د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د افغانستان ټولګټو وزارت: طالبانو د ۱ میلیارد افغانۍ عامه تأسیسات له‌منځه وړي


ارشیف، فراه ته پر لویه لاره په ماین الوزول شوی سړک
ارشیف، فراه ته پر لویه لاره په ماین الوزول شوی سړک

د افغانستان ټولګټو وزارت وايي، وسله‌والو مخالفینو په تېرو ۱۵ کلونو کې ۵۰ کیلومتره سړک او څه باندې ۳۰ پلونه له‌منځه وړي دي.

په افغانستان کې د کلونو جګړو په دوام دغه وزارت د عامه تأسیساتو ویجاړولو په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی.

د دې راپور پر بنسټ، له ۱۳۸۴ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې وسله‌والو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو ۵۰ کیلومتره سړک، څه د پاسه ۳۰ پایې پلونه او ۱،۰۰۰ پلچکونه له‌منځه وړي دي.

د افغانستان ټولګټو وزارت مرستیال ویاند اشرف حق‌شناس د چهارشنبې په ورخ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، د دې عامه تأسیساتو له‌منځه وړلو له امله افغان حکومت ته ۱ میلیارد افغانۍ زیان اوښتی چې جبران‌یې سخت کار دی.

ښاغلی حق‌شناس زیاتوي: "د یادو شمېر سربېره په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د کندهار-ارزګان، لښکرګاه-هلمند او کندهار-ارغستان سړک په اوږدو کې ځینې برخې ویجاړې کړې او ۳۳ پلچکونه‌یې سرپل، کندهار، هلمند، تخار او لوګر ولایتونو کې ویجاړ کړي، د ټولګټو وزارت به د امنیت له ټینګښت سره سم یاد سړکونه، پلونه او پلچکونه له سره ورغوي."

ارشیف، فراه کې په ماین الوځول شوی سړک
ارشیف، فراه کې په ماین الوځول شوی سړک

که څه هم د افغانستان ټولګټو وزارت تازه راپور کې اکثره د عامه تأسیساتو ورانوونکي طالبان ګڼل شوي، خو دا ډله بیا دا راپور ردوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په جګړه کې د دوی جنګیالي تر وروستي حده کوښښ کوي چې ملکیانو او عامه تأسیساتو ته زیان ونه‌رسېږي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "زه دا راپور په کلکو ټکو ردوم، په خپاره شویو ارقامو کې یې مبالغه کړې ده،کوم ځای کې چې ماین کېښودل شوی وي، سړک خراب شوی وي، یا سړک بند شوی وي هغه د دې لپاره دي چې د دښمن مخه ونیول شي."

ښاغلي مجاهد د روغتونونو، ښوونځیو او جوماتونو په ویجاړولو کې تر ډېره افغان امنیتي ځواکونه پړ وبلل هغه څه چې افغان امنیتي ځواکونه‌یې نه‌مني او په طالبانو ورته ادعا لري.

تازه په هغې وېډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په وېډیو کې یو کس ځان طالب معرفي کوي او وايي چې د کندهار-هلمند لویه لار یې په بمونو الوزولې ده.

په دې وېډیو کې، دا سیمه د وزیر مانده په نوم یادېږي، بل څوک نه‌ښکاري او سړک لوټې لوټې له کاره وتلی دی.

ازادي راډیو د دې وېډیو کره‌والی په مستقیمه توګه نه‌شي تأییدولی.

ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دا کس په دوی پورې اړه نه‌لري.

په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د هملند تازه جګړه کې د مرمیو لګېدو له امله د یاد ولایت سب سټېشن چې هلمند او کندهار ته‌یې برېښنا برابروله له کاره لوېدلی.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د سې شنبې په ورځ د جګړې د شدت له امله د سب سټېشن کارکوونکي تښتېدلي او عامو خلکو د دغه سب سټېشن وسایل له ځانه سره وړي.

توحیدي زیاتوي، د دې سب سټېشن د ځینو برخو د ویجاړېدو له امله د کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې چې د جګړې د دوام له امله‌یې بېرته وصل کېدل وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG