د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

واشنګتن ایګزامینر: د افغانستان په اړه د جوبایډن بهرنۍ تګلاره ورانوونکې وه


د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټ نوماند جوبایډن
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټ نوماند جوبایډن
  • واشنګتن ایګزامینر

واشنګتن ایګزامینر ورځپاڼې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټ نوماند جوبایډن د بهرني سیاست په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي جوبایډن په داسې یوې ادارې کې کار کړی و چې بهرنۍ تګلاره یې په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو ورانوونکې وه.

جوبایډن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ کاله د امریکا مرستیال ولسمشر و.

د واشنګتن ایګزامینر په لیکنه جوبایډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې یواځینی چارواکی و چې افغانستان ته یې د لسګونه زرو امریکايي عسکرو له استولو سره مخالفت کاوه.

ورځپاڼې ویلي د اوباما د ادارې پاتې نورو چارواکو بیا برعکس فکر درلود.

د امریکا د ولسمشر کاري ټیم هغه وخت دا فکر درلود چې که افغانستان ته ډېر پوځیان واستول شي طالبان به تر فشار لاندې وي او افغان حکومت به د دې موقع پيدا کړي چې اړین اصلاحات راوړي او له اداري فساد سره پراخه مبارزه وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې اداري فساد ورک نه شو خو د عسکرو زیاتېدو یواځینی کار چې وکړ هغه د طالبانو د تابوتونو زیاتوالی و.

د جوبایډن د بهرنۍ تګلارې په اړه ډېر څه لا نه دي روښانه ځکه دی تازه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټ ګوند له خوا کاندید شوی دی او کرار کرار به خپل سیاست واضح کوي.

ورځپاڼې لیکلي هېڅوک وړاندوینه نه شي کولای چې د افغانستان یا د نړۍ د نورو سیمو په اړه به د بایډن سیاست څه ډول وي.

  • کرستین ساینس مانیتور

کرستین ساینس مانیتور ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي د افغانستان ولسمشر داسې تګلاره مخته وړي چې که محافظه کاران دي یا نړیواله ټولنه ټولې خواوې ترې راضي وي.

ورځپاڼې د افغانستان د ولایتونو د مرستیالۍ څوکیو ته د ښځو معرفي کول د غني د دې هڅو یوه بېلګه یاده کړې ده.

کرستین ساینس مانیتور لیکلي ولسمشر غني غواړي وښيي چې حکومت د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې نه قرباني نه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه حکومت بیا ځینې نورې تګلارې هم په مخ کې لري چې د بخښنې نړیوال سازمان یې د افغانستان د مدني ټولنو موجودیت ته یو ګواښ بولي.

ورځپاڼې د رسنیو نوی قانون، په غیر دولتي موسسو د نظارت قانون د دغو تګلارو بېلګې یادې کړي.

همداراز په مشورتي لویه جرګه کې داسې وخت چې ولسمشر په سټېج کې حضور درلود له بلقیس روشن سره فزیکي برخورد هم ننګونکی بلل شوی دی.

کرستین ساینس مانیتور دا هم لیکلي چې د ولسمشر اشرف غني اداره په دې لټه کې ده چې د طالبانو ملاتړي خپلې خوا ته جلب کړي او هغوی ته ووايي چې امکانات ورته برابروي.

XS
SM
MD
LG