د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د هلمند د جګړې دوام؛ 'خو د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو له یو بل سره ولیدل'


د هلمند په جګړه کې شااوخوا ۱۷۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د هلمند په جګړه کې شااوخوا ۱۷۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

تر څو ورځو وقفې وروسته د افغان حکومت پلاوي او طالبانو د تماس ډلو د دوشنبې په ماښام (د اکټوبر په ۱۲مه نېټه) له یو بل سره ولیدل.

د افغانستان د پلاوي سره مل د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري د دوشنبې په ماښام د غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ناسته کې د اختلاف پر مواردو جدي بحثونه وشول او موافقه وشوه چې د حل لپاره دې غونډې دوام وکړي."

ناجیه انوری
ناجیه انوری

د دې غونډې په ترسره کېدو سره د افغانستان د جګړې ډګر هم تود شوی دی.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې درنې جګړې شوي او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

په هلمند کې یو ازاد خبریال عزیز احمد شفیع د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې زرګونه کسان د ښار دننه خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ده وویل: "طالبان د خلکو کورونو ته ننوتلي دي. خلکو خپل کورونه پرېښي دي. ډېری د ښار مرکز ته تللي او بازارونو او دکانونو ته تللي دي. د دې خلکو شمېر درې زره ته نږدې دی او د خلکو د کوچېدو لړۍ دوام لري."

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د هلمند امنیه قومنداني وايي د لښکرګاه په جګړه کې شااوخوا ۱۷۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د خپلو وژل شویو کسانو کره شمېر نه‌دی په ډاګه کړی، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی یوازې د هلمند هغه سیمې بېرته نیولي چې مخکې افغان ځواکونو نیولې وې.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د جګړې له دوام او په افغانستان کې د تاوتریخوالي له مخ پر زیاتېدو سره، بېلابېلې ادارې د دې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو تأیید کړه چې دوی په تېرو دوو ورځو کې په هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي.

د دغو ځواکونو ویاند ساني لګېت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې بریدونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د موافقې سره سم شوي. د لګېت په وینا افغان ځواکونه د اړتیا په صورت کې د امریکا تر دفاعي ملاتړ او پوښښ لاندې راځي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان سکاټ مېلر له قوله ویلي چې له طالبانو یې غوښتي سمدستي پر هلمند باندې خپل تعرضي برید ودروي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وايي د هلمند جګړه یوه بله بېلګه ده چې په تاوتریخوالي کې کمښت نتیجه نه‌ورکوي. د کوبیا په وینا دا ډول د لوړې کچې بریدونه باید نه‌یوازې وغندل شي، بلکې باید پر وړاندې يې جدي اقدامات وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه د تاوتریخوالي پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

هغې پوښتنه کړې چې ایا د جګړې دوام پر هدیرو د واکمنۍ لپاره دی؟ د مېرمن اکبر په وینا هر څوک باید پر سوله او خبرو اترو تمرکز وکړي.

بل لور ته د بې‌پولې ډاکټرانو ادارې یا "MSF" راپور ورکوي چې په لښکرګاه کې وضعیت خراب دی. د دې سازمان په وینا، د ښار روغتون نور ظرفیت نه‌لري او ناروغان د بست نږدې روغتون ته انتقال شوي.

په هلمند کې وضعیت په داسې حال کې بحراني دی چې د پخوا په پرتله په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ د هغو طالب جګړه‌مارانو ارقام خپاره کړل چې په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

ښاغلي ارین زیاته کړه: "په تېره یوه میاشت کې ۸۸۹ طالبان وژل شوي او ۴۴۹ نور ټپیان دي. له طالبانو وسلې، وسایط او مهمات هم لاسته راغلي دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت ارقامو ته هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې افغان ځواکونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل دي.

افغان حکومتي چارواکو تل دا ادعا رد کړې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG