د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

'هلمند کې د جګړو له امله زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري'


په هلمند کې څلور ورځنیو سختو جګړو ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي. 
په هلمند کې څلور ورځنیو سختو جګړو ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي. 

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له امله د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوې دي.

په هلمند کې څلور ورځنیو سختو جګړو ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي.

د دغه ولایت سیمه ییز مسئولین وايي، یادې کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند د کډوالو چارو رییس محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، چې ډېری دغه کورنۍ د لښکر ګاه ښار په نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په خبره یې شمېر یې مخ په زیاتېدو دی.

هغه زیاته کړه: "په تېرو څو ورځو کې ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوي او دا رقم د لوړېدو په حال کې دی، دوی ته د سرپناه موضوع ډېره جدي ده، تر اوسه پورې یوازې د ښځو ریاست یو مارکېټ زمونږ په واک کې راکړی او خلکو د خوراکي توکو مرسته کړې، خو بل بنسټ تر اوسه پورې په دې برخه کې مرسته نه ده کړې."

لښکرګاه کې د جګړې له امله خلک د وتو پرمهال- October 12, 2020
لښکرګاه کې د جګړې له امله خلک د وتو پرمهال- October 12, 2020

د ښاغلي رامین په خبره، دمګړی خلک او سوداګر په دې برخه کې لاس په کار شوي چې بې ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې وکړي خو په خبره یې د سرپناه او خوراکي توکو ستونزه ډېره جدي ده چې باید ورته پام وشي.

په لښکرګاه کې له جګړې څلور ورخې تېرېږي، طالبان ادعا کوي، چې په لښکرګاه کې یې د باباجي او بولان سیمې او د نادلي او ناوې ولسوالۍ ځني برخې نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په په دغو جګړو کې ۸۰ طالبان او ۶ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

هلمند کې افغان ځواکونه د ګزمې پرمهال
هلمند کې افغان ځواکونه د ګزمې پرمهال

خو په داسې حال کې چې د هلمند د کډوالو چارو ریاست بې ځایه شویو ته د مرستو نه رسېدو له امله اندېښنه لري، د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د موقتي کمپونو په جوړېدو بحث روان دی او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو رسولو لړۍ به هم پیل شي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وویل: "مونږ په لښکر ګاه ښار کې په یو خوندي ځای کې په یو موقت کمپ بحث کوو، چې هلته بې ځایه شویو ته د هلمند ولایت پېښو ته د رسېدنې چارو ریاست له خوا خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شي."

د ښاغلي عظیمي په وینا، له دې وړاندې لښکرګاه ته د پېښو سره د مبارزې په هدف ۷ میلیونه افغانۍ هم استول شوې وې.

د افغانستان د بشر د حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډیو سره په خبرو کې، د جګړې په ښکېلو غاړو د جنګ د درېدو غږ کړی او د جګړو پر مهال یې د ملکیانو خوندیتوب ته نه پاملرنه جنګي جرم بللی دی.

XS
SM
MD
LG