د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه؛ 'شااوخوا ۳۵ زره کسان بې‌ځایه شوي'


هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات
هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات

په داسې حال کې چې په هلمند کې لسګونه زره کسان د وروستیو جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، افغان چارواکي د وسله‌والو طالبانو پر ضد د تهاجمي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

په دې ولایت کې چې له مخکې هم د ناامنیو له امله ډېر خلک بې‌ځایه شوي و، مرکز لښکرګاه ته نږدې د څلورمې حوزې باباجي او د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر د سیمې په ګډون له یو شمېر نورو سیمو یې د تېرو څو ورځو جګړو له امله شااوخوا پنځه زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۲» وویل چې دغه کورنۍ چې شمېر یې شااوخوا ۳۵ زره کسانو ته رسېږي، د لښکرګاه په لمنو کې د وسله‌والو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي. بې‌ځایه شوې کورنۍ هم له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نادعلي له ولسوالۍ بې‌ځایه شوې انارګل ازادي راډیو ته وضعیت داسې بیان کړ: "پرون راوتلي یو کور پسې ګرځو. کور نه‌شته، کډه مو په ټکټر کې ده. د څښاک لپاره اوبه نه پیدا کېږي، د خوراک لپاره ډوډۍ نه پیدا کېږي، هر څه مو پرېښي دي. په دغه پسې حیران یو چې چېرې شپه تېره کړو او څنګه خپل ژوند مخ ته یوسو."

د راپورونو له مخې د هلمند په ډېرو سیمو کې اوس هم جګړې روانې دي چې ورسره د بې‌ځایه کېدونکو خلکو لړۍ هم روانه ده.

د هلمند یوه بل بې‌ځایه شوي علاوالدین ازادي راډیو ته وویل چې له ناامنو سیمو په زرګونه کورنۍ کډې کوي او ځانونه نورو امن ځایونو ته رسوي.

ده وویل: "داسې په زرهاوو کډې راروانې دي. په ټکټرونو کې، په رکشو او هر ډول وسیلو په ذریعه راروانې دي. بس ډېر یو بد حالت دی."

هلمند کې د جګړې له امله بې‌ځایه شوي خلک
هلمند کې د جګړې له امله بې‌ځایه شوي خلک

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد امین هم تأیید کړه چې شااوخوا ۵،۱۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوي او عاجلو خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.

په عین حال کې چارواکي د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

روېټرز خبري اژانس د هلمند د مطبوعاتي دفتر له قوله وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو د هوایي ځواکونو په مرسته د دغو عملیاتو په ترڅ کې پنځه امنیتي پوستې بېرته نیولې دي.

په دې اړه چې دغه امنیتي پوستې په کومه سیمه کې وې، نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د راپور له مخې د دوشنبې او سې شنبې تر سهاره د لښکرګاه پر ښار او لمنو د پاسه‌یې جټ الوتکو او هلیکوپټرو الوتنې کولې.

د امریکا پوځ سمدستي نه‌ده تأیید کړې چې ایا هوایي ځواکونه‌یې په دغو عملیاتو کې ښکېل دي او کنه.

له دې مخکې د امریکا پوځ تأیید کړې وه چې په هلمند کې یې د طالبانو د بریدونو د په شا تمبولو لپاره د هغوی پر مورچلو هوایي بریدونه کړي.

په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د پیل شویو تهاجمي عملیاتو په اړه مو د افغانستان د دفاع وزارت د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په عین حال کې د هلمند والي محمد یاسین وایي، لښکرګاه ښار له هر ډول خطر خوندي دی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هوایي ملاتړ په مټ د امنیتي کمربندونو پر پراخوالي بوخت دي چې ژر به هغه سيمې هم بېرته ونيول شي چې د تاکتيکي شاتګ له مخې خوشې شوې وې.

د هلمند والي محمد یاسین
د هلمند والي محمد یاسین

د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال محمد یاسین دغه څرګندونې هلمند ته ورغلو کمانډو او نورو ځواکونو ته کړي. په خبرپاڼه کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د پیل شویو پوځي عملیاتو نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عمومي قوماندان ډګر جنرال فريد احمد احمدي او د ملي امنيت د رياست د مرستيال ډګر جنرال نظر علي واحدي هغه څرګندونې را اخیستل شوي چې په هلمند کې یې د وسله‌والو طالبانو د لوی پلان د ماتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دښمن به په نادعلي، باباجي او ۶۰۱ شهرا کې سخت وځپي.

په هلمند کې د جګړو له سختېدو سره د دې ولایت څو سیمې په رسنیو کې ډېرې یادېږي، یوه هم د باباجي سیمه ده چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې.

باباجي د لښکرګاه په شمال کې پرته د ښار څلورمه حوزه ده. د هلمند سیند یې له ښاره جلا کوي چې د هوا په نسبت‌یې د ځمکې له لارې فاصله هم اوږدوي. د ولایت له ودانۍ درې څلور کیلومتره لیرې ده، خو د ځمکې له لارې ۲۰ کیلومتره لیرې ده.

بله د لښکرګاه لسمه حوزه ده چې له مرکز پرته‌یې ټولې سيمې طالبانو نيولي او پرون هم په‌کې سخته جګړه روانه وه.

بې‌ځایه شوي خلک
بې‌ځایه شوي خلک

دا حوزه د دې ښار په لوېدیځ پنځه کیلومترۍ کې پرته ده. د هلمند نادعلي ولسوالۍ چې د ډېر نفوس لرونکې ولسوالۍ بلل کېږي او ډېرې سیمې یې طالبانو نیولي هم د لښکرګاه ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر افغان او امریکایي چارواکو د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د وسله‌والو طالبانو پراخ بریدونه له هغې موافقې سرغړونه بللې چې دې ډلې له امریکا سره د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک کړې.

د دغې موافقې په یوه برخه کې ویل شوي طالبان به پر لویو ښارونو او ګڼ مېشتو سیمو له حملو ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG