د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

پر لښکرګاه حمله؛ 'طالبانو پر لویو ښارونو د حملې نه‌کولو ژمنه ماته کړې'


ارشیف، هلمند کې د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، هلمند کې د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو خپله هغه ژمنه چې پر لویو ښارونو به حملې نه‌کوي ماته کړې ده.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو له‌خوا حملو او د ځینو سیمو نیول، د طالبانو د دوحې هغه ژمنه تر پوښتنې لاندې وړې چې په لویو ښارونو به حملې نه‌کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو ډلې په وروستیو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او ډېرېو افغانانو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ښاغلي ارین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۱» ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په خپلې هېڅ ژمنې ژمن نه‌دي پاتې شوي، طالبان ادعا کوي ادعاوې یې ناسمې دي، دا چې بریدونه نه‌کوي یا تاوتریخوالی کموي، تاسې شاهد یاست چې وروستۍ میاشت کې په بېلابېلو سیمو هلمند او کندز کې طالبانو خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی."

طارق ارین
طارق ارین

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته په وار وار ویلي چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او په لویو ښارونو به حملې نه‌کوي.

خو وروستیو څو ورځو کې هلمند ولایت په ځانګړې توګه لښکرګاه ښار شااوخوا کې جګړې زور اخیستی.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د نادعلي او ناوې ولسوالیو ځیني برخې او مرکز لښکرګاه باباجي او بولان سیمې نیولې دي.

د هلمند د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا د لښکرګاه جګړه کې تر دې دمه ملکيانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې، خو خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په هلمند کې روانې جګړې ته په اشارې سره وویل، طالبان نه‌شي کولای د جګړې له لارې بریالي شي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "طالبان چې کله جګړه کوي خلک د سولې په اړه ناهیلي کېږي، د دوی جګړه په دې معنی چې دوی سولې ته ژمن نه‌دي، د خلکو او نړیوالو غوښتنو ته دوی اهمیت نه‌ورکوي. دا زموږ د خلکو په وړاندې ناوړه جګړه ده، طالبان باید له دې جګړې لاس واخلي او په دې باید پوه شي چې د جګړې له لارې نه‌شي بریالي کېدای."

په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز مارک میلي د امریکا ملي راډیو سره په خپلو تازه خبرو کې ویلي، د طالبانو له‌خوا، په لویو ښارونو حملې نه‌کول، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پایلو یو له اصولو څخه شمېرل کېږي.

ښاغلي میلي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ته به هغه مهال له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه مشورې ورکړي چې د طالبانو له‌خوا په امریکایي ځواکونو او د افغانستان پر لویو ښارونو د حملې نه‌کولو، د القاعدې سره د اړیکو قطع کولو او د بین‌الافغاني خبرو پروسه وارزول شي.

ښاغلي میلي زیاته کړې افغانستان کې د تېرو څو میاشتو په پرتله تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د تاوتریخوالي کچه ټيټه ده.

مارک میلي
مارک میلي

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو وايي، دوی خپل تعهد ته ژمن دي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د هلمند په لښکرګاه ښار کې یې هغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي چې پخوا د دوی تر واک لاندې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت، په وار وار ویلي، طالبان په لویو ښارونو کې یوازې موقتی حضور لري او ډېر ژر به هلمند ولایت کې جګړه پای ته ورسوي.

د امنیتی مسؤلینو او هلمند سیمه‌ییزو چارواکو په وینا د هلمند جګړه کې تر دې دمه ۸۰ طالبان وژل شوي او ۶ امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG