د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

قطر کې د سولې د خبرو ۳۰مه ورځ؛ 'لاهم په طرزالعمل توافق نه‌دی شوی'


قطر کې د سولې د خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د سولې د خبرو پرانیست غونډه

د افغانستان د نږدې شل کلنې جګړې د درولو په هدف د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ پوره یوه میاشت مخکې د خبرو پرانیسته وشوه، خو دا خبرې ورو او ټکنۍ روانې دي.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې د سپټمبر په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرانیستل شوې، په دې یوه میاشت کې د راپورونو په اساس مرکچي پلاوي د خبرو د مخته وړلو لپاره د طرزالعمل په ټاکلو بحثونه کړي چې لا یې هم څو لانجمنې برخې نه‌دي وروستۍ شوي.

د دولت پلاوی وايي هیله‌من دی چې ژر د خبرو طرزالعمل په سر موافقې ته ورسېږي.

د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره مله د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري له دوحې ازادي راډیو ته وویل چې هڅې روانې دي ژر موافقه ترلاسه شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغې زیاته کړه: "په تېره یوه اوونۍ کې د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو کچو کې انفرادي او غیر رسمي ناستې روانې وې. د هغو نظریاتو او انتخابونو په اړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت وړاندیز کړی ښایي مقابل لوری داخلي بحثونه ولري. د افغانستان اسلامي جمهوریت ټیم له شااوخوا کسانو، فعالینو او متخصصینو سره خپلې سلا مشورې زیاتې کړې دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی پوره هڅه کوي او هیله‌من دی چې په راتلونکو څو ورځو کې په یوه روښانه او سمه لار نقشه وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي."

دواړو لورو د خبرو لپاره واړه تماس ګروپونه ټاکلي چې دا وروستۍ څو ورځې دوی هم په رسمي توګه نه‌دي سره کتلي. د افغان دولت مرکچي پلاوی د خبرو له ورو او ټکني بهیر سره سره هیله ښکاروي چې وکولای شي له طالبانو سره د خبرو د طرزالعمل په برخه کې موافقې ته ورسېږي.

طالبانو تازه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د خبرو لپاره باید له امریکا سره د دوی د فبرورۍ ۲۹مه تړون اساس وګرځول شي هغه څه چې د افغان دولت مرکچیانو ته د منلو نه‌ده.

په قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مه، له طالبانو سره د هوکرې لاسلیک وشو
په قطر کې د فبرورۍ په ۲۹مه، له طالبانو سره د هوکرې لاسلیک وشو

اخوا د افغان دولت ځیني ملاتړي بیا طالبان ګرم بولي چې په یوه او بله پلمه اصلي خبرو ته نه‌حاضرېږي او په دې سره‌یې په افغانستان کې د جګړې بهیر تود ساتلی.

په واشنګټن کې مېشت افغان لیکوال نجیب ننګیال د امریکا له ملي دفاعي پوهنتونه ازادي راډیو ته وویل: "داسې یو تړون څنګه کېدای شي چې د افغانستان حکومت د هغه په اساس له طالبانو سره چې کله‌یې برخه ونه‌اوسېږې، نو دا نه‌یوازې منطقي نه‌ده، بلکې دا د سولې خبرو اصلي مېز څخه د تېښتې لاره ده چې طالبانو غوره کړې او غواړي په همدې بهانه باندې جګړې ته دوام ورکړي."

په واشنګټن کې مېشت افغان لیکوال نجیب ننګیال
په واشنګټن کې مېشت افغان لیکوال نجیب ننګیال

امریکا او نړیواله ټولنه افغان دولت او طالبان دواړه هڅوي چې په کړنلارې جوړ راشي او ژر تر ژره د اوربند او یا د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خبرې پيل کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د ازادي راډیو له تاجکي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او ډېره اړتیا ده چې ژر دواړه خواوې اصلي خبرې پيل کړي.

د طالبانو ډله بیا وایي چې دوی د سولې لپاره متعهد دي او ادعا کوي چې په ښارونو باندې د لویو بریدونو په درولو سره‌یې د تاوتریخوالي په اندازه کې عملاً کموالی راوستی دی.

XS
SM
MD
LG