د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

افغان مرکچي پلاوی: که جګړه شدت ومومي له طالبانو سره پر خبرو به بیا غور وکړو


د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي
د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د افغانستان دولت د سولې مذاکراتي ټيم ځيني غړي وایي که چېرې په افغانستان کې جګړه شدت ومومي دوی به له طالبانو سره پر خبرو بیا غور وکړي.

له دې ډلې نادر نادري او حبیبه سرابي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې شدت به د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز وکړي او دا خبرې به نورې هم پېچلې کړي.

نادر نادري ازادي راډيو ته وویل، که چېرې د جګړې شدت دوام پیدا کړي دوی به له طالبانو سره پر روانو خبرو بیا بحثونه او مشورې وکړي: "که چېرې هم‌مهاله جګړې شدت ومومي او موږ دلته د سولې په خبرو بوخت واوسو او هغه وخت به د دې لپاره چې د افغانستان خلک د جګړې او تاوتریخوالي د پای غوښتونکي دي، نو د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټيم به له داخلي مشورو او د حکومت د رهبرۍ او خلکو تر سلا مشورو وروسته به د دغو مذاکراتو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي."

نادر نادري
نادر نادري

د دغه پلاوي بله غړې حبیبه سرابي بیا د هلمند روانې جګړې ته په اشاره وایي چې د جنګ زیاتوالی په دوحه کې د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نورې هم پېچلې کوي: "جنګ او تاوتریخوالی د حل‌لاره نه‌ده، په هېڅ ډول موږ نه‌شو کولای د جګړې په میدان کې بریالي شو، په هېڅ توګه نور د افغانستان خلک نه‌شي کولای دا تاوتریخوالی وزغمي، په حقیقت کې د جګړې او تاوتریخوالي اعمال د سولې خبرې اترې نورې هم مغلقې او پېچلې کوي."

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن په خپله ټویټرپاڼه د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې له طالبانو یې د جګړې د کمولو غوښتنه کړې ده.

همدارنګه د امریکا لوی درستیز مارک میلي د امریکا ملي راډیو سره په خپلو تازه خبرو کې ویلي، د طالبانو له‌خوا، په لویو ښارونو حملې نه‌کول، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پایلو یو له اصولو څخه شمېرل کېږي.

مارک میلي
مارک میلي

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې له پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او د تازه شمېرو له مخې د همدغو جګړو له امله شااوخوا ۳۵ زره خلک بې‌ځایه شوي دي.

دا چې جګړه لا هم روانه ده د تلفاتو او د بې‌ځایه شویو شمېر د بدلون په حال کې دی.

د هلمند ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، د دغه ولایت څلورمه امنیتي حوزه باباجي سیمه په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده، په درېیمه او لسمه حوزه کې جګړه روانه ده، د نادعلي ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو سیمو کې جګړې روانې دي او د هلمند کندهار لویه لاره هم د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

په هلمند ولایت کې د ازادي راډيو د خبریال په خبره په دغه ولایت کې د بست دولتي روغتون ترڅنګ ایمرجنسي روغتون ته هم ټپيان وروړل شوي چې ملکي خلک، پولیس او طالبان دي.

تازه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو د دوه هلیکوپټرې لوېدلي او په‌کې ۹ سپاره وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه د افغانستان د هوایي ځواک دوه هلیکوپټرې تېره شپه د جګېدو پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوي او سقوط‌یې کړی، د هلیکوپټرو ۹ سپاره کسان په شهادت رسېدلي، د دفاع وزارت به د دغې پېښې څرنګوالی وڅېړي."

فواد امان
فواد امان

خو د ځایي خلکو او چارواکو په خبره په دغه پېښه کې څلور پیلوټان او ۱۱ کمانډو ځواکونه چې دغې ولسوالۍ ته د ټپيانو د انتقال لپاره ورغلي وو، د هلیکوپټرو د ټکر له امله ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې هېواد کې د جګړې د شدت خبر ورکړی.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې یوازې په هلمند کې دوه انتحاري او ۷۲ تهاجمي حملې ترسره کړې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو د حملو او جګړو له امله ۸۲ ملکیان وژل شوي او ۱۶۵ ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته د هلمند د جګړې په اړه وویل چې د دغه ولایت ځينو سیمو او ولسوالیو ته د دوی جنګیالي ورننوتي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم هلمند ولایت ته رسېدلی او هلته‌یې د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره د امنیتي مسایلو اړوند خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG