د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

افغانستان

اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو سره پر سولې وغږېد

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، دغو خبرو کې چې پرون ماښام ترسره شوي، د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو بحث شوی دی.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر کې د وروستیو پرمختګونو، ګواښونو، اندېښنو او د موافقیتونو د فرصتونو په اړه نظر تبادله کړ، سفیرانو له خپل اړخه د سولې مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړ."

دوحه کې د دولت او طالبانو خبرې په ظاهره یو څه لانجمنې شوې دي او دواړه لوري تر اوسه د عمومي بحث پر اجنډا او تګلارې نه‌دي سلا شوي.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې له مشر مرکچي عبدالحکیم حقاني سره کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، دې خبرو کې له امریکا سره د دوی د هوکړې پر عملي کولو او د قطر د خبرو پر هڅو ټینګار شوی دی.

لا معلومه نه‌ده چې د خلیلزاد منځګړیتوب به دوحه کې د اختلافونو له حل سره مرسته وکړي او که نه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بودا مجسمو د یادښت په مناسبت غونډه

د بودا د مجسمې پخوانی انځور چې تر ړنګېدو کلونه مخکې اخیستل شوی
د بودا د مجسمې پخوانی انځور چې تر ړنګېدو کلونه مخکې اخیستل شوی

افغان فرهنګیانو او د یونیسکو سازمان د بودا د مجسمو د تخریب د کلیزې په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه.
دا غونډه د شنبې په ماښام د سویډن په ستاکهلوم ښار او همداراز په ناروې کې «یوه شپه له بودا سره» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه چې پکې د بودا د مجسمو د تاریخ او د افغانستان د یوه تخریب شوي فرهنګي میراث په اړه بحثونه وشول.
همداراز د ښځو د نړیوالې ورځې سره د دې شپې د برابرېدو په مناسبت د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د ښځو په رول او اهمیت هم خبرې وشوې.
طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ په نهمه د خپل پخواني رهبر ملا محمد عمر په امر د بودا مجسمې په بمونو والوزولې.
له هغه وخت شاوخوا ۲۵ کاله تېر شوي.
د بودا مجسمې چې ۵۵ او ۳۸ متره لوړې وې د بهرنیو سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی مقصد وو.
دا دوه مجسمې د لرغون پوهانو په باور د پنځمې او شپږمې میلادي پېړۍ تر منځ د صلصال یا وچ ګل او شهمامه یا ملکې په نوم تراشل شوي وو.
یونسکو د دغو دوو بې سارو نړیوالو میراثونو ویجاړول یو فرهنګي قتل عام بللی وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته ویلي وو چې د بودا مجسمې د وخت د محکمې د حکم له مخې ترسره شوي.

دوه افغانان د عراق له یوه زندانه خوشې شول

د عراق له زندانه خوشې شوي افغانان
د عراق له زندانه خوشې شوي افغانان

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدو وزارت خبر ورکړی چې دوه افغانان د عراق له یوه زندان ازاده او افغانستان ته رسېدلي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې د شنبې په ورځ راغلي چې دا افغانان له ایرانه عراق ته اوښتي وو او هلته پولیسو نیولي او څلور میاشتې بندیان وو.
په اعلامیه کې راغلي چې له دغو افغانانو سره مرستې شوي او بېرته خپلو اصلي سیمو ته رسېدلي.
تر دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې نږدې ۳۰ افغانان د عراق له زندانونو ازاده شوي وو.
اکثر افغانان له ایرانه عراق ته د اوښتو پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوي وو او بندیان وو.

یونیسف وايي تېر کال یې ۳۶۱ زرو افغان نجونو ته د تعلیم زمینه برابرع کړې

افغان نجونې ټولګي کې
افغان نجونې ټولګي کې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسیف ویلي د افغان نجونو لپاره د تعلیمي فرصتونو په برابرولو کې خپله پوره هڅه کوي.
دې ادارې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه په یوه پيغام کې پرون ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال یې د اتلسو زرو محلیو ټولګیو له لارې ۳۶۱ زرو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړې ده.
یونیسف ویلي له افغان نجونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي څو هغوی وکولای شي خپل راتلونکي اهداف تعقیب کړي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له نږدې نږدې ۱۲۸۰ ورځو راهیسې راهیسې له ښوونځیو محرومې کړي.
که څه هم یونیسف او ځینو نورو مرستندویو ادارو د محلي ټولګیو له لارې نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړې خو د راپورونو له مخې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې دا ښوونځي هم د طالبانو له خوا تړل شوي دي

یوناما: طالبان دې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

په دې اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، ویلي:

"ملګري ملتونه له افغان ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او له ټولنیز ژوند څخه د دوی تدریجي ایستل غندي."

