د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

سوله، اړیکې او اقتصادي همکاري د اشرف غني او د قطر امیر د بحث موضوعات دي


(ښی-کین) د قطر امیر تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني او افغان ولسمشر محمد اشرف غني
(ښی-کین) د قطر امیر تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني او افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره د قطر شاهي هېواد په امیري دیوان کې کتلي او ویلي، هیله‌من یم چې زموږ ګډې هڅې په افغانستان کې له امن او تل‌پاتې سولې سره مرسته وکړي.

دا خبرې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په خپل تویټر لیکلي دي.

ښاغلي صدیقي دا هم لیکلي چې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ګټو ته په اشارې سره د اړیکو په پراختیا، د اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د فرصتونو د ارزونې په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي صدیفي په خپل ټویټ کې لیکلي چې د قطر امیر افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر چې ولسمشر غني سره د قطر په سفر کې ملګری دی نن مازدیګر ناوخته یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل، د بین‌الافغاني خپرو پر وړاندې ځينې ستونزې شته، وخت ته اړتیا لري خو د هواري وړ دي.

ښاغلي اتمر دغه‌شان د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه او ویې‌ویل چې دا د ټول د افغان ملت غوښتنه ده.

ښاغلی اتمر زياتوي: "له مقابل لوري دا غواړو چې د مذاکراتو لپاره د دواړو خواوو نیت ته په پام سره، د افغانستان د خلکو برحقې غوښتنې ته په پام سره او په هېواد کې د تاوتریخوالي او وینې تويېدنې او د ملکیانو بې‌رحمانه وژنې لوړې کچې ته په پام سره د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې عاجل او فوري اقدام وکړي او پر داسې مېکانیزم ټینګار کوو چې له دې بهیر څارنه وکړي او د تاوتریخوالي له راکمولو سره مرسته وکړي."

د قطر دولتي اژانس بیا د ولسمشر غني او د قطر د امیر د نننۍ لیدنې په اړه په یوه ټويت کې لیکلي چې امیر او د افغانستان ولسمشر نن یوه رسمي لیدنه درلوده. دوی په دوه اړخیزو اړیکو سره وغږېدل.

په ټویټ کې راغلي چې دواړه مشرانو، په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په پام چې د افغانستان د امنیت، سولې او ثبات د لاسته راوړلو په هدف روانې دي، د افغانستان په پرمختګونو بحث وکړ.

شاغلي غني پرون دوشنبه د یو پلاوي په مشرۍ قطر ته رسېدلی چې د قطر له امیر سره تر خبرو مخکې یې تېره ورځ په دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له غړو او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم کتلي، دغې ناسته کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم حضور درلود.

زلمي خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټر کې ویلي: "ما جمهور رئیس غني ته ویلي چې افغانان باید پرېنږدي چې د سولې فرصت له‌منځه ولاړ شي، متحده ایالات د افغانستان په رهبرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي او همدا شان مرستې ته چمتو دی."

خو له قطر مخکې لنډ وخت لپاره کوېټ کې هم پاتې شوی و او له کوېټي چارواکو سره‌یې هم په اړوندو مسایلو خبرې کړې وې.

د ولسمشر غني او د کوېټ صدراعظم لیدنه
د ولسمشر غني او د کوېټ صدراعظم لیدنه

په قطر کې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پر کړنلاره بحثونه پیل شوي، خو لا هم دغه کړنلاره نه‌ده وروستۍ شوې.

په داسې حال کې چې ښاغلی غني قطر کې دی او د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم له قطرې چارواکو سره خبرې کوي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن هند ته رسېدلی.

په هند کې د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري ازادي راډیو ته ویلي: "ډاکتر صاحب به په دې څلور ورځني سفر کې چې له سبا یې لیدنې پيلېږي لومړی د هند د ملي امنیت له سلاکار، بیا د هند له صدراعظم ښاغلي نرېندرا مودي او وروسته د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري. د دې لپاره چې هند د افغانستان د خلکو او دولت له اصلي شریکانو دی، نو ډاکتر صاحب په دې سفر کې د هغو خبرو په اړه چې په قطر کې روانې دي او هم د سیمه‌ییزې اجماع د تقویت لپاره له هندي چارواکو سره خبرې وکړي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله هند ته له سفر مخکې پاکستان ته هم په درې ورځني سفر تللی و.

تمه ده چې دی ازبکستان، ایران او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي چې هدف‌یې د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول، ګڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG