د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرې؛ 'ځنډ نه‌دی راغلی، غونډې روانې دي'


ارشیف، د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي
ارشیف، د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي

په قطر کې په روانو بین‌الافغاني خبرو کې دواړه ښکېل لوري وايي چې په خبرو کې ځنډ نه‌دی راغلی، د دواړو ټیمونو د تماس ډلې په منظم ډول غونډې کوي او مذاکرات له پلان سره سم پر مخ روان دي.

که څه هم پر دې خبرو د نږدې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته هم تر اوسه لا پر کړنلاره موافقه نه‌ده شوې، خو د دواړو ټیمونو غړو ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیله‌من دي.

پرون د جمعې ورځ وه او له معمول سره سم په خبرو کې یو ورځنۍ وقفه راځي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي که څه هم له ازادي راډیو سره په مرکه کې د مذاکراتو بهیر د چټکېدو غوښتنه وکړه، خو وايي چې خبرې له پلان سره سمې پر مخ ځي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي

اغلې کوفي زیاتوي: "مذاکرات نه‌دي درېدلي. موږ په کوچنیو ډلو کې مجلسونه سره لرو او دا یو بریالیتوب دی چې لږترلږه موږ د کړکېچ او جګړې دوه خواوې خبرې سره کوو. زه دا یو بریالیتوب ګڼم. زموږ تمه دا ده چې د مذاکراتو سرعت لږ زیات شي او ژر پرېکړې وشي، خو موږ پوهېږو چې موږ ۴۰ کاله او لږترلږه دوه لسیزې له طالبانو سره په جګړه کې وو."

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثيق ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ اړیکې نه‌دي قطع شوي.

ښاغلی وثیق وايي: "مخامخ مجلسونه له څو ورځو راهیسې نه‌دي شوي، خو رابطه قطع نه‌ده. د دواړو خواوو د تماس ډلې په خپلو کې اړیکه لري او دا امېد شته چې مجلسونه بیا پیل شي. یوازې د طرزالعمل په اړه د بحث مجلسونه چې پای ته ورسېږي، نو د اجنډا پر موضوعاتو به پیل وشي. نو امېدونه شته چې پرمختګ وکړي."

قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره په سیمه‌ییزه کچه هڅې چټکې شوي.

د افغانستان، ترکمنستان او امریکا د درې اړخیزې غونډې په اعلامیه کې چې پرون د تلې په ۱۸مه نېټه خپره شوه، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ملاتړ غوښتنه وشوه.

دا اعلامیه د هغې غونډې په پای کې خپره شوه چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دیوید هیل د وېډیو کنفرانس له لارې برخه په‌کې اخیستې وه.

له بلې خوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د سیمې هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې پرون په نوې ډېلي کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سیمې ټول هېوادونه په یوه وخت کې هم د افغانستان له سولې سره لېوالتیا لري او هم اندېښنې او امېدونه.

ښاغلي عبدالله چې له اسلام‌اباد وروسته هند ته تللی زیاته کړه چې په دې ترڅ کې به د ده بل سفر ازبکستان ته وي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG