د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

هلمند کې د جګړې ۶مه ورځ؛ طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی


افغان سرتېري
افغان سرتېري

طالبان وایي پر لښکرګاه مو برید نه‌دی کړی او د هلمند والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو د لښکرګاه د نیولو مخه ونیوله.

د هلمند مرکز ته په نږدې سیمو او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نن شپږمه ده چې جګړه روانه ده.

د هلمند والي ازادي راډیو ته وویل چې د لښکرګاه ښار یو مخ خوندي دی، د نادعلي له لوري او د نهر سراج له لوري چې طالبانو بریدونه کړي وو هغه په شا تمبول شوي دي، د ناوې ولسوالۍ لار له لښکرګاه سره وصل شوې ده او پر باباجي به پراخ عملیات وشي.

د هلمند والي محمد یاسین
د هلمند والي محمد یاسین

د هلمند والي محمد یاسین زیاته کړه چې د سیمې د یو شمېر ترهګرو او القاعده په مرسته طالبانو پر لښکرګاه حمله وکړه.

ښاعلي محمد یاسین وویل: "دغه حمله چې دوی وکړه د لښکرګاه او د دې سیمې د سقوط نیت‌یې درلود، د خدای په فضل او د هلمند د خلکو په ملاتړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سختې دفاع په نتیجه کې له شکست سره مخامخ شول."

په دوحه کې د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې طالبانو منلې ده چې پر ښارونو به حملې نه‌کوي.

قطر کې د هوکړې لاسلیک
قطر کې د هوکړې لاسلیک

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته وویل چې د پخوا په نسبت په ټول افغانستان کې د جګړې د شدت کچه ټیټه شوې ده او دوی د لښکرګاه د نیولو لپاره عملیات نه‌دي کړي.

نوموړي زیاته کړه: "ځیني هغه ساحې وې چې د دښمن له لوري د ملکي خلکو په کورونو کې د هغوی په کښتونو کې اډې جوړې کړې وې، د دې په خاطر چې ولسي خلک خپل نورمال حالت ته راوګرځي په همدې خاطر په هغو سیمو باندې عملیات ترسره شول او طالبانو خپلې هغه سیمې چې د خاصو ملحوظاتو له امله‌یې مخکې ترې شا تګ کړی و، بېرته ونیولې نور د لښکرګاه پر ښار عملیات نه‌دي ترسره شوي."

د راپورونو له مخې شااوخوا ۳۵ زره کسان د دې جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوال دفتر ویاندې مریم عطایي ازادي راډيو ته وویل چې اکثر بې‌ځایه شوي ماشومان دي او د جګړې دواړه لوري باید د جګړې قوانینو ته درناوی وکړي.

بې‌ځایه شوي ماشومان
بې‌ځایه شوي ماشومان

هغې وویل: "بریدونه باید له ښوونځیو سره، له روغتونونو سره او هغو ځایونو سره نږدې ترسره نه‌شي چې ماشومانو ته په‌کې ډېر زیان اوړي. پر ښوونځيو باید حملې ونه‌شي چې د ماشومانو زده‌کړې ګډې وډې کېږي."

د بخښنې نړیوال سازمان هم په دې جګړو کې ملکیانو ته اندېښنه ښکاره کړې ده. د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې رئیس عمر وړایچ په یوه بیان کې وویل چې وضعیت په لښکرګاه کې د ملکي خلکو لپاره خطرناکه دی او ممکن په راتلونکو ورځو کې ناڅاپه ګډوډ شي او په لسګونه زره کسان په خونړۍ جګړې کې ایسار پاتې دي.

ښاغلي وړایچ زیاته کړه، د دې لپاره چې یوه انساني فاجعه رامنځته نه‌شي باید د جګړې دواړه لوري د ملکیانو حفاظت وکړي او اجازه ورکړي چې ملکیان د جګړو له سیمو ووځي.

XS
SM
MD
LG