د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د دوحې مذاکراتو مثبتې پایلې ته د افغان چارواکو تمې او خوشبیني


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

افغان چارواکي د دوحې مذاکراتو ته خوشبین دي او تمه لري دا مذاکرات مثبته نتیجه ورکړي.

د لا زیات ملاتړ د جلب په خاطر افغان ولسمشر او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ قطر ته لاړل.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي غني پرون ماښام د تلې په ۱۴مه نېټه د قطر له صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او د افغانستان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

ولسمشر غني د قطر له لومړي وزیر سره وکتل
ولسمشر غني د قطر له لومړي وزیر سره وکتل

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "په دې کتنه کې د قطر او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. دوحې ته د ولسمشر د سفر له اهدافو یو همدا دی. د دې ترڅنګ ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم وکتل او په دې غونډه کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود."

د قطر صدراعظم له ولسمشر غني سره په دې غونډه کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات، امنیت او پرمختګ غواړي.

ټاکل شوې ده ښاغلي غني نن د تلې په ۱۵مه نېټه د قطر له امیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني. د ولسمشر د ویاند په وینا، د افغانستان د سولې هڅې به د اجنډا په سر کې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر چې له ولسمشر سره په دې سفر کې یوځای وو، د دوشنبې په ورځ وویل، دولت د سولې په پروسه کې کورنی او بهرنی ملاتړ لري.

ولسمشر غني په قطر کې د افغان حکومت له پلاوي سره وکتل
ولسمشر غني په قطر کې د افغان حکومت له پلاوي سره وکتل

ښاغلی اتمر وايي: "په نړۍ کې هېڅ‌څوک د مذاکراتو د ناکامولو هڅې نه‌کوي او ټول هڅې کوي چې مذاکرات بریالي شي. اوس‌مهال ټول عناصر چې مذاکرات بریالي کړي، شته."

د دولت او طالبانو ترمنځ د مرکچي پلاوي غړي وايي چې د ولسمشر او طالبانو د استازو ترمنځ لیدنه په پلان کې نه‌ده شامله.

د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي د دوشنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل، د قطر له چارواکو سره د ولسمشر غني خبرې به د مذاکراتو پر بهیر اغېز وکړي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

مېرمن کوفي زیاته کړه: "د ولسمشر سفر د دوو هېوادونو پر کچه دی، خو یقیناً چې د مذاکراتو پر سرعت بې‌اغېزه هم نه‌دی. دا هم درک کوو چې زموږ خلک لوړې تمې لري، خو باید حوصله هم ولري."

مېرمن کوفي زیاته کړه چې اوس‌مهال د دواړو لورو مرکچي پلاوي له یو بل سره ویني، خو د دې په وینا د اختلاف موارد تر اوسه شته. دې د دغو اختلافاتو په اړه جزئیات ورنه‌کړل، خو هیله‌یې څرګنده کړه چې دا موارد به ډېر ژر حل شي.

بل لور ته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دوشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې د دې دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر له زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره ولیدل او د فبرورۍ د موافقه‌لیک پر عملي کولو یې خبرې وکړې.

تر اوسه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ رسمي مذاکرات نه‌دي پیل شوي.

دولت غواړي تر ټولو مهمه غوښتنه چې اوربند دی، ومنل شي خو طالبان وايي چې باید لومړی د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

حکومت غواړي چې د سیمه‌ییزې اجماع له لارې د سولې ملاتړ جلب کړي.

په همدې هدف د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن هند ته ځي او د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره ویني.

هند ته ۴ ورځنی سفر؛ عبدالله د افغان سولې په اړه هر اړخیزه مرسته غواړي

عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته ځي

ښاغلی عبدالله په خپل څلور ورځني سفر کې له هندي صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره د سولې د هڅو پر موضوع خبرې کوي.

تر دې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس تېره اوونۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ. ده د دې هېواد له چارواکو سره لیده کاته د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ په خاطر اغېزناک او رغنده وبلل.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG