د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د سولې مذاکراتو د دوام لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي نوی شرط مطرح کړ


د طالبانو د مرکچي پلاوي یو انځور
د طالبانو د مرکچي پلاوي یو انځور

طالبان وايي، له افغان دولت سره د دوی د پیل شویو خبرو اساس، له امریکا سره شوې هوکړه ده.

د دغې ډلې مرکچي پلاوی وايي، له امریکا سره د طالبانو د سولې شوی تړون له افغان دولت سره د مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط دی او که ونه منل شي، خبرې به ګټه ونه لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا خیراالله خواه د طالبانو د العماره ویب پاڼې سره په خپله وروستي مرکه کې چې ویلي، افغان مرکچي پلاوی ټینګار کوي چې د دوی مذاکرات یو نوی پیل دی او هغه څه نه‌دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې دوام وبلل شي.

طالبانو سره د سولې خبرو دوهمه اوونۍ؛ 'خبرو کې ځیني لانجمن مسایل مطرح شوي'

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس پلاویو غونډې ولې ځنډېدلي؟

ښاغلی خیرخوا زیاتوي، دوی ځکه دا منطق نه‌مني چې د اوسنیو خبرو د پیل لپاره اساسي بنسټ، له امریکا سره شوې هوکړې برابر کړی دی.

هغه زیاته کړه: "که دوی دغه اوله ماده ونه مني چې له مخې یې موږ مذاکراتو ته داخل شوي یوو چې هغه دا تړون دی او اساس یې همدغه دی.

بیا پر نورو مسایلو بحث ګټه نه‌لري. اول باید دا اساس کېږدو، بیا نورو مسایلو ته ولاړ شوو."

خو ښاغلی خیرخوا په ډېرو مسایلو د هوکړې خبره هم کوي.

موږ په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوي، د ملي مصالحې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او تر هم ولسمشرۍ ماڼۍ سره د طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه اړیکه ونیوه، خو په دې اړه څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله

خو تازه د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له هشت صبح ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي، دی د خبرو دوام ته هیله‌مند دی او یو شمېر پېچلي بحثونه شته چې خبرې اوږدولای شي.

هغه ویلي: "زه خپله هیله‌مند یم، خو د موضوع له ټولو ژورو هم خبر یم، ځکه متاسفانه یا خوشبختانه په داسې شرایطو کې پاتې شوی یم چې مسایل مې تجربه کړي دي او پوهېږم چې دا موضوعات اسان نه‌دي، د افغانستان خلک دې مسئلې ته په هیله‌مندۍ، وېرې او اندېښنې ګوري، زه دوی درک کوم."

په همدې حال کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، دوحه کې یې له طالبانو سره له تېرو دریو ورځو راهیسې مخامخ نه دي لیدلي، خو وایي خپل منځي غونډې او له طالبانو سره تماسونه دوام لري.

د دغه پلاوي یوې غړې حبیبې سرابي ازادي راډیو ته وویل، د یوه او بل د تورنولو پرځای به ښه داوي چې بحثونه منجمند نه وي او نرمښت په کې وي.

هغې زیاته کړه: "تماسونه شته، دا په دې معنا نه ده چې مونږ هېڅ غونډه نه لرو او خبرې دوام نه کوي، دا چې د مرکچیانو له منځه خبرې بهر وځي، سمه ده چې طالبان یې تور پر مونږ لګوي، خو موثق موارد شته چې طالبانو هم دا خبرې بهر ایستلي دي."

طالب مرکچیانو مقابل لوری تورن کړی چې د هوکړې خلاف یې اختلافي مسایل رسنیو ته ویلي دي.

طالبان پر دو مسایلو ټینګار کوي چې حنفي فقهې ته دې رجوع وشي او د دوی د خبرو بنسټ دې له امریکا سره د دوحې هوکړه وبلل شي، خو د دولت مرکچیان ورسره موافق نه دي.

د سولې په خبرو کې داسې مهال دا اختلاف جوتېږي چې تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مذاکراتو کې پېچلتیا ته اشاره کړې ده.

عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله یوه لیکنه کې چې نن خپره شوې لیکلي: "په قطر کې د مذاکراتو پر مهال به ځینې جنجالونه وي، خو د مذاکراتو په مېز د خبرو ځنډ له دې غوره دی چې د جګړې په ډګر دې وینه توی شي."

عمران خان
عمران خان

عمران خان زیاته کړې، د خبرو پر مهال کړکېچ پیدا کېدای شي، خو د بریا لپاره یې باید دواړه لوري زغم، پراخه سینه او د جوړ جاړي چاپیریال رامنځته کړي.

د پاکستان صدراعظم دا هم ویلي، چې د سولې خبرې د تاوتریخوالي او د جګړې د شدت پر مهال دوام نه‌شي کولای او اړینه ده چې دواړه خواووې تاوتریخوالی را کم کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچې پلاوي تر منځ د سولې د رسمي خبرو پر کړنلاره د بحثونه پرون دوه اوونۍ پوره شوې خو لا هم نه‌ده وروستۍ شوې.

XS
SM
MD
LG