د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

ولسمشر غني په هلمند کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته غبرګون وښود


ولسمشر غني
ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د طالبانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغان پوځ یې کلکه دفاع کوي.

هغه دا خبره پرون په یوه ویډیويي پيغام کې کړې او ویلي یې دي چې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره به عاجلې مرستې وشي.

د هلمند جګړه او له امله یې د زرګونه ملکیانو بې ځایه کېدل دا وروستۍ څو ورځې د افغان مشرانو د خبرو مهم ټکي جوړوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په هلمند او نورو سیمو کې د طالبانو بریدونه غندي او ټولو ادارو ته یې امر کړی چې له زیانمنو کورنیو او اړمنو خلکو سره عاجلې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه: "په هلمند او ځینو ولایتونو کې د طالبانو جګړو د ځاني او مالي تلفاتو ترڅنګ په هلمند کې ګڼې کورنۍ بې کوره او موږ ټول سخت خواشیني کړو، د طالبانو دغه وحشت او ناروا جنګ سخت غندم، زیانمنو او د هلمند بې ځایه شویو کورنیو ته یو وار بیا د زړه له کومې تسلیت وایم."

ښاغلي غني دا خبرې په هغه ویډیويي پیغام کې کړي چې بېګا یې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په مناسبت ورکړی و او ویې ویل:"فوټبال خوشاله کړو خو د هلمند او نورو سیمو نا امنیو او جګړو خواشیني کړو."

د هلمند د مرکز لښکرګاه په څو حوزو او ځینو ولسوالیو لکه نادعلي، ناوه او چاه انجیر کې دا یوه وروستۍ اوونۍ توده جګړه روانه ده چې پکې د هلمند د کډوالو د ریاست په خبره لږ تر لږه اوه زره کورنۍ بې ځایه شوي.

له هلمنده راپورونه وايي چې تر اوسه بې ځایه شویو خلکو ته مرستې نه دي رسېدلي او چارواکي په سروې ګانو بوخت دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په هلمند کې د زرګونه ملکیانو د بې ځایه کېدو اصلي مسببین د طالبانو ډله بولي.

حمد الله محب
حمد الله محب

محب وویل: "موږ سوله غواړو خو د هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان ګڼي د دې ځای د دې ځای خلکو ته په عزت ګوري، په یخه هوا کې پنځه ویشت زر هلمندیان د کوره نه بې ځایه کوي، زموږ پلچکونه نه ورانوي، په افغانستان کې د برق او د هلمندیانو دپاره د روښنايي، د تعلیم یو نمونه یو بنسټ او د برق یو سب سټیشن ورته کافر نه ښکاري."

افغان پوځیان داسې وخت په لښکرګاه او نورو سیمو د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او هلته توده جګړه روانه ده چې د افغان دولت او طالبانو مرکچیان په قطر کې په خبرو بوخت دي.

طالبان سره له دې چې په خپلو رسمي پاڼو او خبرو کې د هلمند د جګړو او له امله یې د خلکو د بې ځایه کېدو په اړه سپیناوی نه دی کړی خو د افغان چارواکو خبرې او دریځونه د سولې د پروسې خنډ بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل: "اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر ته ژمن دی او په ډېر لوړ تعهد سره او قوي او پیاوړي ټيم سره هلته حضور لري، دا چې د کابل د ادارې د چارواکو له خوا داسې څرګندونې کېږي او یا پروسه باندې بې باوري ښودل کېږي او یو ډول د مانع د ایجاد هڅه کېږي دا د دوی هغه عدم ژمنتیا ته ښکارندويي کوي او د دې ښکارندويي کويي چې دوی نه غواړي دا پروسه په مخ ولاړه شي."

د هلمند جګړه داسې وخت له یوې اوونۍ اوږدېږي چې طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد او د امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره په وروستیو لیدنو کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې ده.

په لښکرګاه او ځینو نورو سیمو کې د افغان پوځیانو او طالبانو د روانې جګړې د مرګژوبلو کره شمېر نه دی معلوم خو افغان چارواکي ادعا کوي چې سلګونه طالبان یې وژلي دي.

افغان پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې چې چهارشنبه په ناوې کې د جګړې په ډګر کې د دوو اکمالاتي هیلیکوپټرو لوېدل او په کې د پیلوټانو په شمول د نهو افغان پوځیانو وژل کېدل یې یوه بېلګه ده.

د زرګونه ملکیانو په بې ځایه کېدو سربېره د راپورونو له مخې د روانې جګړې زیاته مرګژوبله ملکیانو ته هم اوښتې ده.

په بُست روغتون کې د بې پولې ډاکترانو نړیوالې روغتیاپالې موسسې ام اس اف مسوولې ماریانا کورتیسي په یوه یادداشت کې لیکلي چې د هلمند د همدې روانې جګړې د لومړیو دریو ورځو ۵۲ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې په کې اکثر ښځې او ماشومان شامل دي.

د ماریانا په دې یاداشت کې راغلي په ټپیانو کې سخته غمجنه صفیه هم شامله ده چې تېره شنبه په امیندوار نس په مرمۍ لګېدلې او اوه میاشتنی بچی یې چې دې او کورنۍ یې زېږېدو ته انتظار کاوه مړ شوی.

XS
SM
MD
LG