک ګڼي چې د مذاکراتو له لارې د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی.

دی د ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو ډلې یو بنسټ ایښودونکی او د ملا عمر پخوانی مرستیال دی، له ملاتړه برخه‎من دی.

ملا برادر چې کلونه د پاکستان په یوه زندان کې تېر کړي، د طالبانو سیاسي مشر دی او له امریکا سره په مذاکراتو کې یې د دغې ډلې د سولې د مرکچي پلاوي مشري کوله، هغه مذاکرات چې د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې پیلامه شوه.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

خو راپور خبرداری ورکوي چې د ملا عمر له «پخواني ساتونکي» نه یوه ډېر فرصت غوښتونکي او ښایي خورا سخت زړي کس ته د ملا یعقوب اوښتل د نسلي یا سِني بدلون نښه ده."

  • تروریست شریکان

د ناټو راپور خبرداری ورکوي، مالي ځان ویساینه به طالبانو ته دا ډاډ ورکړي چې "(بهرنی) فشار پرې اغېز نه شي کولای" او زیاتوي چې جنګیالي کولای شي هغه ژمنې ماتې کړي چې د امریکا محوریت لاندې یې د سولې خبرو کې کړې دي.

له امریکا سره د طالبانو د سولې په هوکړه کې د ژمنو له ډلې، یوه هم دا ده چې د القاعده په شمول ترهګرې ډلې دې د افغانستان خاوره د برید پلانولو له پاره د خوندي پټنځای په توګه ونه‌کاروي.

خو د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جولای میاشتې په یوه راپور کې راغلي، القاعده لا هم له طالبانو سره "نژدې اړیکې" لري او زیاته کړې یې ده چې دغه تروريستي ډله "هره ورځ د طالبانو د هغه ټیټ پوړو غړو ملاتړ او له هغوی سره یوځای کار کوي چې د افغانستان حکومت د کمزورولو مټې یې نغښتې او په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو او لوېدیځو نښو د برید روانه تلوسه لري."

د ملګرو ملتونو د جون میاشتې یو راپور وايي، القاعده او طالبان "د ملګرتیا، د ګډې مبارزې د مخینې، ایډیالوژیکي خواخوږۍ او خپلمنځي ادغام پر بنسټ نژدې پاتې کېږي."

راپور زیاتوي چې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال طالبانو له القاعده سره "منظمې سلا مشورې" کولې او هغوی ته‎یې "ضمانتونه ورکړي چې‌ ګډو تاریخي اړیکو ته به درناوي کوي."

یو شمېر طالب جنګیالي
یو شمېر طالب جنګیالي

د ناټو محرم راپور دغه‎راز وايي چې طالبانو د القاعده په شمول په نورو سازمانونو کې د خپلو دودیزو متحدینو په همکارۍ چې د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري رسماً تروریستي ډلې پېژندل شوي له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي.

راپور زیاتوي: "طالبانو په خبرو او عمل کې ښکاره ښودلې چې له [القاعده] او نورو جهادي سازمانونو سره د اړیکو شلولو لېوالتیا نه‎لري."

"لنډه دا چې، افغانستان یو ځل بیا د واک له هغسې تشې سره مخامخېدلی شي چې [القاعده] یې په کارولو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه پر امریکا بریدونه وکړل."

راپور وايي، د دې لپاره چې افغانستان په "بې‎دولتي حاکمیته خاورې چې تاوتریخجنه جهادپالنه‎یې سیمه او پاتې نړۍ وګواښي" بدل نه‎شي ناټو باید په پیل کې "د طالبانو د ثروت تولیدوونکو فعالیتونو ضد اقدام وکړي."

راپور دغه‎ راز د اتلانتیک د دواړو غاړو له ائتلاف نه غوښتي چې د طالبانو ټولې څېرې او په هغوی پورې تړلي کسان د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست لیرې نه‎کړي، بلکې هغه سوداګریزې مؤسسې او کسان چې د طالبانو د مالي چارو لپاره اسانتیا برابروي هم په دغو بندیزونو کې شامل کړي او په ورته وخت کې د افغانستان پر غیر قانوني محصولاتو د نړیوالو بندیزونو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG