د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

'دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي له ډلې د ۱۰ کورنۍ پټه مرګونې لوبه کوي'


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020
  • ګلف ټوډې

ګلف ټوډې ورځپاڼې قطر ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته پام اړولی او لیکي، ښاغلی غني به په دوحه کې د قطر له جګپوړیو چارواکو سره وګوري او د افغان سولې د روان بهیر په اړه به ورسره خبرې وکړي خو نوموړی به د طالبانو له استازیو سره ونه ګوري.

افغان ولسمشر داسې مهال له قطر څخه لیدنه ترسره کوي چې په پلازمېنه دوحه کې یې مرکچي پلاوی له څه باندې درې اونیو راهیسې د طالبانو له پلاوي سره په خبرو بوخت دی چې تراوسه یې د سولې د خبرو کړنلاره نه ده وروستۍ کړې.

د ګلف ټوډې په لیکنه، ښاغلی غني او ورسره مل پلاوی به یې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره وګوري او دغه راز به د افغانستان او د قطر ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف په څو غونډو کې هم ګډون وکړي.

افغان ولسمشر له کویټ وروسته قطر ته ځي چېرې چې نوموړي د هغه هېواد د پخواني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح چې څو ورځې مخکې وفات شو، د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره د افغان دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د پلاوو شاوخوا لس یې د هغو پلرونو اولادونه دي چې په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې یې د پخواني شوروي د اشغال پر وړاندې جهاد کې مهمه ونډه درلودلې.

نیویارک ټایمز لیکي، د ډېرو پلرونه یې د عمر د زړښت له امله مړه شوي، یو شمېر یې په وحشناک ډول په ځانوژونکو حملو کې چې د دغې له خشونته ډکې جګړې یوه تجارتي نښه ګرځېدلې، وژل شوي دي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه یو شمېر چې ژوندي پاتې شوي، په ټټرو یې د هغې جګړې په ویاړ مډالونه او نښانونه ځړول شوي چې په میلیونونو نور یې د بدبختۍ کندې ته ټېل وهلي.

دغه د جهاد سابقه داران چې لا شتمن شوي، په ماڼیو کې له اوسېدو، سیاسي حیثیت او له ډېرې شتمنۍ څخه خوند اخلي خو دوی بیا هم تراوسه پټه لوبه کوي او هغه هم مرګونې لوبه.

په نیویارک ټایمز کې وړاندې لولو چې د ډېرو دغه مرکچیانو پلرونو له افغانستانه د شوروي د ایستلو پر وړاندې جهاد کې خواپه خوا ونډه اخیستې وه خو کله چې د قدرت خلا رامنځته شوه د ټوپک خوله یې یوبل ته سره ونیوه او په هېواد کې یې ورانکونکې کورنۍ جګړه پیل کړه.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د دوی اولادونه اوس په دې ډېر ښه پوه دي چې که په قطر کې د سولې د خبرو نتیجه نه وي معلومه او امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته دوام ورکړي څه خطرونه به رامنځته شي.

که د جګړې ښکېل اړخونه د قدرت د وېش پر یوه چوکاټ سره جوړ رانه شي، افغانستان ښایي د یوې بلې کورنۍ جګړې پر سرنوشت اخته شي، داسې جګړه چې دښمنان او ملاتړي به یې نوي او قرباني به یې هم یوبل نوی نسل وي.

نیویارک ټایمز د افغان دولت د مرکچي پلاوي د یوې غړې فاطمې ګیلاني چې پلار یې یو جهادي مشر و، هغه خبره رااخیستي چې ویلي یې دي، که موږ دغه فرصت له لاسه ورکړو، د افغانستان له خلکو سره به مو خیانت کړی وي، له هر ماشوم، له هرې مېرمنې او تر ټولو مهمه له ټولو هغو کسانو سره به مو خیانت کړی وي چې په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG