د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

کابل ورځپاڼو کوېټ او قطر ته د غني سفر او د سولې روانو خبرو باندې تبصرې کړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره کوېټ او قطر ته د ولسمشر غني سفر او د سولې روانو خبرو اترو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې قطر ته د یو پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني سفر ته اشاره کړې چې ولسمشر غني په یوه مهم وخت کې دوحې ته تللی، ځکه په خبره‌یې له یوه اړخه د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي او له بله اړخه امریکا هڅه کوي چې دا خنډ او ځنډ له‌منځه یوسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سفر له دې امله مهم دی چې خلیلزاد په دوحه کې دی او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان هم دوحې ته ورغلی او ښکاري چې په دوحه کې به ولسمشر غني ته یو واضح پیغام ورکړل شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې قطر ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې ادعا شوې چې ولسمشر غني کوېټ او دوحې ته د دې لپاره نه‌دی تللی چې د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول ترسره کړي.

بلکې په باور یې چې هلته د دواړو ټیمونو د خبرو له پوره جزئیاتو او په ټوله کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ځان خبرولو لپاره تللی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا پر حکومت انتقاد کړی چې خپل ټول تمرکز یې په سولې کړی او د حکومت نورې چارې او مسؤلیتونه ترې پاتې دي.

د لیکوال په خبره، دا معلومه ده چې د سولې خبرې مهمې، خو په وینا یې چې د حکومت نور اړین کارونه هم باید څنډې ته نه‌شي.

وړاندې تنده نیوکه شوې چې د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو ۷ میاشتې تېرېږي، خو ولسمشر تر اوسه نوې کابینه نه‌ده بشپړه کړې او لا هم وزارتونه د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

بل څه چې ورځپاڼې د انتقاد په ډول اخیستی د ناامنۍ مسئله ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې نا امني خپل اوج ته رسېدلې او طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړي او د دې ترڅنګ د جنايي جرمونو زیاتېدل هغه څه دي چې ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر وروستي سفر با اهمیته بللی او لیکلي دي چې ښاغلی غنی به په دې سفر کې له نږدې د مذاکراتو لړۍ وارزوي او د کوربه او نورو هېوادونو په منځګړیتوب ژر یوه مثبته پایله چې اوربند دی ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر غني به په ټول زور او د درېیمګړو په مرسته د سولې د مذاکراتو د پیل او یوې مثبتې خوا ته د خوځښت لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG