د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: له اوربنده مه وېرېږئ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وایي، طالبان باید له اوربنده ونه وېرېږي او باید دا په عمل کې وښي چې غواړي په دې هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.

اشرف غني دغه څرګندونې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې له څه باندې درې اونیو راهیسې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، یوه څېړنیزانسټېټوټ کې وکړې.

د افغانستان ولسمشر وایي، له طالبانو سره خبرې د دې لپاره کوي چې په هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې هواره کړي او پر طالبانو هم غږ کوي چې همدغه لاره جدي مخ ته ونیسي.

هغه زیاته کړه: "موږ لېواله یو چې یوه سیاسي حل لاره ومومو، سیاسي حل لاره دا معنا لري چې له سیاسي پلوه له یوه بل سره خبرې وکړو چې راتلونکې ته لاره هواره شي، دوی (طالبان) باید دا جرئت ولري او ومني چې د افغانستان خلک به د خپلې راتلونکې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي، دغه ډول جرئت موږ له دوی غواړو."

اشرف غني دغه څرګندونې پرون سې شنبې په قطر کې د شخړو او بشري چارو په یوه څېړنیز مرکز کې وکړې.

ښاغلي غني یووار بیا پر اوربند ټینګار وکړاو زیاته یې کړه دا چې طالبان ولې اوربند نه اعلانوي علت یې دا دی چې دوه کاله مخکې د موقت اوربند پر مهال یې خپلو وسله والو ته ګواښ کړی و چې عادي ژوند ته به مخه نه کوي او بېرته به د جګړې ډګر ته ګرځي.

نوموړي یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له اوربنده دې نه وېرېږي.

هغه زیاتوي: "له طالبانو زما غوښتنه دا ده چې له اوربنده مه وېرېږئ، هېڅوک نه غواړي چې تاسو له منځه یوسي، له نورو افغانانو سره د ښکېلتیا لپاره جرئت او پر ځان باور ولرئ، تاسو زموږ د ژوند واقعیت یاست."

افغان ولسمشر دغه راز وویل چې له طالبانو سره سوله ځکه کوي چې په افغاني ټولنه کې د دې ډلې په مدغم کولو سره به ډېرې هغه لویې شبکې لا منزوي شي چې ډېرې خطرناکې دي.

ښاغلي غني په دې برخه کې د القاعده او اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر شبکې په افغانستان کې د روانې جګړې د هغه پراخ بعد په توګه یادې کړي چې د ده وینا ابعاد یې یوازې په کورنۍ جګړې پورې نه بلکې له سیمې او ترهغې ور هاخوا اوړي.

د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور
د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور

که څه هم رویټرز خبري آژانس د یو شمېر سرچینو په حواله په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ خبرور کړی او ویلي یې دي چې د مذاکراتو د دوام لپاره د کړنلارې د برابرولو پر وړاندې اساسي خنډونه لیرې شوي خو په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم او دغه راز د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي نادرنادري رسنیو ته دا رد کړې چې ګواکې یو وروستی جوړجاړی دې شوی وي.

د لویدیځ یوه جګپوړي ډیپلومات د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د مذاکراتو د دوام لپاره پر کړنلارې سلا کېدل ډېر مهم دي او هغه سره له دې چې شخړې نه دي کمې شوي، دا ښکاره کوي چې دواړه لوري غواړي خبرو ته دوام ورکړي.

رویټرز ته دوو سرچینو ویلي، په دې اړه چې کومه مذهبي فقه د اسلامي اصولو اساس وي او دا چې د خبرو د دوام لپاره دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ موافقه اساس وي کنه، د اختلافاتو د هواري لپاره هڅې به د سولې د اساسي خبرو د دوام ترڅنګ دوام وکړي.

د رویټرز په لیکنه دغه موافقه د امریکایي چارواکو په مرسته ترلاسه شوې خوپه دې اړه نورجزئیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې وړده چې قطر ته د افغان ولسمشراو ورسره مل پلاوي د سفر ترڅنګ یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم له څو ورځو راهیسې په دوحه کې دی.

طالبانو څوورځې مخکې ویلي وو چې د سولې په خبرو کې د احتمالي اختلافاتو د هواري لپاره دې د حنفي فقه او له امریکا سره د دې ډلې د فبرورۍ د ۲۹ موافقه اساس وي خو د افغانستان د دولت پلاوي د طالبانو له دغه وړاندیزسره مخالف ښودلی و.

XS
SM
MD
LG