د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو خبرې کوم ځای ته ورسېدې؟


ارشیف، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
ارشیف، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې دی چېرې چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو لپاره غونډې کوي.

خلیلزاد وروسته له دې قطر ته لاړ چې د درېیو اوونیو له تېرېدو وروسته هم د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلې د رسمي خبرو لپاره د اجنډا او کړنلارې پر سر جوړ نه‌دي راغلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د دې خنډ د پای ته رسېدو لپاره پر دواړو خواوو غږ وکړ چې په دې نیت دې خبرې نه‌کوي چې د یو بل دښمنان دي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "ښه خبره دا ده دواړه طرفونه چې هلته کېني د مذاکرو لپاره دوی دې په خپل منځ کې داسې فکر نه‌کوي لکه دوه دښمنان چې ناست وي او له یو بل نه امتیاز اخلي. دوی دې په دې نیت کېني چې موږ له یوه مشکل سره مخ یوو او دا مشکل څنګه حل کوو."

عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ دوحې ته د ښاغلي خلیلزاد تر رسېدو مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، خلیلزاد هڅه کوي چې د دواړو خواوو له استازو سره وویني او په خبرو کې د هغوی له پرمختګه خبر شي.

پرون په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر او شارژدافیر وویل چې متحده ایالات او نور هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره هرې هغې مرستې ته چمتو دي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې په اړه د بحث پر مهال د هغو اړتیا ویني.

راس وېلسن دا څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ته د متحده ایالاتو له‌خوا د مصنوعي تنفس د ۱۰۰ وسیلو یا وینټلاټورونو د مرستې د سپارلو پر مهال په یوه غونډه کې وکړې. هغه وویل، په دوحه کې د سولې خبرې ښايي یو څه زیات وخت واخلي ځکه دواړه لوري له صفر څخه پیل کوي.

ښاغلي وېلسن زیاته کړه د امریکا او د نورو هغو هېوادونو د نظریو منل چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کوي په خبرو کې په ښکېلو خواوو پورې اړه لري.

د امریکا سرپرست سفیر وویل، امریکا دا لېوالتیا نه‌لري چې پر مرکچي پلاوو خپل نظر تحمیل کړي، بلکې د اړتیا په صورت کې مرستې ته چمتو دی.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې دواړه خواوې د رسمي خبرو لپاره د کړنلارې پر سر موافقې ته نږدې شوي دي.

ښاغلی خوځون وايي: "یو څه پرمختګ شوی او تقریباً دا مسئله حل شوې وبولئ ځکه چې د دواړو خواوو عمومي ناسته لا نه‌ده شوې چې تصویب‌یې کړي، خو دا مسئله هماغسې حل شوې چې موږ غوښته."

ده په عین حال کې وویل چې پر یوې مسئلې لا اختلاف حل شوی نه‌دی، خو ژر به حل شي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي مصالجې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې یو له هغو خنډونو چې د دوحې د خبرو اترو د پرمختګ مخه‌‌یې ډب کړې د فقې مسئله وه چې تر ډېره حل شوې ده.

د ښاغلي عبدالله په وینا، دواړه لوري د سولې په مذاکراتو کې له شیعه‌ګانو سره له تبعیض پرته د حنفي فقې د نقش له منلو سره سلا شوي دي.

که څه هم په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو غړي ټینګار کوي چې د دوی په خبرو کې هېڅ بهرنی نه‌شته او نه په‌کې رول لري، خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې خلیلزاد وروسته له دې له واشنګټن څخه د دوحې په لور وخوځېد چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې خنډ پېښ شو.

XS
SM
MD
LG