د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

دنیا: قطر کې سوله، هلمند کې جګړه!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د هلمند وروستي برید او په قطر کې د سولې روانو خبرو اترو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

قطر کې سوله، هلمند کې جګړه! دا د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د سولې خبرې ولې په دغه‌شان حالاتو کې روانې دي؟

سرمقاله کې راغلي د دولت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ تلفات هم اوښتي چې په وینا یې د جګړې پړه دولت پر طالبانو وراچوي او طالب‌یې پر دولت وراچوي چې د دغه‌شان کړنو تاوان یوازې ملت ته رسېږي.

لیکوال ټينګار کوي چې سوله قرباني، اسلام دوستي او وطن دوستي غواړي او له دې پرته سوله ناشونې ده.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلي، په هلمند کې جګړې په داسې وخت کې زور اخلي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي هڅه کوي، څو پر اصولو او کړنلاره شته اختلافونه حل کړي او توافق ته ورسېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که طالبان دا فکر کوي چې د جګړې له لارې به پر حکومت فشار راوړي او ورسره به ځینې سیمې لاندې کړي، ښايي دوی دغه هدف ته ورسېږي، خو په وینا یې ورسره سم به ځیني داسې زیانونه وکړي چې جبرانول به‌یې بیا ورته ستونزمن وي.

د لیکوال په باور، اوس په کار ده چې له نرمۍ کار واخیستل شي، پر خبرو او تفاهم ټینګار وشي او ټوله هڅه باید دا وي چې د افغان وینه ودرېږي او ټول افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې دوه مخالفې او متضادې هڅې روانې دي.

ورځپاڼې د هلمند وروستي برید ته اشاره کړې لیکلي چې ښايي دا سږ کال د طالبانو تر ټولو ستر بريد وي.

ځکه په وینا یې چې هوا سړېږي، د طالبانو عمده مشران او ډلې پاکستان ته ستنېږي او د راروان بل کال جګړې لپاره روزل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، دا بريد داسې وخت کېږي چې طالبان قطر کې د سولې لپاره خبرو ته کېنول شوي او هغوی له امريکا سره په تړون کې منلې چې د تاوتريخوالي کمولو په لړ کې به د ولايتونو پر مرکزونو بريدونه، نه‌کوي.

ورځپاڼې اوسنی بريد د دې هوکړې خلاف بللی ځکه په وینا یې، هغه هوکړه چې طالبان‌يې د سولې مذاکراتو لپاره بنسټ بولي! په اصل کې هلمند د ترياکو مهم مرکز دی، موده وروسته په‌کې د ترياکو کرکېله له سره پيلېږي او د دغو ترياکو ګټه د نړۍ د مغرضو هېوادونو خزانو ته لوېږي.

XS
SM
MD
LG