د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۲۳

افغانستان

'د هلمند په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالبان وژل شوي'

امنیتي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي بېګا د هلمند په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په یوه بیان کې ویلي چې افغان پوځیانو دا طالبان په دفاعي عملیاتو کې وژلي.

اخوا د هلمند والي جنرال محمد یاسین ویلي چې دی په خپله د ۶۰۱ لویې لارې، باباجي او نادعلي تصفیوي عملیاتو رهبري کوي او وسله‌والو طالبانو ته په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ډېره مرګ‌ژوبله اړول شوې.

وسله‌والو طالبانو د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه چې لسګونه طالبان‌یې وژلي د دې خبر تر لیکلو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یکشنبه وختي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی د هلمند څلورمه حوزه نیولې او د درېیمې حوزې د نیولو لپاره جګړه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان ایران کې له کډوالو سره د زور زیاتي راپورونه څېړي

ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د ادعا شوي زور زیاتي راپورونه څېړي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې یې خپل سفارت او جنرال قونسلګریو ته ویلي، د هغې ویډیو کره والی معلوم کړي چې له څو افغانانو سره د ایرانيانو له خوا زور زیاتی په کې ښکاري.

دغه ویډیو تازه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

ایراني چارواکو تراوسه د خپرې شوې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په ایران کې څو ځله له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی چې هریرود سیند ته یې ګزارول او پر موټر یې ډزې، تازه او لویې پېښې وې.

نژدې شپږ میاشتې مخکې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سفر پر مهال ژمنه شوې وه چې له کډوالو سره به د تاوتریخوالي پېښې نه تکرارېږي.

ارزګان چارواکي وايي، د دهراود مرکز یې بېرته له طالبانو نیولی

د افغانستان په نقشه کې د ارزګان ولایت

په ارزګان کې چارواکي وایي، د دهراود ولسوالۍ مرکز یې بیرته له طالبانو نیولی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۳مه) رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ودانۍ دا مهال د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

شېرزاد وايي، د عملیاتو د ځنډ لامل دا و چې دوی ملکي کسانو ته له مرګ ژوبلې وېره درلوده.

محمد عمر شېرزاد پر بې ځايه شوېو خلکو غږ وکړ چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

شااوخوا شل ورځې وړاندې دهراود د طالبانو لاس ته ورغلی و.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لوګر کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړیږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي.

د لوګر د والي ویاند دیدارلونګ نن د پنجشنبې (د لېندي ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغالی په ۳۰ جریبه ځمکه کې د مالیې وزارت پراختیايي بودجې په ۶۸ میلیونو افغانیو جوړېږي.

ښاغلی لونګ زیاتوي چې د کرکټ دغه لوبغالی به په یو وار د شااوخوا پنځو زرو نندارچیانو د ځاېدو ظرفیت ولري او چارې به یې په یوکال کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسولینو د معلوماتو له مخې د لوګر ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په معیاري لوبغالو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

کابل کې د شطرنج انتخاباتي سیالۍ پیل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې تېره ورځ د شطرنج انتخاباتي سیالۍ پیل شوي دي.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې وايي، دا سیالۍ تېره ورځ ناوخته پیل شوي دي چې یوه اوونۍ دوام کوي.

د دې کمېټې ویاند عارف پیمان نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې له ۲۸ ولایتونو شااوخوا ۳۰۰ د شطرنج لوبغاړو ګډون کړی.

ښاغلی پیمان زیاتوي چې دغه سیالۍ د شطرنج ملي ټیم لپاره غوره څېرو معرفي کېدو په هدف جوړې شوي دي.

شطرنج چې په نړیواله کچه د ذهني ورزش لپاره مهمه لوبه بلل کېږي بې شمېره مینه وال لري، افغانستان هم په دې برخه کې ملي لوبغاړي لري او وخت ناوخته د سیمې په کچه او نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

سږ افغانستان کې د کبانو ۳۵۰ روزنیز فارمونه جوړ شوي

ارشیف، په جوزجان کې د کبانو یو روزنځای

په افغانستان کې سږ لمریز کال د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت وایي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي.

دغه فارمونه د کبانو د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو د تکثیر وړتیا لري.

وزارت وایي، سږ کال د کبانو د تولید کچه د تېر کال پرتله یو زر او ۵۰۰ ټنه زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته رسېده.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت: پاکستان سره ستونزې لاهم نه دي هوارې شوي

ارشیف، په تورخم کې یو شمېر ولاړ سوداګریز موټر

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لا هم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند فواد احمدي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لېرې کړي.

دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

افغانستان او پاکستان د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو افغان چارواکي هیله من دي چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارډه ډالرو پر ارزښت وه.

دفاع وزارت وايي، کندهار کې یې د طالبانو څو بریدونه په شا تمبولي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار په څو ولسوالیو کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

وزارت وایي، طالبانو په ژیړۍ، ډنډ او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د دوی د ځمکنیو او هوایي عملیاتو پایله کې یې مخه ونیول شوه.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ادعا کړې چې دغو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۸۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د مرګ ژوبلې دا شمېرې خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او خپله طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو بیا د لومړي ځل لپاره د دوی په ټکو پر ملکیانو د افغان ځواکونو د بریدونو ارقام خپاره کړي دي.

دوی ادعا کړې، یوه اوونۍ کې دولتي ځواکونو پر ملکي اهدافو ۲۶ بریدونه کړي چې ۳۱ ملکیان یې وژلي او ۳۷ نور یې ټپیان کړي دي.

افغان دولت لا په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ارزګان کې د خالي بستونو لپاره له ۱۹۲۳ کسانو ازموینه واخیستل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ارزګان کې د څه باندې ۱۹۰۰ کسانو څخه د خالي بستونو لپاره د کانکور ازموينه واخیستل شوه.

د دغه ولايت والي محمد عمر شېرزاد وویل، د دې کسانو شمېر چې ۱۹۲۳ تنو ته رسېده او په ټکو یې د پنځم، شپږم ۶۶۶ خالي بستونو د ډکولو په موخه ترې دا ازموینه واخیستل شوه.

دی وايي، د يادو کسانو تر برياليتوب وروسته به خالي بستونه ډک شي او ترڅنګ به يې د بې روزګارۍ کچه هم ورسره ټيټه شي.

ښاغلي شېراد زیاته کړه: " له ګډون کوونکو غواړو چې تر برياليتوب وروسته دې خپلو دندو ته ژمن اوسي او داسې نیت دې هم ولري چې خلکو ته به په صداقت خدمت کوي."

په ورخت مهال د دغه ولايت د لوړو زده کړو د موسسو مسوولين بیا غوښتنه کوي د خالي بستونو د ډکولو د دغه ډول ازموينې پروسه دې چټکه شي.

په دې ازموینه کې ګډون کوونکي هم خوښ دي خو د پروسې پر شفافیت ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان کې د پنځم او شپږم بستونو دغه ډول ازموينه په ۱۳۹۶ کال کې اخېستل شوې وه او د مسؤلينو په خبره چې په اوسنۍ ازموينه کې پنځم او شپږم هغه بستونه هم شامل نه دي کوم چې دولتي ادارو ته په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې ورکول شوي دي.

امریکا افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دونیم زرو ته د خپلو سرتېرو د شمېر له راکمولو وروسته په دې هېواد کې دوه لویې پوځي اډې ساتي.

دا خبره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې پرون د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ له خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه.

هغه ونه ویل چې دا دوه کومې لویې اډې دي چې امریکایي په افغانستان کې ساتي او نه یې هم په دې اړه چې له دې هېواده د دوه زره امریکایي سرتېرو په وتلو سره به کومي پوځي وړتیاوې کمې شي څه وویل، خو زیاته یې کړه چې دا چې وروسته به څه پېښېږي دا به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن په ادارې پورې تړلې وي.

میلي دغه راز وویل چې متحده ایالات به د سپوژمکیو یا سټلایټونو یو شمېر اډې هم په دې هېواد کې وساتي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې له مخې د را روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر نیمایي به په افغانستان کې د څلور نیم زرو امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته راکم شي.

خو جنرال میلي وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې دوو اساسي ماموریتونو ته چې یو یې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش او القاعده په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي، دوام ورکړي.

پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی

قطر کې د سولې غونډه

پاکستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د سولې د خبرو د وړاندې تګ لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلي چې د خبرو لپاره د کړنلارې پرسر دغه هوکړه د مذاکرتو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو ګډه اراده څرګندوي.

دغه راز ویل شوي چې پاکستان به د بین الافغاني خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د یوه هر اړخېز او پراخ سیاسي جوړ جاړي له لارې یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان ته لاره هواره شي.

د امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون د افغانستان په مسئله کې ښکېلو یو شمېر نورو لورو هم د دغه پرمختګ چې په ۱۹ کلو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان دولت او طالبان یو سند لاسلیک کوي چې په کې د سولې د خبرو کړنلاره روښانه شوې، هرکلی کړی دی.

له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره واردات پيل شول

ارشیف

له ایرانه د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره په ازمایښتي ډول افغانستان ته واردات پيل شول.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل، په دې اورګاډي کې ۵۰۰ ټنه سمنټ انتقال شول.

ښاغلی فرهاد زیاتوي: "هیله‌من یوو چې د دې پټلۍ له رسمي پرانیستو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل‌ونقل نوی باب پرانیستل شي."

د ایران مهر اژانس خبر ورکړ چې تمه ده په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به په رسمي ډول د اورګاډي دا لار د افغانستان او ایران ولسمشران پرانیزي.

د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد ښار

د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو د معاشونو د کموالي له امله کاري اعتصاب کړی دی.

دغه روغتیایي کارکوونکي وایي چې کاربندي به‌یې تر هغو دوام وکړي چې غوښتنې یې نه‌وي منل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره‌یې هڅې پیل کړې دي: "ان‌شاءالله موږ ځو د روغتیا له وزارت سره خبرې کوو. یا به قناعت ورکړو چې دا معاشات چې دوی یې ادعا کوي، دې ته د حل یوه منطقي لاره پیدا کړي یا دې ډاکترانو ته قناعت ورکړي او یا دې هم معاش ورکړي."

تر دې مخکې د کونړ ترڅنګ د نورستان روغتیایي کارکوونکو د معاشونو او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره اعتصاب کړی وو چې دوه میاشتې یې دوام وکړ او تېره اوونۍ یې د معاشونو تر اخیستو وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

اترا: د ارزګان ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي

د مخابراتي شبکې یو انتن

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، د ارزګان په ۶۵ فیصده سیمه کې مخابراتي شبکې فعالې نه‌دي.

په دغه ولایت کې د اترا مسؤل جاوېد خپلواک ازادي راډیو ته وویل: "په ارزګان کې تقریباً ۳۵ فیصده ساحه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده او نورې ساحې د طالبانو د تهدید له امله ۲۴ ساعته له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې په وروستیو کې یې له څلور نیم کاله وروسته په خاص ارزګان، چوره او دهراوود ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پيل کړل چې په چوره کې یې بېرته طالبانو مخه ونیوله.

طالبانو په ځینو نورو ولایتونو کې بیا مخابراتي شبکې یوازې د شپې په مخه بندې کړې دي.

کرکټ بورډ: د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره تمرینات لا هم روان دي

آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره پیل شوي تمرینات لا هم روان دي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې(د لېندۍ ۱۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبغاړي د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د کورني روزونکو تر څارنې لاندې تمرینات کوي.


ښاغلي هوتک زیاته کړه: "خورا مهم تمریناتي کمپ دی، لوبغاړیو ته په کې هر ډول تمرینات ورکول کېږي او هیله مو دا ده چې د دوی لپاره ارزښمتند تمام شي."

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، یاد تمریناتي کمپ چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوی، ۵۰ لوبغاړي په‌کې ونډه لري چې د کمپ له پای ته رسېدو سره به ۱۵ پیاوړي لوبغاړي د افغانستان اېمرجېنګ لوبډلې ته ترې غوره شي.

پاکستان د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره شرکت ګماري

آرشیف

پاکستان غواړي د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره یو مشورتي شرکت وګماري.

پاکستاني رسنيو لیکي، د دې هېواد د ګازو دولتي سیسټم یا 'ISGS' دا پرېکړه کړې، څو دا شرکت د ګازو د بیو لپاره د مېکانېزم جوړولو او په دې برخه کې د بحثونو او سټراټېژیو اړوند مشورې ورکړي.

ټاپي هغه پروژه ده چې له ترکمنستانه ګاز د یوه پایپ لاین له لارې لومړی افغانستان او بیا پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ټاپي تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاس‌لیک شو، خو لومړنۍ عملي چارې یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل شوې.

تمه ده چې د دې پایپ لاین له لارې پاکستان او هند ته ګاز تر ۲۰۲۳ کال پورې ولېږدول شي.

د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ، د دې پایپ لاین له ټرانزيټه به هر کال افغانستان له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر د فېس په توګه اخلي، افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارډه متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي او تر خوا به یې نږدې ۱۲ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG