د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

'ایا قطر کې د سولې معامله کولای شي بې‌ځایه شوي افغانان خپلو مېنو ته ستانه کړي؟'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ډيپلومات

ډیپلومات خپرونې په تازه ګڼه کې د افغانستان د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیک‌یې ورکړی "ایا په قطر کې د سولې معامله کولای شي بې‌ځایه شوي افغانان خپلو مېنو ته ستانه کړي؟"

خپرونه لیکي، افغانان د سولې خبرې د پتمنې او تلپاتې سولې لپاره لوی فرصت بولي، ځکه د خپرونې په باور، افغانستان کې د دوو تېرو لسیزو جګړو څه باندې ۱۵۷ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې د هېواد دننه او یا بهر تېښتې ته اړ کړي دي.

په مطلب کې راغلي، افغانستان دا مهال ۴،۱ یو میلیون کورنۍ بې‌ځایه شوي لري، دوی کې څه باندې یو میلیون له طبیعي پېښو او پاته نور د جګړو او شخړو له لاسه د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خپرونې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش هغو خبرو ته اشاره کړې چې دوحه کې یې د بین‌الافغاني خبرو د پېل مراسمو کې وکړې، هغه هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به د دې لامل شي چې په کور دننه او بهر ته تللي افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

خو ډيپلومات خپرونه دې ته په کتو چې د سولې خبرو کې دومره پرمختګ نه‌شته، څو دلیله ذکر کړي او لیکلي یې دي چې ممکن د سولې خبرې د بې‌ځایه شویو له بېرته ستنېدو سره مرسته ونه‌کړي.

مطلب کې راغلي، ډېر شمېر بې‌ځایه شویو کسانو چې وروستیو کې یې د طالبانو او حکومت د جګړې له امله کورونه پرېښي ټوله شتمني له لاسه ورکړې او ځیني یې ان خپلو سیمو کې سرپناه نه‌لري چې بېرته ژوند په‌کې پیل کړي.

خپرونه لیکلي، هغه کسان چې د داعش له وېرې کډه شوي، ممکن د دولت او طالبانو له سولې وروسته هم خپلو مېنو ته ستانه نه‌شي، ځکه وېرېږي چې دې سره به د داعش ګواښ لا زیات شي.

  • پاکستان ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا هغه هېواد ته د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سفر ته یوه مقاله ځانګړې کړې او لیکلي یې دي، دواړه هېوادونه د ګډ برخلیک لپاره کار کوي.

په مقاله کې راغلي، جدي درک دا دی چې افغانستان او پاکستان د یوه او بل د ژوندي پاته کېدو لپاره مهم دی، خو د لیکوال په باور، له دې سره هم د بې‌باورۍ فضا حاکمه ده او یو پر بل تورونه لګول کېږي.

مطلب کې راغلي، دواړه هېوادونه نه‌بېلېدونکې سیاسي جغرافیه لري او په کار ده چې د یوه او بل د ثبات لپاره سره لاس ورکړي.

عبدالله عبدالله پاکستان ته درې ورځنی سفر درلود او د هغه هېواد له ولسمشر، صدراعظم، د پوځ له مشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره‌یې د سولې په بهیر کې د هغوی د مرستې او ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG