د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، دې وخت کې یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دا انتخابات به په دوحه کې د افغانستان د سولې پر خبرو څه اغېز وکړي؟
جمهوريپال ډونالد ټرمپ او ډیموکرات جوبایډن د نومبر درېیمې انتخاباتو کې سره سیالي کوي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تازه په نوې ډېلي کې ازادي راډیو سره یوې مرکه کې د افغانستان پر سولې د دغو ټاکنو د اغېز په اړه وویل: "د امریکا انتخابات پر ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه پر افغانستان اغېز لري، خو د افغانستان د سیاست په اړه د دواړو لورو، ډونالد ټرمپ او جوبایډن دریځونه سره نږدې دي، له دې سره سره به هم له ټاکنو وروسته وضعیت بل ډول وي، که اوسنۍ اداره واک کې پاته شي یا نوې اداره وټاکل شي، وضعیت به نوی او تازه وي، بې له شکه چې یو تفاوت به ولیدل شي."
په امریکا کې د پوهنتون استاده او سیاسي کتونکې نیلوفر سخي یوه بدلون ته داسې اشاره وکړه: "د امریکا په کانګرس کې دننه ډېر باور دا دی چې د امریکا جګړې ته پای ورکول او د ځواکونو را ایستل د ډونالد ټرمپ یوه ټاکنیزه ژمنه ده او د سولې بهیر دې ژمنې ته د رسېدو یوه برنامه یا پروژه ده، دا هغه ژمنه ده چې ټرمپ خپلو پلویانو ته کړې، دلته په ځینو دولتي ادارو کې د سولې په اړه مثبت نظر نهلیدل کېږي، په ځانګړې توګه ډیموکراتان ډېر د دغه بهیر مخالف دي او د سولې بهیر او پایلو تهیې مثبت نظر نهلري."
د بریتانیا په یوه پوهنتون کې استاد او څېړونکی عارف سحر بیا په دې باور دی چې د امریکا له ولسمشریزې ټاکنو وروسته به د افغانستان سولې پروسه د امریکا په بهرني سیاست کې د اوس هومره ارزښت ونهلري.
ښاغلی سحر وايي: "د افغانستان سولې مسئله د امریکا د بهرني سیاست له اړخه له نظره لوېږي، دا بهیر به متزلزل شي او په اصل کې به په یوه واړه او لنډمهاله کار بدل شي."
مایکل کوګلمن د واشنګټن په وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال دی.
د ده په باور، ټرمپ او بایډن د افغانستان په اړه یو ډول نظر لري.
کوګلمن وایي، دواړه دغه کاندیدان "د افغانستان د سولې له بهیره او له دغه هېواده د ځواکونو د وتلو" ملاتړ کوي.
په امریکا کې سیاسي څېړونکی هاشم وحدتیار هم له کوګلمن سره همنظره دی.
هغه وایي، جوبایډن تر اوسه د افغانستان په اړه ښکاره دریځ نهدی خپل کړی، خو په خبرهیې دې برخه کې به د بایډن او ټرمپ دریځونه توپير ونهلري.
ښاغلی وحدتیار وايي: "ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړه ګوندونه په دې باور دي چې یو شمېر سرتېري یې باید افغانستان کې پاته شي، دا د دې لپاره چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د سیمهییز رقابت لپاره یو مرکز وساتي، د بېلګې په ډول له چین، روسیې او ایران سره د سیالۍ په خاطر."
خو د دې نظر برعکس د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکټوبر په ۷مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې امریکایي ځواکونه باید د ډسمبر تر ۲۵مې له افغانستانه ووځي.
د ټرمپ سیال بایډن بیا ویلي، که ټاکنو کې بریالی شي، له افغانستانه ټول ځواکونه نهباسي او دغه هېواد کې شاوخوا دوه زره سرتېري له داعش او نورو ترهګرو سره د مبارزې په هدف پرېږدي.
له طالبانو سره د امریکا د لاسلیک شوې هوکړې یوه ماده دا ده چې امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په نیمایي کې په دې شرط وځي چې له ترهګرۍ سره د طالبانو مبارزه په واقعیت بدله شي.
درې کاله مخکې بیا د ټرمپ موقف بل ډول و.
هغه د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې دغه هېواد کې بهیې د ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی وي.
خو وروسته بیا څو ځله ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو په بېشرطه وتلو ټینګار وکړ او ویېویل چې دغه هېواد کې یې کلنی حضور ۵۰ میلیارده ډالر لګښت لري.
د افغانستان د سولې او شخړې مطالعاتو د انسټټیوټ مشر تمیم عاصي بیا وایي، ډیموکراتان په ځانګړې توګه بایډن د ځواکونو پر وتلو ملاحظې لري او غواړي چې د ځواکونو وتلیې مسؤلانه وي.
ښاغلی عاصي وایي، دوی دواړه د خپلې جګړې پای غواړي او ورته مهمه نهده چې د ځواکونو له وتلو وروستهیې افغانستان کې څه پېښېږي.امریکا له طالبانو سره خپله جګړه د یوې هوکړې له مخې پای ته رسولې، خو افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړې لا هماغسې تودې دي.
د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سپټمبر په ۱۲مه دوحه کې بینالافغاني خبرې پیل شوې، خو تر اوسه کومې ښکاره هوکړې ته نهدي رسېدلي.
په دې حساس پړاو کې د ټولو سترګې اوربند ته دي، خو تر اوسه دواړو لورو ورته شین څراغ نهدی ښودلی او د امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې لا هم معلومه نهده چې جګړه به پای ته رسېږي او که به لا تاوجنه کېږي.