د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

پوتین: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د امنیت او ثبات په ګټه دی


ولادیمیر پوتین
ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د دې هېواد د امنیت او ثبات په ګټه دی.

د تاس خبرې اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د روسیې له یوه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستان نه به د امریکايي ځواکونو وتل ښايي د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي خو ویلي دي پخپله په دې باور دی چې دغه وتل به خطرونه ولري.

ښاغلي پوتین ټینګار کړی چې هېواد یې باید په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت و نه کړي.

د روسیې ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون په ټوله کې د امنیت اوثبات په ګټه دی.

سره له دې چې د افغانستان د ولسمشر ویاند په دې اړه له څه ویلو ډده وکړه، خو د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ ازادی رادیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "دا یوه طبیعي موضوع ده چې په دې برخه کې نړیوال ملاتړ ګټور دی، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور بې ګټې نه دی او د سولې په روان بهیر اغېز لري."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مخکې له دې ویلي چې د افغانستان او امریکا اړیکې په امنیتي او ستراتیژیک تړون کې بیان شوي دي.

ښاغلي پوتین له امریکا سره د روسېې د اطلاعاتي همکاریو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکا هڅې، تروریستي ضد هڅې ګڼي.

د ده په خبره هغه اطلاعات چې امریکا روسېې ته ورکړي، له مخې یې په روسیه کې د تروریستي حملو مخه نیول شوې او روسیه هم هڅې کوي چې که دا شان اطلاعات ترلاسه کړي له امریکاسره به يې شریک کړي.

ولادیمیر پوتین
ولادیمیر پوتین

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې هېواد یې مخکې له دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون ملاتړ کړی او اوس هم دغه ملاتړ د روسیې له ګټو سره په ټکر کې نه دی.

ده ویلي که څه هم امریکا او روسیه په ډېرو مسایلو کې اختلافات لري خو بیا هم یو له بل سره همکاري کوي.

د پوځي چارو یو شمېر پوهان وايي، د روسیې دا ډول څرګندونې د دې هېواد د رښتینې بهرني سیاست ښکارندويي نه کوي.

جاوید کوهستاني
جاوید کوهستاني

له دغو کار پوهانو جاوید کوهستاني ازادي رادیو ته وویل، روسیه او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له حضور سره مخالف دي او دا ډول اعلامیې او څرګندونې د دوي د رښتينې سیاست په معنی نه دي.

هغه زیاتوي: "زه فکر کوم دا یوه رسمي موضوع ده او رسمي اخبار په لویو نړیوالو سیاستونو کې، د اعتبار وړ نه دي، له طالبانو اصلي سیاست او یا له امریکاسره مخالفت، په استخباراتي برخو کې مدیریت کوي او ولسمشر نه شي ویلي چې مخالف دی."

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرو سږ کال د افغانستان او روسيې ترمنځ د سل کلنو ډپیلوماتیکو اړیکو په مناسبت ناسته کې ویلي چې روسیه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکې ده.

XS
SM
MD
LG