په داسې حال کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایکس/ پخواني ټویټر په یوه پوسټ کې ادعا کړې:

"د اسلامي قانون او د افغاني ټولنې له کلتور او دودونو سره سم، د افغان ښځو اساسي حقونه خوندي دي."

ملګرو ملتونو په خپل بیان کې د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو، د دوی د مقاومت، مشرتابه، او راتلونکې لپاره پانګونه وکړي او عملي ګامونه واخلي.

د نړیوالې ټولنې فشار سره سره، طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او تر دې دمه یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د نرمولو کومه نښه نه ده ښکاره کړې.

د افغانستان له هوايي حریمه د الوتکو تیریدل ښايي د غیرقانوني پیسو د سپینولو خطر زیات کړي

د هوايي چلن د برخې کارکوونکي وايي، هوايي شرکتونه د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو لپاره د دریمګړو له لارې د طالبانو چارواکو ته پیسې ورکوي ځکه دا مهال خورا ډېرې الوتکې د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي او له دې سره د حقوقي لانجو او د غیرقانوني پیسو د سپینولو یا د پیسو د مینځلو خطر هم زیات شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پروسږکال چې په منځني ختیځ کې جګړو زور واخیست او د ملکي هوايي چلن مسوولو ادارو، د افغانستان د هوایي حریم د کارولو په برخه کې خپل دریځ نرم کړ، نو د هغو الوتکو په شمېر کې هم زیاتوالی راغی چې د افغانستان له هوايي حریم څخه کار اخلي.

طالبان په ښکاره وايي، د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو له درکه د عوایدو اندازه لوړه شوې، خو له دې سره سره په بهر کې د افغانستان د بانکي حسابونو د بندېدو او د لویدیځ د بندیزونو له کبله د طالبانو چارواکو ته د دې پیسو د سپارلو بهیر خورا پېچلی شوی دی.

د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال د نړیوال هوايي چلن ډلې یاتا د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتنو پیسې د افغانستان د هوايي چلن د ادارو په استازولۍ راټولولې.

یاتا رویټرز آژانس ته ویلي چې دا خدمات یې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر میاشت کې ودرول. طالبانو په دې اړه د تبصرې لپاره د رویټرز خبري آژانس غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د افغان نجونو د رباتیک ټیم د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو

د رباټیک ټیم غړې
د رباټیک ټیم غړې

د رول بریکرز یا د اصول ماتوونکو په نوم دا فلم چې د افغان ربات جوړوونکو نجونو د ژوند کیسه بیانوي، پرون (د مارچ په ۷مه) په ټوله امریکا او همداراز د کاناډا، جنوبي افریقا او سریلانکا په سینماګانو کې وښودل شو.

په رول بریکرز کې د افغان نجونو پر هیلو، زړورتیا او حوصله تمرکز شوی. دا فلم د هغو میلیونونه افغان ښځو او نجونو د ژوند کیسه ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له زده کړو بې برخې شوې دي.

د فلم ډایرکټر د اسکار جایزې ګټونکی بِل ګوتنتاګ دی او علي فضل او نیکول بوشیري رولونه پکې لوبولي دي. همداراز نورین غلام غوث، امبر افضلي، نینا حسین زاده، سارا رووي او مریم سراج نور رولونه پکې لوبولي دي.

د فلم لیکوالې او پرودیوسرې الهې محبوب ویلي چې دا فلم د زده کړو، ټکنالوژۍ او زغم یوه نښه ده. آغلې محبوب وايي چې د دې فلم په وسیله د افغان ښځو د ژوند انځور وړاندې کوي څو نورو نسلونو ته الهام بښوونکی وي او نړیوالو ته وښيي چې ځوانې ښځې که تعلیم ته لاسرسی ولري کوم کارونه کولای شي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه. د یونسکو د ارقامو له مخې په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا دوه نیم میلیون نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

په لغمان کې د ترافیکي له کبله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښه له کبله دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د لغمان د امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې کې ویلي، "پېښه تیره شپه د لغمان د اووم نمبر شهرا سیمه کې رامنځته شوې ده".

په خبرپاڼه کې ویل، ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتیا ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی .

له دې وړاندې د کب په دریمه د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکې ټیلر او یو کوچني موټر د ټکر له کبله ۷ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

ویجاړ سړکونه، د موټر چلوونکو له خوا د ترافیکو اصولو نه رعایت او په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نه شتون په دې وروستیو کې د ډیرو ترافیکو پېښو لاملونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا د مرستو بندیدل د روغتیا په برخه کې یونیم میلیون افغانان اغیزمن کړي دي

په افغانستان کې د پخوا پرتله روغتیايي امکاناتو ته د امریکا د مرستو په بندیدو سره لاسرسی محدود شوی دی
په افغانستان کې د پخوا پرتله روغتیايي امکاناتو ته د امریکا د مرستو په بندیدو سره لاسرسی محدود شوی دی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او هیلټ کلسټر وايي، د امریکا د مرستو په بندیدو سره په افغانستان کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډلي او یا هم دا مرکزونه تړل شوي دي.

دې ادارو په هغه راپور کې چې پرون پنجشنبې پر ریلف ویب خپور کړی ویلي،" د افغانستان په ۲۵ولایتونو کې د دې روغتیايي مرکزونو په تړل کیدو سره یونیم میلیون کسان اغیزمن شوي دي".

په راپور کې تر ټولو زیانمنې سیمې د افغانستان خیتځ یاد شوی چې تر پنځوس سلنه ډیر روغتیايي مرکزونه په کې تړل شوي دي.

د دغو ادارو په ټکو، تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیړینو بشري پروژو مرستې ترلاسه کولې.

ډبلیو اچ او او هیلټ کلسټر په داسې حال د دې روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو خبره کوي چې لا د مخه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي څخه شکایت درلوده.

اوچا: د ملګروملتونو د بیړني غبرګون صندوق ۱۹ میلیونه ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي

د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی
د افغانستان نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د دې سازمان د مرکزي بیړني غبرګون صندوق ۱۹میلیونه ډالر افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.

په هغې ویډيو کې چې اوچا پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه ویلي،" په ۲۰۲۵کال کې نژدې ۲۳میلیونه افغانان د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري".

رټواټه وړاندې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړۍ غبرګون صندوق څخه مننه کړې او ویلي دي دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو خلکو ته د لومړنیو مرستو په رسولو ولګوي.

له دې وړاندې د اوچا په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو ویلي وو، د افغانستان سم نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی چې د دې سازمانونو په ټکو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د کافي بودیجې له کمښت سره مخ دي.

یونسکو په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په ښوونځیو کې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځول شوې، له دې سربیره طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په ښوونځیو کې او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځول شوې، له دې سربیره طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی

یونسکو نن جمعه په پاریس کې د افغانو ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ناسته جوړوي.

د ملګروملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په هغې بیان کې چې د دې ادارې پر ویب پاڼې خپور شوی ویلي، "د ناستې موخه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د زده کړې حق او هغوو ازادیوو په اړه د نړیوالو خبرول او ملاتړ ترسره کول دي چې افغاني ښځې او نجونې ترې محرومې شوي دي".

یونسکو ویلي، د دې ناستې په جوړولو سره غواړي د نړۍ پام د افغانو ښځو او نجونو وضعیت ته راوړوي.

که څه هم د یونسکو په بیان کې د ناستې د ګډونوالو په اړه څه ویل شوي نه دی، خو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې سبا شنبې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

د دې ورځي په مناسبت له افغانستانه د باندې د ښځو د حقونو یو شمیر ملاتړي سازمانونه او ادارې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون ناستې جوړوي چې موخه يې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د محدویتونو لیرې کیدل او نړیوالو ته د افغان ښځو غږ رسول وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG