د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

ننګرهار کې د وروستي خونړي برید له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد


ننګرهار کې پرونی برید
ننګرهار کې پرونی برید

په افغانستان کې د موټر بم حملو، بمي چاودونو او له امله يې د تلفاتو زیاتېدو تازه اندېښنې راپیدا کړي دي.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ چې د غني خېلو په بازار کې موقعیت لري د تېرې ورځې د موټر بم حملې د وژل شویو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.

د دې ولایت سیمه‌ییزو چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې په دې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او څلویښت نور ټپيان دي خو تازه راپورونه وايي، چې په روغتون کې د ټپيانو له ډلې د یو ماشوم په ګډون درې نورو کسانو ساه ورکړې ده.

ولایتي مسؤلینو ویلي چې د تېرې ورځې په پېښه کې ډېری ټپيان يې ماشومان دي.

په همدې حال کې نن سهار کابل هم د دوه بېلابېلو پېښو شاهد وو چې له امله يې درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل چې د بګرامۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې د درې تنه وژل شوي دي.

دغه شان د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د چسپکي ماین چاودنه کې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړي حمدالله ارباب په موټر شوې یو تن ټپي او بل وژل شوی دی.

ننګرهار کې د پروني برید ټپي شوې ماشومه
ننګرهار کې د پروني برید ټپي شوې ماشومه

په همدې حال کې نن سهار کابل هم د دوه بېلابېلو پېښو شاهد وو چې له امله يې درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وویل چې د بګرامۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې د درې تنه وژل شوي دي.

دغه شان د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د چسپکي ماین چاودنه کې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړي حمدالله ارباب په موټر شوې یو تن ټپي او بل وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په وروستیو کې په دې هېواد کې بمې چاودنې، وسله والې حملې او له امله يې تلفات زیات شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰ ترورستي حملې شوي چې په کې انتحاري حملې، بمې چاودنې، هدفي وژنې او راکټي حملې شاملې دي، د دې حملو مسؤلیت طالبانو ته ورګرځي، او په دې پېښو کې له بده مرغه زموږ ۲۱۰ وطنوال وژل شوي او ټپيان شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د موټر بم حملې له امله ۱۰ تنه ووژل چې د دوه مېرمنو په ګډون په کې ۴ تنه ملکي وګړي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو انتحاري حمله کوونکی هدف تر رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوی دی.

تر دې دمه په ننګرهار کې د موټر بم حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

افغان حکومت د طالبانو کار بللی دی او وسله‌والو طالبانو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنه کوي.

ارشیف
ارشیف

طالبانو له دې وړاندې ویلي وو چې له امریکا سره د سولې له هوکړه لیک وروسته يې په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان په دې هېواد کې د تاوتریخوالي په کمښت ټینګار کوي له افغان دفاعي او امنیتي بنسټونو غواړي چې باید خپلې استخباراتي برخې پیاوړې کوي.

هغه زیاته کړه: "د انتحاري حملو او چاودونو د مخنیوي په هدف باید زموږ استخباراتي بنسټونه لا ډېر لاس په کار شي، د حکومت له افراتي اماناتو نه باید په سمه توګه ګټه واخیستل شي، تر هغه وخته چې له استخباراتي برخې په سمه توګه ګټه وانه خیستل شي فکر نه کوم چې د ورته حملو مخه ونیول شي."

له دې وړاندې د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو بار بار ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د حملو د مخنیوي هڅه کوي.

خو افغان امنیتي کارپوه باري عارض وايي چې دغه هڅې قناعت ورکونکې نه‌دي او مسؤلین نه‌دي توانېدلي چې د انتحاري حملو او بمې چاودونو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما له دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال په نیمايي کې په دې هېواد کې ۱۲۸۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG