د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په راکمېدو ټینګار وکړ


غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور- 01 May 2019
غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور- 01 May 2019

ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په راکمېدو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو وايي، ناټو او ملاتړي یې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو ټینګار یې کړی چې تاوتریخوالی باید راکم شي.

هغه د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې، د سولې په خبرو کې باید په دغه هېواد کې د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو

نوموړي زیاته کړه: "سولې ته د فرصت لپاره باید تاوتریخوالی راکم شي، د سولې په خبرو کې باید په دغه هېواد کې د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، د یوې پایښتې سولې لپاره اړینه ده چې د ټولو افغانانو بشري حقونه هم د ښځو او اقلیتونو خوندي شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ له دوو اوونیو له زیات وخت راهیسې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره خبرې روانې دي خو بلخوا افغانستان کې جګړو زور اخیستی.

افغان حکومت په وار وار د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه په طالبانو اچولې او په څو ځلي یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ناټو د ملکي استازي د خبرو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د تاوتریخوالي کمښت د جګړې دواړو خواوو پورې اړه لري او په خبره یې دواړه لوري باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورنیو چارو کمېسیون غړی فدا محمد الفت صالح وايي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې د جګړې پر ښکېلوو خواوو فشار راوړي.

صالح وویل: "زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه کولای شي دغه مسایل مدیریت کړي او افغان حکومت په ځانګړې توګه د سولې مذاکراتي ټیم چې د خلکو او حکومت په استازیتوب له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، د سولې خبرو اترو جلسې دې په ډېره حوصلې او زغم مخته یوسي تر څو موږ سولې ته ورسېږو، د نوي او ښه افغانستان د جوړولو یوازینۍ لار سوله ده."

ښاغلي صالح ټينګار وکړ، تر کومه چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی کم نه شي او د سولې د رامنځته کولو لپاره د جنګ دواړه خواووې هڅې ونه کړي دوامداره سولې ته رسېدل ناشوني دي.

XS
SM
MD
LG