د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

ارزګان کې د ۲۸ پولیسو وژل کېدل؛ 'جګړه کې د اسیرانو وژنه جنګي جنایت دی'


ارشیف، د افغان ځواکونو خولۍ او وسلې
ارشیف، د افغان ځواکونو خولۍ او وسلې

د جنیوا نړیوال کنوانسیون او د بشر حقونو ملاتړي بنسټونه په جګړه کې د اسیر شویو کسانو وژل جنګي جنایت بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان چارواکي وايي، طالبانو هغه ۲۸ پولیس وژلي چې ګېزاب ولسوالۍ کې دغې ډلې ته د جګړې پر مهال تسلیم شوي وو.

خو وسله والو طالبانو بیا د حکومت دا ادعا رد کړې ده.

د ارزګان ولایت د والي ویاند زړګي عبادي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو پولیسو جسدونه تېره شپه د ولسي مشرانو په منځګړیتوب حکومتي مسؤلانو ته وسپارل شول.

ښاغلي عبادي زیاته کړه: "وژل شوي پولیس د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې وو. وسله‌والو مخالفینو دوی ته یو شمېر کسان وراستولي وو چې تاسې تسلیم شئ، موږ به مو روغ رمټ خپلو کورنیو ته وسپارو، خو بدبختانه دوی بیا هم خپل شوم هدف ترسره کړ. کله چې دوی تسلیم شول یا هم د تسلمېدو په حال کې وو، دوی ټول‌یې وژلي دي."

افغان سرتېري
افغان سرتېري

خو طالبان بیا وايي چې یاد حکومتي پولیس په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي "په ګېزاب ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې پر مهال ۲۸ عسکر او سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او دا ادعا چې ګنې دا عسکر له تسلیمېدو وروسته وژل شوي، حقیقت نه‌لري."

د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ له تېرو دوو اوونیو راهیسې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده او تر خوا یې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې هم د جګړې په اړه خبر ورکړل شوی دی.

له دې وړاندې هم د دې ولایت د چنارتو ولسوالۍ په اوږدو کې د نا امنۍ او لار بندېدو له کبله د وږې په شپږمه نېټه د لوږې او بېلابېلو ناروغیو له امله د ۱۸ ملکي وګړو د مړینې خبر ورکړل شوی وو.

خو تازه د دې ولایت په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي داسې مهال د طالبانو له‌خوا له تسلیمېدو وروسته د ۲۸ پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره بحثونه روان دي.

قطر کې د سولې د خبرو بهیر
قطر کې د سولې د خبرو بهیر

همدا ډول افغان حکومت د مخامخ خبرو د پیل په شرط د طالبانو نږدې ۵ زره زندانیان هم له بنده ازاد کړل او طالبانو هم نږدې زر تنه افغان سرتېري له خپلو بندخونو خوشې کړل، څو د مذاکراتو د پیل لپاره د باور فضا جوړه شي.

یو شمېر کسان د طالبانو له‌خوا د اسیرو پولیسو وژنه د جنیوا تړون سره په ټکر کې بولي.

د جنیوا نړیوال کنوانسیون په جګړه کې د اسیرو جنګیالو په اړه پوره وضاحت لري.

د دې تړون په درېیمه ماده کې راغلي "هغه ځواکونه چې خپله وسله په ځمکه ږدي، یا هم د ټپ او نورو لاملونو له کبله جګړه نه‌شي کولای، باید په هر حال کې بې له کوم نژادي، ژبني، مذهبي، عقیدوي او جنسي توپیر څخه ورسره انساني سلوک وشي او هر ډول شکنجه‌یې منعه ده."

د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په جګړه کې د اسیرانو وژنه جنګي جنایت بولي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل وايي: "هر لوری چې د جګړې اسیر یا هم ټپي ونیسي او یا هم د مقابل لوري جسد په لاس راوړي، دوی ورسره د ناوړه چلند، شکنجې او نور بد چلند حق نه‌لري، ځکه جنګي جنایت دی."

له دې وړاندې هم د بشر حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې پر مهال د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG