د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې سوله، سیمه کې د سولې په معنی ده


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نوې ډېلي ته د خپل رسمي سفر په وروستۍ ورځ نن جمعه د تلې ۱۸مه، د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزیر اس جي شنکر سره وليدل.

د ملي مصالحې عالي شورا لوړپوړي سلاکار مجیب رحیمي ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره د خپل هېواد ملاټر اعلان کړ.

ښاغلي رحیمي د هند د بهرنیو چارو وزیر له قوله ويلي: "ښاغلي شنکر وويل چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په معنی ده او هند د افغانانو په ملاټر او رهبرۍ د سولې له هڅو او دغه‌راز له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

د سرچینې په وینا، وروسته له هغې عبدالله عبدالله د سولې هڅو او په دوحه کې د سولې مذاکراتو په اړه خبرې وکړې او ويې‌ویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت منځ ته راغلی چې باید له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

ښاغلي عبدالله افغانستان کې سوله د سیمو د هېوادونو په ګټه وبلله او د افغانستان د سولې هڅو کې يې د هند د اصولي دريځ ستاينه وکړه.

عبدالله چې د څلورو ورځو لپاره نوې ډېلي ته سفر کړی، مخکې له دې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکاراجیت دوال سره ولیدل.

مودي په دې لیدنه کې وویل، هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وړ وي، زما لپاره هم د منلو ده.

هغه عبدالله عبدالله ته د افغانستان له تلپاتې سولې او ټيکاو د خپل هېواد د ملاټر ژمنه بيا تکرار کړه.

عبدالله د پنچشبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) د هند د دفاع او څېړنې انسټټيیوټ کې د وینا پر مهال له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د شرايطو په درک کولو سره، له دغه هېواد سره سولې او ثبات ته د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG