د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

هند ته ۴ ورځنی سفر؛ عبدالله د افغان سولې په اړه هر اړخیزه مرسته غواړي


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

هندي رسني وايي، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس به هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو د افغان د سولې په برخه کې د هر اړخیزې مرستې غوښتنه وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان څخه له راستنېدو ۶ ورځې وروسته، د اکټوبر په شپږمه نېټه هندوستان ته ځي.

انډیا ټوډې ورځپاڼه لیکي، ښاغلی عبدالله به د دې سفر په ترڅ کې له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري او د افغانستان د سولې په برخه کې به د هند هر اړخیزه مرسته وغواړي.

که څه هم پاکستان او هند په سیمه کې دوه سرسخته مخالفان بلل کېږي او د دې تر څنګ یې د افغانستان د سولې په اړه دریځونه هم یو شان نه‌دي، خو د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې سفرونو موخه د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا او د دې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو لېرې کول دي.

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید ډاډ تر لاسه کړي چې د افغانستان په سوله کې یې ګټې خوندي دي.

عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

هغه زیاته کړه: "یوه سیمه‌ییزه اجماع د سولې د اوسني وضعیت لپاره په کار ده، مهمه خبره دا ده چې دې هېوادونه ته باید دا ډاډ ورکړل شي چې د افغانستان سوله د چا په زیان نه‌ده، بلکې دا د افغانانو پر ټپونو مرهم کېښودل او له دې کړاو د دوی راویستل دي."

ښاغلی دین محمد زیاتوي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر به هند ته له سفر وروسته، ایران، ازبکستان او چین ته هم سفر ولري.

د ښاغلي عبدالله مرستیال اسدالله سعادتي هم ازادي راډیو په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د جوړېدو لپاره یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کېږي."

اسدالله سعادتي
اسدالله سعادتي

خو د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو سیاست ته په کتو به، دا سفر د سولې د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د نړیوالو اړیکو کار پوه شفیق همدرد وايي: "باید په همغږۍ وشي، د حکومت دننه اختلاف نه‌وي، همدا ډول د بهرنیو چارو وزارت د پالیسو له مخې او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره دې هېوادونو ته سفر وشي او سیمه‌ییزه اجماع د افغانستان د ملي ګټو په تنازل کې رامنځ‌ته شي، بیا به پایله او ګټه ولري."

ښاغلی عبدالله داسې مهال د افغانستان د سولې لپاره هند ته د سفر نیت لري چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ تازه ناستې نه‌دي شوي، خو په انفرادي ډول سره د د دواړو پلاویو ترمنځ غیر رسمي لیدنې کتنې دوام لري.

د دې خبرو له منځه‌ یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وايي، د مذاکراتو د پیل لپاره د کړنلارې د جوړېدو لپاره په مذهبي برخه کې د اختلاف مسئله د حل په درشل کې ده، خو د خبرو د بنسټ لپاره د د وحې د تړون ذکر او په دې برخه کې اختلاف په خپل ځای دی.

سرچینه زیاتوي، د دې ستونزې د حل لپاره هم د افغان دولت مرکچي پلاوي د بدیل ۶ لارې یا طرحې وړاندې کړي.

د سولې د خبرو بهیر
د سولې د خبرو بهیر

سرچینه وايي، طالبان نه غواړي چې له خپل دریځ په شا شي چې همدې ټکي، د کړنلارې ورستي کېدل هم ځنډولي دي.

خو پر دې هم توافق شوی چې هېڅ ډله د یوې موضوع د رد حق نه لري او باید هره ستونزه د خبرو او مذاکرې له لارې حل شي.

XS
SM
MD
LG