د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

انډیا ټوډې: هند په افغانستان کې د سولې خبرو او د پاکستان رول په اړه اندېښنه لري


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې په کرونا ویروس د ښځو د اخته کېدو د رسمي شمېر پر کموالي لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په افغانستان کې په کرونا ویروس د ښځو د اخته کېدو او مړه کېدو رسمي پېښې د نارینه وو پرتله خورا کمې ښوول شوي دي.

په نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو له ډلې ۵۳ فیصده او په دې ویروس د مړو له ډلې ۵۸ فیصده یې نارینه دي، خو د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې په کرونا د اخته شویو له ډلې ۷۰ فیصده او په دې ویروس د مړو له ډلې ۷۴ فیصده یې نارینه دي.

زیاتو متخصصانو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې ډېر احتمال لري، د دې توپیر علت دا وي، چې په افغانستان کې ډېرې ښځې روغتیايي مرکزونو او عامه ځایونو ته په خلاص مټ نه شي تلای.

د روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل چې اوس روغتیا نړیوال سازمان کې د یوه ځانګړي پروګرام مشري کوي ویلي، ښځې هم په کور کې دننه او هم د روغتیايي څارنې په برخه کې له خنډونو سره مخ دي.

مېرمن دلیل نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، ښځې چې کله روغتون ته ځي باید یو څوک یې ملتیا وکړي او په کورونو کې هم زیاتې پرېکړې د نارینه وو له خوا کېږي، چې یا یې مېړه یا هم پلار یا زوی وي.

په افغانستان کې زیاتې ښځې یوازې ښځینه ډاکترانو ته د تګ اجازه لري او د ښځینه ډاکترانو شمېر هم خورا کم دی.

په مقاله کې یوې څېړنې ته هم اشاره شوې، چې وايي په افغانستان کې د کاري ځواک ډېره برخه نارینه دي او ښځې د دې ځواک ۳۰ فیصده برخه جوړوي.

  • انډیا ټوډې

هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډې په خپله پرونۍ ګڼه کې هندوستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله پر هغه سفر لیکنه خپره کړې ده، چې په پام کې ده سبا سې شنبه پیل شي.

د ورځپاڼې په حواله دا به هندوستان ته د مصالحې عالي شورا د مشر په توګه د ښاغلي عبدالله لومړی سفر وي او دغه شورا په قطر کې له طالبانو سره په مذاکرو کې د دولت استازیتوب کوي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې په حواله، د مصالحې عالي شورا مشر به بین الافغاني مذاکرو ته د هندوستان د ملاتړ خپلولو هڅه وکړي، هغه مذاکرې چې د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شوي او تر اوسه د اصلي مذاکرو پر کړنلار او اجنډا ولاړ شوي جنجالونه حل شوي نه دي.

ورځپاڼې ډې ټکي ته اشاره کړې، چې له طالبانو سره د پخلاینې او د افغانستان په ثبات کې د پاکستان د نقش په اړه هندوستان ځینې اندېښنې لري او دا هغه اندېښنې دي، چې د لیکوال په باور ګڼو کسانو په افغانستان کې دننه هم مطرح کړې دي.

عبدالله عبدالله تر دې مخکې پاکستان ته درې ورځنی سفر کړی و او ویلي یې و چې دغه سفر یې د افغانستان د سولې پروسې په ګټه و.

XS
SM
MD
LG