د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

مېل انلاین: د افغان سولې خبرو له ادامې سره لسګونه کسان په جګړه کې وژل شوي


Generic – Detail of a pile of international newspapers
Generic – Detail of a pile of international newspapers
  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده «د افغان سولې د خبرو له ادامې سره په لسګونو کسان په جګړه کې وژل شوي دي».

د دې مقالې په پيل کې خپرونې د جلال‌اباد د چهارشنبې د ورځې د لاریون هغه عکس خپور کړی دی چې ازادي راډیو هم د دې لاریون له راپور سره یوځای په خپله وېب‌پاڼه کې خپور کړی دی.

په دې تصویر کې یو شمېر افغان مېرمنې ښکاري چې ځینو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ماسکونه اغوستي، ځینو چادرۍ پر سر دي او یوې نیمې پوړنی پر سر کړی دی. دوی یوه لیکنه له ځانونو سره وړي چې په‌کې لیکل شوي دي: "په لومړي قدم کې له دواړو لورو غواړو چې اوربند اعلان کړي."

دا هغه غوښتنه ده چې حکومتي پلاوی یې د خبرو پر مهال طالبانو ته کوي، طالبانو ویلي دي چې لومړی باید د جګړې پر عواملو خبرې وشي، علت روښانه شي او بیا اوربند وشي.

مېل انلاین د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې تازه نښتو ته اشاره کوي او د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي خبرې رااخیستې دي چې رسنیو ته‌یې ویلي دي په وروستیو جګړو کې ۳۰ طالبان او ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.

مېل انلاین د سولې د خبرو په اړه یوازې دا لیکلي دي چې د زندانیانو د تبادلې له ځنډېدو وروسته دا خبرې د واشنګټن او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د هوکړې له مخې پيل شوې دي.

  • انلاین دي بولوارک

یوې بلې خپرونې، انلاین دي بولوارک د افغانستان د جګړې د پایلو په اړه لیکنه خپره کړې ده. خپرونې د امریکا د سیاسي چارو د یوه کارپوه نوام چامسکي خبرو ته اشاره کړې ده چې یو وخت‌یې په افغانستان کې د یوه غلي قتل عام وړاندوینه کړې وه، خو د خپرونې په باور څه چې پېښ شول بل څه و.

خپرونه افغانستان ته د شااوخوا دوه میلیونه کډوالو بېرته ستنېدنه یادوي چې د شوروي اتحاد د ځواکونو د اشغال په وخت او له هغه وروسته له افغانستانه تللي وو.

خپرونې د یوه بل امریکایي سیاستوال پاول بیرمن دا خبره رااخیستې ده چې یو وخت‌یې ویلي و، عام قتلونه د هېوادونو نفوس زبېښي، خو پر افغانستان تېري، د دې هېواد نفوس ۱۰ په ۱۰۰ کې زیات کړی دی. په دې ډول بیرمن د نوام چامسکي د پیش بیني برعکس خبره کړې ده، یعنې نفوس زیات شوی دی.

د دې لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته د امریکا جګړې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د شخړو له امله خلک بې‌ځایه کړل.

د خپرونې په باور له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۹ په نړۍ کې د کډوالو شمېر دوه برابره شو او له ۴۰ میلیونه ۸۰ میلیونو ته ورسېد.

بولوارک خپرونې په ځانګړي ډول په خپرې کړې مقاله کې د افغانستان، عراق او سوریې بې‌ځایه شوي یاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG