د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

عبدالله عبدالله: د سولې خبرو له پیل سره تاوتریخوالی زیات شوی


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې خبرو له پیل سره نه‌یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه‌دی، بلکې زیات شوی دی.

عبدالله عبدالله وايي، افغانان له هغو خبرو ملاتړ کوي چې وینه تویونه ودروي، د ده په وینا ولس د بین‌الافغاني خبرو پایلې ته هیله‌مند دی، خو د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۱» په کابل کې د «زم زم» په نوم د خیره بنسټ په پرانیست غونډه کې وویل، خلک له روان وضیعت څخه ستړي شوي او لازمه ده چې افغان‌وژنه نور ودرول شي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "لومړني ګامونه چې اخیستل شوي، ابتدايي خو ډېر تاریخي او مهم دي، د افغانستان ټول خلک په‌کې د چټګ پرمختګ او دغه‌شان د تاوتریخوالي د کمېدو هیله لري. په اوسني وضعیت کې نه‌یوازې دا چې تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی، بلکې زیات شوی او خلکو ته‌یې پوښتنې پیدا کړي."

ښاغلي عبدالله د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره چې امریکايي ځواکونه به تر راتلونکي کرسمس پورې له افغانستان څخه ووځي وویل، هر هېواد د دې صلاحیت لري چې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي، خو زه ټولو افغانانو ته د یو مسؤل په توګه ډاډ ورکولای شم چې نړیوال افغانستان یوازې نه‌پرېږدي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وویل، نړیوال ملاتړي بنسټونه ټول په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې، د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او خلکو ته د هوسا ژوند برابرولو په برخه کې له افغان حکومت سره همکار دي.

له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي هم ویلي و چې نړیوال به له افغانستان سره دغه‌شان خپلې پیاوړې اړیکې ساتي.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه هم وویل چې طالبان باید له جګړې لاس واخلي او په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه‌شي بریالي کېدای.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته اشاره کوي چې تازه له تېرې ورځې راهیسې طالبانو په هلمند کې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

هڅه مو وکړه د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د ښاغلي عبدالله د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو دغې ډلې د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه ازادي راډیو ته څه نه‌دي ویلي.

خو مخکې له دې د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې، دا خبره رد کړې چې ګوندي طالبان دې د تاوتریخوالي د زیاتېدو عاملین وي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه‌یې په دې برخه کې مسؤل یاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG