د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

خلیلزاد: د تاوتریخوالي زیاتېدل د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل ګرځېدلې


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړې کچې اندېښمن دی. دی وایي د تاوتریخوالي لوړه کچه د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل ګرځېدلې.

زلمي خلیلزاد دا خبره یکشنبه د ازادي راډیو له تاجکي څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه. خلیلزاد چې له دوحې وروسته تاجکستان ته تللی و، ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت او طالبان باید ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمښت په څېر په اصلي موضوع‌ګانو بحثونه پيل کړي او د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د لانجې د حل داسې لار ولټوي چې په مټ‌یې د وینې تویېدل بند شي.

خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې سولې ته د رسېدو اصلي مانع څه ده؟ داسې وویل: "یو لوی خنډ تاوتریخوالی دی. دا تاوتریخوالی چې لا ډېر زیات دی د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌باورۍ له زیاتېدو سره مرسته کوي چې ایا د سولې په مسئله کې جدي دي که نه. موږ د جنګ د تاوتریخوالي د کمېدو پلوي یو او په دوحه کې مو چې کوم بحثونه درلودل (طالبان او حکومت) ومو هڅول چې باید د جنګ تاوتریخوالی راټیټ شي."

خلیلزاد بیا دا هم وویل چې ښايي ستونزمنه وي د افغانستان د څلورو لسیزو جګړه په څو ورځو یا اوونیو کې ختمه شي، خو د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د دې ډېر لېواله ده چې دا جګړه ژر تر ژره بنده شي.

ننګرهار کې د برید له امله ټپي شوې ماشومه
ننګرهار کې د برید له امله ټپي شوې ماشومه

په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان بېلابېلې سیمې د ماین چاودنو، هدفي وژنو او نا امنیو شاهدې دي.

ننګرهار کې د وروستي خونړي برید له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د ننګرهار پرونی برید جنګي جنایت دی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د دوی د موندنو په اساس د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ترهګریزو بریدونو ۵۳۳ افغان ملکیان وژلي او ۴۱۲ نور ټپیان دي.

دغه کمېسیون د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي او خونړیو بریدونو دوام د سولې له روانو خبرو سره کاملاً په ټکر کې دي.

د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو تازه بېلګه د ننګرهار د غني‌خېلو موټر بم چاودنه ده چې په‌کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

د پېښې دوو عیني شاهدانو قاري عادل او سید فاضل ازادي راډیو ته وویل: "ودردول، ډېر واړه او کوچني ماشومان او ښځې په‌کې پرونۍ، خو داسې زبونه پېښه وه چې ټول ولس او افغانان شهیدان شول."

سید فاضل وویل: "ما چې په روغتون کې خپل ټپي عزیزان ولیدل، دا راته ډېر دردوونکی حالت و، دلته ټول هغه ماشومان ټپي پراته دي چې عمرونه‌یې له پنځو تر اوو کالو وو، یعنې دا یو لوی درد دی."

قطر کې د افغانستان سولې په اړه خبرې
قطر کې د افغانستان سولې په اړه خبرې

په افغانستان کې داسې وخت مرګونه بریدونه ورځ تر بلې د لا زیاتو ملکیانو ژوند ګواښي چې د افغانستان دولت او طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی وايي په دوحه کې په دوو مسئلو لا موافقه نه‌ده شوې، خو د طرزالعمل په اړه نور مسایل حل دي.

هغه زیاته کړه: "د خبرو لپاره په طرزالعمل باندې بحثونه روان دي. له ۲۰ مسئلو چې مطرح شوي په ۱۸ باندې موافقه شوې او یوازې دوه فقرې لا نه‌دي بشپړې شوي. موږ طبعاً هیله‌من یو چې پرمختګ وشي او بیا په اجنډا باندې بحثونه وشي."

له دوحې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم او د افغان دولت د مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته لیکلي چې شنبه او یکشنبه د دوی ټیمونو سره نه‌دي کتلي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

خونړي بریدونه هره ورځ د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي، خو دواړو ټیمونو لا نه‌دي واضح کړي چې د طرزالعمل د لانجمنو مسئلو حل څومره وخت نیسي او مرکچیان به څه وخت د جنګ او تاوتریخوالي په درېدو خبرې پیلوي.

XS
SM
MD
LG