د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ډونالد ټرمپ انتخاباتي کمپاین ولې د طالبانو ملاتړ رد کړی؟


نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه مسؤل د طالبانو وروستۍ څرګندونې چې د امریکا د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې یې د ټرمپ د بریا هیله کړې، رد کړي او ویلي یې دي، طالبان باید په دې پوه وي چې ولسمشر به د هرې ممکنه لارې د امریکا د ګټو ساتنه کوي.

د امریکا له «سي بي اېس نیوز» سره د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټیلیفون له لارې په مرکه کې ویلي چې دوی هیله‌من دي ټرمپ دغه انتخابات وګټي او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ژر پای ته ورسوي.

نوریاس نوري په دې اړه د حقوقو او سیاسي چارو له کتونکي نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ولې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه مسؤل په راروانو انتخاباتو کې د ټرمپ په ملاتړ د طالبانو دغو څرګندونو ته پام اړولی او هغه‌یې رد کړې دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG