د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ننګرهار پرونی خونړی برید په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی


ننګرهار کې پرونی برید
ننګرهار کې پرونی برید

د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې پرونی خونړی برید په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په غني‌خېلو کې د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته درنه موټر بم چاودنه داسې مهال وشوه چې ملکیان او د ښوونځیو زده‌کوونکي پلي او په موټرو کې له سیمې تېرېدل.

چاودنه په داسې ورځ وشوه چې د کرونا وبا له کبله له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ټولو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې.

د جان محمد په نوم د غني‌خېلو یو اوسېدونکی وایي، زده‌کوونکي ځکه زیات ژوبل شوي چې د چاودنې په وخت کې ځیني له ښوونځي رخصت او ځیني د ماسپښین وخت ښوونځي ته په لاره وو.

ده وویل: "هغه زده‌کوونکي چې لېسې ته تلل د درسونو لپاره هغه هم ژوبل شوي او هغه چې رخصت شوي هم وو، د ولسوالۍ شااوخوا کې کورونه او نږدې خلک هم زیانمن شوي، د غني‌خېلو او مارکو ترمنځ مسافر هم ژوبل شوي."

د پروني برید له امله ژوبل شوی ماشوم
د پروني برید له امله ژوبل شوی ماشوم

په روغتون کې یوه زده‌کوونکي چې یوه پښه‌یې پرې شوې د ازادي راډیو خبریال ته داسې کیسه وکړه: "زما نوم شرافت، د څلورم ټولګي زده‌کوونکی، په لار روان وم، یو دم چاودنه وشوه، په ځان پوه نه‌وم، روغتون ته‌یې راوستلم، اوس ګورم چې پښه مې نه‌شته."

له پرون راهیسې د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو د وژل شویو زده‌کوونکو د څیرو شویو کتابونو او کتابچو انځورونه خپاره کړي.

ننګرهار کې موټر بم بريد ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان دي

په یوه کتابچه کې په ظاهره د یوه ماشوم په لاس لیکل شوې دې جملې د خلکو پام ډېر ځان ته اړولی چې لیکلي یې دي (عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاته شي).

ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او د ملکیانو او ټولګټو پروژو په وړاندې یې د طالبانو او نورو ترهګرو د جنایتونو د دوام هڅه یاده کړې ده.

برید داسې مهال وشو چې ښاغلی غني د پکتیکا په سفر وتلی و، نوموړي هلته د ځایي اوسېدونکو یوې غونډې ته وویل، طالبان باید د هېواد د ښې راتلونکې فکر وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته سفر کړی
ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ولایت ته سفر کړی

هغه وویل: "طالبانو ته زما یو پیغام دی، ډېر ساده پيغام. ایا تاسو فکر کړی چې سبا به څنګه دې خاوره کې یو بل سره ژوند کوو، معاون صاحب، زه او ټول همکاران هره ورځ دې پسې ګرځو چې ستاسې بورو مېرمنو ته څنګه ژوند برابر کړو، ستاسې څو نسله اولادونو ته چې مکتب‌یې ونه‌لوست، څنګه زمینه برابره کړو، ستاسې مشرانو ته څنګه ځای د عزت برابر کړو، راشئ ځان په مثبت قوت بدل کړئ، راشئ لاس راکړئ چې ټول افغانستان کې امنیت او وده راولو."

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا دغه برید د سولې خبرو د ګډوډولو ښکاره دسیسه یاده کړې او له دواړو لورو یې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یوناما ویلي چې د پېښې عاملینو سره باید حساب کتاب وشي.

تر پرون ماخوستنه پورې د برید مسؤلیت چا نه‌و منلی، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی پلټنه کوي چې معلومه کړي برید د چا له‌خوا شوی دی.

XS
SM
MD
LG